له هغه وروسته چې د اسلامي امارت له خوا په کورنیو او
بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګېد، په نړیواله کچه پر اسلامي امارت د فشار
غوښتنې ډېرې شوې. ځینو دا تمه له امریکا کوله چې پر اسلامي امارت فشار راوړي او آن
داسې رپوټونه هم خپاره شول چې امریکا د فشار پر لارو چارو غور کوي. د اسلامي امارت
پر مشرانو لا زیات محدودیتونه، د سفر بندیز، اقتصادي بندیزونه او ځینې نور فشارونه
هغه څه دي چې امریکايي رسنۍ یې په اړه خبرې کوي. که څه هم ځیني دا محدودیتونه له
وړاندې شته، خو اوس یې د زیاتېدو خبره کېږي. د اسلامي امارت له خوا پرله پسې هغه
ګامونه چې امریکا او په ټوله کې لوېدیځ خپه کوي، ددې لامل شوي چې له اسلامي امارت
سره د چلند په اړه بحثونه زور واخلي، خو حیرانوونکې دا ده چې په ټولو مهمو او
ستراتیژیکو بحثونو او لیکنو کې واحد نظر دا دی چې له اسلامي امارت سره اړیکې باید
پرې نه شي.
مشهورې غربي رسنۍ پولیټیکو په یوه تحلیل کې ویلي له
اسلامي امارت سره د امریکا د نیمبندو اړیکو د پرې کېدو ګواښ هغه ګامونه له خنډونو
سره مخ کړي چې امریکا یې غواړي د اسلامي امارت د وروستیو ګامونو پر وړاندې واخلي.
دا رسنۍ وايي چې له اسلامي امارت سره اړیکې د امریکا لپاره خورا مهمې دي او ځانګړی
استازی ټام ویسټ یې د همدې اړیکو لپاره هڅې کوي. آن ځینو کارپوهانو پکې دا خبره
هم کړې ده چې امریکايي اړخ دې ډیپلوماتیک اصول څنګ ته کړي او په کندهار کې دې د امارت
له مشر سره خبرې وکړي، خو ورسره یې دا اندېښنه ښودلې چې هغه به له امریکايي اړخ
سره خبرو ته حاضر نه شي. اوس پوښتنه دا ده
چې امریکا ولې غواړي له اسلامي امارت سره په هر حال اړیکې وساتي؟
امریکا په افغانستان کې اوس نظامي، سیاسي او ډیپلوماتیک
حضور نه لري. که څه هم د بې پیلوټه الوتکو پر مټ پر افغانستان د هوا له لارې دوامداره
څار ساتي، خو غواړي د نادولتي بنسټونو او نورو لارو چارو په وسیله په افغانستان
کې استخباراتي حضور وساتي او بیا همدا لارې د سیاسي نفوذ لپاره هم وکاروي.
امریکايي چارواکي په دې پوهېږي چې پر امارت فشار به هغوی لا زیات غبرګون ته اړ کړي
او په دې سره به ټولې هغې دروازې بندې شي چې امریکا ته په افغانستان کې د
استخباراتي او سیاسي حضور زمینه برابروي.
د امریکا لپاره تر دې مهمه دا ده چې دوی اسلامي امارت په
نظامي زور مات نه کړ، اوس غواړي په سیاسي لوبو اسلامي امارت له خپل مسیر را وګرځوي
او په دې ډول خپلې ګټې خوندي کړي. که امارت هر څومره داسې ګامونه واخلي چې په
لوېدیځ کې غوغا جوړه کړي، خو امریکا بیا هم ورسره د اړیکو ساتلو هڅه کوي، ځکه چې
دوی فکر کوي د اسلامي امارت د مسیر د بدلولو یوازینۍ لاره همدا ده چې اړیکې ورسره
وساتل شي، سیاسي لوبه ورسره وشي او هغوی په نړیواله ټولنه او امریکايي نړیوال نظم
کې ور ګډ او ذوب کړي. له دې سره امریکا غواړي له امارتي چارواکو سره د اړیکو له
لارې د هغوی په منځ کې اختلاف او نفاق ته لمن ووهي، په ډلو او ګروپونو یې وویشي او
درز پکې پیدا کړي. له همدې کبله د امریکايي چارواکو او رسنیو په څرګندونو کې ( ښه
او بد طالبان، سخت دریځي او نرم دریځي طالبان، کندهاري طالبان، حقاني شبکه) او دې
ته ورته نور اصطلاحات وینو. دوی غواړي په دې ډول امارت وویشي او د همدې لپاره
غواړي له امارت سره اړیکې وساتي او دا اړیکې ورته پر هر حال مهم دي. امریکايي فکري
او څېړنیز مرکزونه، مهمې رسنۍ او سیاستوال همدا اړتیا درک کوي او پرې ټینګار کوي.