ټام برگیس په خپل کتاب «د لوټلو ماشین / The Looting Machine» کې د افریقا د تریخ حقیقت کیسه داسې پیلوي: د سرو زرو، نفتو او
الماسو څخه ډکې خاورې؛ خو خلک یې بېوزله، ناروغ او بې راتلونکي دي. برګیس د مالي
چارو د یوه خبریال له لیدلوري ښيي چې څنګه داخلي او د غربي دولتونو څو ملیتي،
مافیایي شرکتونو له یو بل سره د لوټلو یوه شبکه جوړه کړې چې په هغې کې خامې طبیعي
سرچینې را ایستل کېږي، پیسې یې ځانګړو کړیو ته ځي او خلکو ته - چې د دغو سرچینو
اصلي مالکان دي- یوازې خاورې، دوړې او فقر رسېږي. د دغې کیسې تر شا یو حقیقت پروت
دی: په خامه بڼه د سرچینو پلور نه یوازې دا چې د پرمختګ مخه نیسي، بلکې د صنعتي
کېدو ضد چاره ده.
کله چې یوه ټولنه خپلې سرچینې مستقیماً او د کاغذ په بدل
کې پلوري، یوازې معدني مواد نه پلوري، بلکې د صنعتي کېدو، کار، ټکنالوژۍ، خپلواکۍ
او اعداد فرصتونه هم ورسره بایلي. په دې توګه د داخلي تولید لپاره اړین بیخبنسټ
نه جوړېږي، د کار ځواک صنعتي مهارتونو ته لاسرسی نه شي موندلی او ټولنه د ارزښت
نړیوال ځنځیر (Global Value Chain) څخه یوې خواته کېږي. دولتونه هم په صنعت او
نوښت کې د پانګونې پر ځای، د سرچینو له پلور څخه په لاسته راغلو ډالرو په تکيې سره،
اجارهيي یا کرایي جوړښتونه (Rentier Structure)، فساد او په استعماري او صنعتي دولتونو
پورې سیاسي تړاو پیاوړی کوي.
په داسې جوړښت کې، نه يوازې صنعتي کېدل نه را منځ ته
کېږي، بلکې قصداً شاته کېږي. استعماري او محارب قدرتونه نه غواړي هغه خاورې چې د
خامو موادو ارزانه سرچینه وي، په صنعتي سیال بدلې کړي. دلته سیاست، اقتصاد او قدرت
سره تړل کېږي: صنعت د سیاسي خپلواکۍ بنسټ او په نړیوال نظم کې د قدرت وسیله ده. نن
ورځ له صنعت پرته نه خپلواکه پرېکړه کېدی شي او نه د دین د اظهار لپاره د امت
رسالت بشپړېدای شي.
اسلام، چې نهايي هدف یې نړیوال حاکمیت دی، د یوه مصرفي
او په نورو پورې تړلي او تابع اقتصاد پر بنسټ نه شي درېدای. د سرچینو پلور د امت د
رسالت د پلور معنی لري؛ ځکه چې دا معادن له یوې خوا محارب دولتونه پیاوړي کوي او
له بلې خوا د اسلام پر اساس د بشر رهبري نظامي او تخنیکي صنایعو ته اړتیا لري؛ دا چارې
چې یوازې د یوه خپلواک صنعتي بیخبنسټ له لارې ممکنې دي. صنعتي کېدل واجب دي، ځکه
چې دا د «اعداد» برخه ده، نو داسې دولت چې د امت د نړیوال رسالت، واحد خلافت، د پوځونو
د جهاد او د اسلام د بیرغ د لوړولو لپاره ګام پورته کوي، له دې پرته بله چاره نه
لري چې صنعت د خپل اقتصاد او سیاست زړه او اساس وګرځوي. که داسې نه شي نو منابع د
نعمت او ژغورنې پر ځای د لعنت وسیله کېږي.