د حزب التحریر پېژندنه
حزب التحریر یو سیاسي او ایډیولوژیک حزب دی، چې بنسټ یې اسلام او موخه یې د اسلامي دولت (خلافت) په واسطه د اسلامي ژوند بیا راګرځېدل دي، چې د همدې دولت له لارې اسلام پلی او دعوت نړۍ ته ورسوي. دغه حزب په فرد پورې منحصر ثقافت او فرهنګ چمتو کړی، چې د ژوند د چارو په اړه اسلامي احکامو پکې شته. دا حزب اسلام د فکري رهبرۍ په توګه پېژني، چې د ژوند نظامونو سرچینه ترې اخیستې او د انسان ټولې ستونزې؛ لکه سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او داسې نورې حلوي. حزب ښځینه د نارینه وو په څېر د خپلو غړو په توګه منلې او ټول خلک د اسلام لور او د یاد نظام مفاهیمو او نظامونو ټاکنې ته دعوتوي؛ که نژادونه او مذهبونه یې بې شمېره او ډول ډول هم وي، ټولو ته د اسلام په نظر ګوري. حزب خپلې موخې ته د رسېدو لپاره له امت سره پر تفاعل (سیاسي او فکري مبارزه) معتقد دی د ښکېلاک له فکري رهبرۍ څخه د امت د ازادۍ او له اسلامي خاورو څخه د ښکېلاک د فرهنګي، سیاسي، نظامي، اقتصادي او نورو رېښو په ایستلو کې له ښکېلاک سره په ټولیز ډول مبارزه کوي. د مفاهېمو بدلون او ناسمو برداشتونو په لاره کې فعالیت کوي، چې ښکلاک خواره کړي او اسلام یې یوازې په عبادت او اخلاقو کې منحصر کړی.
حزب التحریر یو نړیوال حزب دی چې مبدا یې اسلام او فعالیت یې فکري عمل او سیاسي مبارزه ده. دغه حزب په ۱۹۵۳م کال کې شیخ تقي الدین نبهاني رحمه الله په رهبرۍ یو شمېر علماوو او مجتهدینو تاسیس کړی دی. حزب التحریر په اسلامي خاورو کې د ټولنې په ټولو برخو کې د اسلامي ژوند او خلافت دولت بیا راژوندي کېدو په موخه فعالیت کوي؛ چې د بشر د ژوند په ټولو برخو کې الهي احکام او شریعت پلی کړي. حزب التحریر د ازادي‌غوښتونکې ډلې په معنی دی او د عربي د «حریت او تحریر» له مصدر نه اخیستل شوی، چې الله سبحانه وتعالی د نساء سورې په ۹۲یمه آیه کې درې ځله دا کلمه کارولې ده او فرمایي: «فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ»؛ مومن غلام ازاد کړئ. نو پر همدې بنسټ، حزب التحریر د داسې ډلې او ټولي په معنی دی چې هڅه کوي تر څو اسلامي امت د غربي او غیر اسلامي مفاهیمو، افکارو، احساساتو او نظامونو له قید څخه وژغوري. حزب التحریر یو سیاسي جوړښت دی. یو روحي، علمي یا ښوونیز تشکیل او خیریه بنسټ نه دی؛ اسلامي مفکوره یې د جسم روح، هسته او د ژوند راز ده.
