له امریکايي پیغامونو سره د اسلامي همکاریو سازمان غونډه
12/21/2021 | زمری افغان

Print


د اسلامي همکاریو سازمان ‍د افغانستان په تړاو په اسلام‌اباد کې غونډه وکړه او له افغانستان سره یې د بشري مرستو او نورو مسایلو په تړاو خبرې وکړې. غونډه د سعودي پاچا په غوښتنه او د پاکستان په کوربه‌ توب جوړه شوې وه. دې غونډې څه پرېکړې وکړې او ایا د افغانستان د ستونزې له حل سره یې کومه مرسته وکړه؟
په افغانستان کې د امریکا له ماتې او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په ټوله اسلامي نړۍ کې له افغانستان، مجاهدینو او افغانانو سره مینه او د مرستې روحیه زیاته شوه. بیا وروسته چې کله افغانستان د امریکا له بندیزونو سره مخ شو او اقتصادي سونزې زیاتې شوې، نو ډېری مسلمانانو غوښتل چې باید اسلامي نړۍ له افغانستان سره مرسته وکړي. پر اسلامي نړۍ واکمنو خاینو چارواکو ددې لپاره چې عام مسلمانان له افغانستان سره د ر‍‍‍‍ښتینو مرستو لپاره ګام پورته نه کړي، له خپله اړخه له افغانستان سره د مرستو غږونه پورته کړل او د تېر په څېر یې بیا یوه ناکاره پرزه وکاروله. د اسلامي همکاریو سازمان چې یو بې مانا او آن د مسلمانانو په زیان سازمان دی، ددې لپاره وکارول شو چې د اسلامي هېوادونو خاین چارواکي خلکو ته ووایي چې دوی له افغانستان سره د مرستې لپاره یو څه کوي، خو د دې سازمان کارول خپله د همدې لپاره وو چې دوی هېڅ نه کوي‌ او یوازې سمبولیک کار کوي،‌ څو د مسلمانانو په سترګو کې خاورې وشیندي او له افغانانو سره د مسلمانانو د رښتینې مرستې مخه ونیسي. له بله اړخه د دې سازمان غون‍ډه د دې لپاره وکارول شوه چې امریکايي پیغامونه اسلامي امارت ته ورسول شي.

د اسلامي همکاریو د سازمان دا غون‍ډه هم د تل په څېر د امریکا او غرب له خوا د ټاکل شوو سرو ک‍رښو په منځ کې وه. له همدې امله هېڅ داسې څه یې ونه کړل چې د افغانستان د ستونزې له حل سره مرسته وکړي.‌ دغه سازمان هېڅکله د مسلمانانو کومه ستونزه نه ده حل کړې او آن زیان یې رسولی دی، ځکه د دغه سازمان شته‌والي د یوه پ‍یاوړي اسلامي دولت د جوړېدو په مخنیوي کې هم رول لوبولی دی. دا سازمان نه یوازې یو بې ګټې سازمان دی، بلکې د مسلمانانو په زیان دی، ځکه چې که دا سازمان نه وای، نو خلکو به پر دې لا زیات فکر کاوه چې د مسلمانانو یو مدافع جوړښت باید رامنځته شي
.

د افغانسان په تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان یوه پرېکړه هم داسې نه وه چې یا افغانانو ته واقعي ګټه ورسوي او یا هم د امریکا سرې کرښې ماتې کړي. د امریکا پرېکړه لا هم دا ده چې اسلامي امارت باید په رسمیت ونه پېژندل ش‍ي، د اسلامي همکاریو سازمان د امریکا د خو‍ښې لپاره پر دې موضوع بحث هم ونه کړ. له بله اړخه امریکا پر افغانستان بندیزونه لګولي، دغه سازمان د بندیزونو د لرې کولو غږ ونه کړ، بلکې یوازې دومره یې وویل چې دا بندیزونه باید بشري مرستې اغېزمنې نه کړي. دا هغه غږ دی چې په امریکا کې هم کېږي. د امریکا تګلاره دا ده چې له اسلامي امارت سره به نغدي مرستې نه کېږي، نو ځکه د اسلامي همکاریو په سازمان کې هم له افغانستان سره د نغدي او مشخصو مرستو اعلان ونه شو. د امریکا تګلاره دا ده چې له افغانستان سره مرستې باید بشري مرستو په چوکا‍ټ کې وي، د اسلامي همکاریو سازمان هم همدا لاره غوره کړه او له افغانستان سره یې د بشري مرستو لپاره د خیریه صندق د جوړولو خبره وکړه.‌

 د امریکا تګلاره دا ده چې له افغانستان څخه بیا بیا په اصطلاح د ترهګریز ګواښ یادونه کوي، د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه هم دا خبره په تکرار یاده شوه. امریکا پر اسلامي امارت د فشار ل‍پاره ‍ټولشموله حکومت، بشري حقونه او نور موضوعات یادوي، همدا مسایل د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې هم تکرار شول. لنډه دا چې د اسلامي همکاریو سازمان د امریکا ټولې سرې کرښې مراعات کړې او آن امریکايي غوښتنې یې د خپلې غونډې له لارې یو ځل بیا اسلامي امارت ته وړاندې کړې.
د افغانستان په تړاو د اسلام‍ي همکاریو د سازمان غونډې یو ځل بیا ثابته کړه چې دا سازمان د امریکا د خو‍ښې خلاف هېڅ نه ش‍‍ي کولی او آن د امریکايي ګټو لپاره استعمالېږي. دغه سازمان د اسلام‍ي نړۍ یوه ستونزه هم نه ده حل کړې او نه هم د افغانستان ستونزه حل کولی شي. له همدې امله پر داسې سازمانونو او جوړښتونو د تکیې پر ځای باید د یوه پیاوړي اسلامي دولت د جوړولو لپاره هڅې وشي. داسې دولت چې د یوه مسلمانې خور د ‍ژغورلو لپاره پوځ ولېږي او بل دولت ونړوي، داسې دولت چې په غیر اسلامي هېواد کې فحشا بنده کړې، داسې دولت چې له امریکا او اروپا جزیه واخلي او داسې دولت چې له ویرې یې کفري دولتونه ولړزیږي.‌ همداسې دولت د اسلام غوښتنه ده او همدا دولت د ټولو مسلمانانو ستونزې په واقعي ډول حل کولی شي




   ارسال نظر