په دې وروستیو کې زیات شمېر غربي رسنۍ او حتا
غربي سیاستوال په خپلو خبري راپورنو او ویناوو کې د اسلامي امارت چارواکو ته په
یوه خطرناک وېش باندې قایل شوي دي. دوی د اسلامي امارت چارواکي په ښو او بدو
طالبانو (Good Taliban
and Bad Taliban) باندې وېشي. همداراز یو شمېر همدغه رسنۍ او
مشهور سیاستوال اسلامي امارت پر کندهاري مشرانو (Kandahari
Leaders) او کابل
مېشتو چارواکو باندې ویشي. غربي رسنۍ او سیاستوال یوازې ددغو اصطلاحاتو په کارولو بسنه
نه کوي. بلکې دوی دغو اصطلاحاتو ته ځانګړي تعریفونه لري. دوی غواړي دا وښيي چې
ګواکي د اسلامي امارت ځینې مشران له غرب سره جوړجاړی خوښوي او ځینې نور مشران له
غرب سره دښمني پالي.
دا لومړی ځل نه دی چې غربي رسنۍ او غربي
سیاستوال د اسلامي امارت پر وړاندې دا خبرې په شعوري ډول راوړي او په وار وار یې
په نړیوالو ستېجونو باندې اوروي. دوی د افغانستان د ښکېلاک پر مهال هم د اسلامي
امارت مجاهدین په حقاني شبکه او نورو مجاهدینو باندې نومول. د غربي رسنیو او د دوی
د سیاستوالو دا ناوړه وېش یوه عادي خبره نه ده او تر شا یې خطرناکه سیاسي اجنډا
پرته ده. دوی په لوی لاس دغه وېش په رسنیو کې رواجوي او غواړي د ټولو افغانانو، د
اسلامي امارت د چارواکو او مجاهدینو اذهان هم له دغه ډول اصطلاحاتو سره بلد کړي او
خپلې خبیثانه اجنډا ته چې د اسلامي امارت د وحدت له منځه وړل او د دوی وېشل دي،
لاره هواره کړي.
که موږ یو څو لسیزې وړاندې د شوروي اتحاد پر
وړاندې د افغانانو تاریخ مطالعه کړو. غرب، افغان مجاهدین په خپله خطرناکه لومه کې
وغورځول. دوی په لوی لاس او خورا ځيرکۍ سره افغان مجاهدین په لویو او کوچنیو ډلو
او احزابو، چې نژاد، ژبه، سمت او مذهب پکې د تعصب د سرچينې په توګه له ورايه ښکارېدل،
ووېشل. غرب باالاخره بریالی شو، چې همدغه جهادي احزاب له یو بل سره وجنګوي او په
دې سره یې په افغانستان کې د یوه ځواکمن اسلامي دولت د جوړېدو مخه ونیوله. غرب
غواړي خپل دغه خصمانه مکر او چل یو ځل بیا وکاروي.
مګر د اسلامي امارت یوه لویه لاسته راوړنه او
هوښیاري دغه ده، چې هم یې له امریکايي ښکېلاک سره د جهاد پر مهال او هم یې اوس د
حکومت او واک پر مهال داخلي وحدت او ثبات خورا ټینګ ساتلی دی او دښمن ته یې دا
چانس نه دی ورکړی، چې دوی په کوچنیو او لویو ډلو باندې وویشي. دا رښتیا هم ډېره
مثبته خبره ده. نو بنسټیزه مسئله دا ده چې اسلامي امارت باید د غرب دغه مکر او چل
ته متوجه وي. اسلامي امارت باید غربي ډيپلوماتانو او سیاستوالو ته ددې موقع او
فرصت په لاس ورنه کړي چې دوی د اسلام د تطبیق او نورو سیاسي مسایلو او موضوعاتو په
اړه وویشي او دښمن ته د نفوذ لاره پرانیزي. ځکه همدومره درد او ستونزې کافي دي چې
غرب له یوې پېړۍ زیات وخت کېږي چې لوی اسلامي امت یې په کوچنیو جغرافیو وېشلی دی
او بیا یې ددې وېشل شوې جغرافیې چارواکي د خپل ځان مزدوران کړي دي. بلکې اسلامي
امارت باید د اسلامي امت لپاره د ستر اسلامي دولت د بيا تاسيس لپاره د اسلامي امت
د وېشل شوو برخو د وحدت پیلامه شي.
له بل اړخه پر مسلمانانو باندې واجب ده چې د
قدرت، سياست او عقیدې له اړخه وحدت ولري. ځکه عقيدوي بېلتون د ارتداد سبب کيږي او
په قدرت او سياست کې د مسلمانانو بېلتون بغاوت دی او د مسلمانانو د قوت او ځواک
رمز هم یوازې په وحدت او یووالي کې دی. په دې اړه الله سبحانه و تعالی وايي:
وَأَطِيعُوا اللّهَ وَرَسُولَهُ
وَلاَتَنَازَعُوافَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُکُمْ (انفال: ۴۶)
ژباړه: د الله سبحانه و تعالی او د هغه د
رسول [قران او سنتو] اطاعت وکړئ او له یو بل سره نزاع مه کوئ، ځکه چې په نزاع سره
پاشل کېږی او ځواک او زور مو له منځه ځي.