د غربي سېکولر نظام خلاف په اسلام کې د دین او سیاست تر منځ هېڅ بېلتون نشته او په اسلام کې سیاست د هغې عقیدې او احکامو پر بنسټ د خلکو د چارو تنظیم په معنی دی چې الله سبحانه وتعالی پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړي. سیاست د اسلام له لیدلوري یو مقدس کار دی. لکه څنګه چې مسلم له ابو حازم څخه روایت کړی چې ما له ابوهریره سره پنځه کاله ناسته ولاړه درلوده، له نوموړي څخه مې واورېدل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې دغه حدیث روایت کاوه او ویې ویل: «کانت بنو اسرائیل تسوسهم الأنبیاء، کلما هلک نبی خلفه نبی، و إنه لا نبی بعدی و ستکون خلفاء فتکثر، قالوا: فما أمرنا؟ قال: فوا ببیعة الأول فالأول و اعطوهم حقهم، فإن الله سائلهم عما استرعاهم.» ژباړه: بني اسراییل پیغمبرانو رهبري کول، هر کله به چې پیغمبر وفات کېده، بل پیغمبر به یې ځایناستی کېده، خو له ما وروسته بل پیغمبر نشته، خو خلیفه ګان به ډېر وي. ویې ویل: نو موږ ته څه امر کوې؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په لومړی بیعت له هغه سره ژمنه وکړئ او حق یې ادا کړئ، ځکه الله سبحانه وتعالی به د هغه څه په اړه له دوی څخه پوښتنه وکړي، چې ورته سپارلي یې دي.
د حزب التحریر موخه د اسلامي ژوند د بیا راګرځول او نړۍ ته د اسلامي دعوت رسول دي. د دې موخې مفهوم په اسلامي ټولنه او دارالاسلام کې اسلامي ژوند ته د ژوند او معیشت له پلوه د مسلمانانو راګرځول دي. په داسې ډول چې د ژوند ټولې چارې پکې د شرعي احکامو اړوند مخ ته ولاړې شي او لیدلوری پکې حلال او حرام د خلافت تر سیوري لاندې وي. هغه دولت چې مسلمانان خلیفه پکې ټاکي او له نوموړي سره په سمع او طاعت -د الله سبحانه وتعالی د کتاب او رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر حاکمولو او نړیوالو ته د جهاد او دعوت لارې د نړیوال رسالت په توګه د اسلام په رسولو- بیعت کوي. حزب التحریر غواړي چې امت په سم ډول او په مستنیر (روښانه) فکر پر پښو ودروي او هڅه کوي چې د امت پخوانی عزت او شوکت تر لاسه کړي. داسې چې د چارو مخ ته وړل د دولتونو، امتونو او نورو قومونو څخه په لاس کې واخلي، د نړۍ زبرځواک دولت لکه څنګه چې مخکې و، تاسیس کړي او سیاست یې د اسلامي احکامو او عقیدې مطابق مخ ته یوسي. پر دې سربېره، موخه یې د بشر لارښوونه او له کفري نظامونو او افکارو سره د مبارزې لپاره د امت رهبري ده؛ چې اسلام د ځمکې ټوله کره ونیسي.
حزب التحریر د خپل فعالیت طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرته اخیستې ده. که په دقت سره له مکي دوران څخه په مدینه کې د اسلامي دولت تر تاسیس پورې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژوند مطالعه شي، دا ترې استنباط کېږي چې لاندې درې مشخص پړاوونه پکې دي: لومړی ـ د تثقیف پړاو؛ په دغه پړاو کې په حزبي فکرې او طریقې د مومنو کسانو روزنې په موخه هغوی ته تدریس کېږي، تر څو حزبي کتله تشکیل او جوړه شي. دویم ـ د تفاعل (فکري او سیاسي مبارزې) پړاو، په دغه پړاو کې له امت سره کار کېږي، چې د اسلام رسولو لپاره چمتو شي او اسلام د خپلې برخلیک ټاکونکې قضیې په توګه وپېژني او د پلي کېدو لپاره یې په ژوند کې فعالیت وکړي. درېیم ـ دا پړاو د حکومت د تسلیمېدو او په داخل کې د اسلام د هر اړخيز او انقلابي پلي کېدو پړاو دی، چې اسلام د نړیوال رسالت په توګه د دعوت او جهاد له لارې ټولو نړیوالو ته ورسوي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مکه کې خپل فعالیتونه پر فکري او سیاسي مبارزو متمرکز کړي وو او عام افکار یې په عمومي بڼه اسلام ته رابلل او د وخت د حکامو پر وړاندې یې فکري او سیاسي مبارزه کوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلکو کې اسلامي افکار خورول او له خسته‌ګۍ پرته یې د هغو د تطبیق او پراختیا لپاره دعوت کاوه. نو حزب همدې طریقې ته ژمن دی او پیروي يې واجب بولي. پر همدې بنسټ، حزب التحریر د اسلامي افکارو د خپرولو لپاره له خلکو سره د تفاعل له لارې او د اسالېبو په کارولو لکه: تثقیفي حلقو، لکچرونو، سمینارونو، کنفرانسونو، انټرنېټي پاڼو او د مجلو او کتابونو په چاپولو سره پراخ فعالیت او هڅه کوي؛ ترڅو غیر اسلامي حاکم نظامونه وننګوي او پر ځای یې د ژوند د طریقې په توګه بشپړ اسلامي نظام، چې د دولت او ټولنې د چارو د تنظیم وړتیا لري، وړاندې کړي. حزب د اسلامي امت او سیاسي نړۍ پېښې د اسلامي عقیدې له لیدلوري تحلیلوي او د امت مصالح د اسلام د مختلفو نظامونو لکه حکومتي، اقتصادي، ټولنیز او نورو پر بنسټ تبني کوي او د ټولنې د ټولو ستونزو لپاره ځانګړې حل لارې وړاندې کوي. همدارنګه کفري افکار او سیاسي رهبران چې کفارو يې وسیله په اسلامي خاورو کې خپل حاکمیت ټینګ کړی، چې د اسلامي نظام د بیا راتګ او پلي کېدو خنډ کېږي؛ سخت برید پرې کوي او پر وړاندې یې مبارزه کوي. د حزب التحریر طریقه له جزیاتو سره د قران او سنتو مطابق د «بدلون لپاره د حزب التحریر تګلاره» او «د حزب التحریر معرفي» کتاب کې په تفصیل سره شته ده.
حزب التحریر عرب، غیر عرب، سپین پوستی، تور پوستی، نارینه او ښځینه د خپلو غړو په توګه مني؛ ځکه داسې حزب دی چې ټول مسلمانان د اسلام پر غاړه اخیستو لور او د نظامونو منلو ته یې رابولي. د قوم، رنګ او مذهب په پام کې نیولو پرته ټولو ته د سلام له لید ګوري. په دغه حزب کې د خلکو د جذب طریقه د اسلامي عقیدې منلو، په حزبي ثقافت کې پخېدلو، اسلامي واجباتو ته ژمنتوب او د حزب د افکارو او رایو د غوره کولو په وسیله وي. نو پر دغه اساس، هغه اړیکه چې د حزب خلک سره یوځای کوي، له اسلامي عقیدې او حزبي ثقافت نه یې سرچینه اخیستې ده. باید وویل شي چې په حزب کې د ښځینه وو حلقې له نارینه وو بېلې وي او د ښځو د حلقو سرپرستان یې خاوندان، محارم او یا خپله ښځې وي.
له دې سره چې اسلام نړیواله مبدا او ایډیولوژي ده، خو طریقه یې دا سې نه چې له پیله په نړیواله توګه کار او فعالیت ورته وشي؛ بلکې اړتیا ده چې په نړیواله توګه خلک ورته راوبلل شي. د کار او فعالیت سیمه یې په یوې یا څو خاورو کې ټاکل کېږي، چې په دغه سیمه کې تمرکز ومومي او سلامي دولت هلته پر پښو ودرېږي. له شک پرته چې ټوله نړۍ د اسلامي دعوت وړ ده، خو د اسلامي خاورو خلک په اسلام مشرف او فرمانبردار دي؛ نو اړتیا ده چې دعوت له همغه ځایه پیل شي؛ ځکه عربي هېوادونه چې د اسلامي خاورو برخه دي او په عربي ژبه خبرې کوي او همدارنګه عربي ژبه د اسلام جوهري عنصر او د قران او حدیث او د اسلامي ثقافت او فرهنګ د بنسټیزو توکو ژبه ده؛ نو د دغه دعوت د پیل او رسولو لپاره تر ټولو غوره ځایونه عربي خاورې دي. باید یاونه وکړو چې حزب التحریر د عربي خاورو په یوه برخه کې ایجاد شوی او له همدې خاورو یې دعوت پیل کړ. وروسته یې په طبیعي بڼه د دعوت پراخوالی پیل کړ، په داسې کچه چې نن د نړي له ۵۰ په ډېرو هېوادونو هم په اسلامي او هم غربي خاورو کې یې دعوت دوام لري.
د حزب التحریر فعالیت پټ نه دی او موږ په ښکاره په خلکو کې دعوت کوو. د یادولو وړ ده چې د دعوت له لومړي (تثقیف) له پړاو څخه د یو شمېر کسانو ناسم فهم د دې لامل شوی، چې زموږ فعالیتونه پټ وبولي. حزب د یو فعال خوځښت په توګه کلونه وړاندې د مخفي او پټ دعوت پړاو پای ته رسولی او له ټولنې سره یې مستقیم تفاعل پیل کړی دی. په حزب پورې تړلي کسان په ټولنه کې دي او خپل چټګ فعالیت یې پیل کړی او د خلکو له مختلفو فشرونو سره نېغ په نېغه په اړیکه کې دي. تاسو باید پر دې ټکي پوه شئ چې د حزب ورځنۍ چټکې او ډېرېدونکې بریاوې، چې دولت یې ډار کړی، له ټولنې او خلکو سره له نېغې او مستقیمې اړیکې پرته ناشونې دي.
په غرب کې د حزب التحریر فعالیت داسې دی چې مسلمانان اسلامي ژوند ته رابولي، تر څو خپل عملونه او فکرونه د اسلام مطابق تنظیم کړي او د خپل اسلامي هویت په ساتلو له نورو مسلمانانو سره د اسلامي امت د یوې برخې په توګه د راشده ثاني خلافت د بیا راژوندي کېدو لپاره مبارزه وکړي. پر همدې اساس، په غرب کې د حزب التحریر فعالیتونه د نظام د بدلون لپاره نه دي، بلکې اسلام په فکري توګه حمل کوي، چې هغوی د اسلامي ژوند پر بیا راتګ، څرنګه چې الله سبحانه وتعالی وحی کړې، قانع کړي. همدارنګه حزب په دې هڅه کې دی چې هغوی له سېکولر غربي نظام څخه راوګرځوي، چې له یوې پېړي راپدېخوا یې د بشریت رهبري په لاس کې اخیستې او له بشري اړتیاوو پوره کولو څخه بې وسه شوی او خپله ناکامي تجربه کوي.
د دې پوښتنې لپاره لنډ ځواب دا دی چې د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم داسې نه دي کړي؛ یعنې په دې معنی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د الهي نظام د تاسیس او او په مکه کې یې د پراخوالي لپاره جګړه نه ده کړې؛ چې دا موضوع د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سیرت څخه په بشپړه توګه ښکاري او د بحث وړ نه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاکمو مفکورو او د جاهلیت د دودونو او رواجونو پر وړاندې یوازې سیاسي او فکري مبارزه وکړه، چې اسلامي افکار حاکم او پلي شي. خو بشپړ ځواب یې دا دی چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم طریقه او تګلاره له عامه افکارو او ټولنیز حالت څخه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیاسي پوهې پر بنسټ وه؛ چې د ټولو هغو باطلو نظامونو، افکارو او دودونو پر وړاندې یې مبارزه کوله، چې مشرکینو یې پیروي کوله. دغه سیاسي او فکري مبارزه همزمان له کوم مصلحت پرته تنده او تېزه پر مخ ته روانه وه، چې د شهادت له کلمې « لااِلاه اِلاالله» څخه یې په څرګنده توګه درکولی شو. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سیاسي مبارزو کې مهم ټکی د حق او باطل مخ کېدل دي، چې هر یوه له ځانګړو مفاهېمو او افکارو سرچینه اخیستې وه؛ ځکه بت ته عبادت کړل یو فکري امر دی. نو پر همدې اساس، د هغوی پر وړاندې په فکري توګه مبارزه معقوله او غوره بلل کېږي. مرمۍ او ټوپک هېڅکله د یو چا مفکوره نه شي بدلولی، بلکې یوازې فکر، بل فکر بدلولی شي. له همدې امله ټولنه د فکري مبارزې او سیاسي دعوت له لارې بدلون کوي. په دغه پړاو کې د وسلو کارول ښايي خلک په زور زموږ تابع کړي، خو په هېڅ صورت خلکو ته قناعت نه شي ورکولی. هغه دولتونه چې د زور له لارې پر خلکو حکومت کوي او خلک یې په افکارو او د حکومتولۍ په تګلاره عقلا قناعت نه لري؛ داسې حکومتونه له نسکورېدو سره مخ دي. هر کله چې خلک د مبارزې او مقابلي وس پیدا کړي، د داسې دولتونو پر وړاندې درېږي او نسکوروي يې. ښکاره بېلګه یې د عربي هېوادونو د ظالمو حاکمانو لکه قذافي، مبارک او داسې نورو نسکورېدا ده؛ چې له ډېرو کلونو وروسته د خلکو له قیام سره مخ شول. نو پر دغه اساس د سنتو مطابق په سیاسي مبارزه او فکري عمل چې په ټولیز ډول سیاسي دعوت دی او د ټولنې د بدلون لامل کېږي، حزب همدې ته ژمن دی.
حزب التحریر په داسې حالت کې په امت کې راښکاره شو چې د سیاسي اسلام په توګه د خلافت مفکوره په ۱۹۲۴م کال کې د خلافت دولت تر نسکورېدو وروسته په ټولیز ډول د اسلامي امت له سیاسي حافظې څخه وتلې وه. د حزبونو، اخلاقي او خیریه ډلو یو نسل چې تش په نامه او له سمې تګلارې پرته يې د امت د بیدارۍ او نهضت لپاره فعالیت کاوه؛ ناکامې شوې. په دې وخت کې د شیخ تقي الدین نبهاني په مشرۍ د علماوو یوې پياوړې ډلې د حزب التحریر تر نامه لاندې خلافت د برخلیک ټاکونکې، د امت د مرګ او ژوند قضیې او د ټولنې د ټولو ستونزو د حل لپاره اسلامي امت ته معرفي کړ. حزب التحریر په دې لاره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدلون طریقې مطابق د حاکمې فضا مخالفت په موخه په امت او نړۍ کې خپل برخلیک ټاکونکی خوځښت او حرکت پیل کړ. حزب التحریر د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسیر تر اوسه لاندې لاسته راوړنې کې تر لاسه کړې دي: حزب التحریر د خلافت مفکوره د اسلام د سیاسي مشروع نظام په توګه په امت کې بیا راژوندۍ کړه. حزب التحریر د خپلې سیاسي مبارزې او فکري عمل په پایله کې عام افکار د سیاسي پوهاوي مطابق، چې له اسلامي عقیدې څخه اخیستل شوي؛ د اسلامي نظام (خلافت) د تاسیس لپاره په امت کې نوي جوړ او تشکیل کړل. د حزب التحریر مبارزې په مستقیم او غیر مستقیم ډول پر نورو اسلامي ډلو او حزبونو اغېز کړی، چې بالاخره هغوی هم یو په بل پسې د خلافت تاسیس ته په خپلو موخو کې ځای ورکوي او یا حد اقل په خپلو شعارونو کې یې کاروي. حزب التحریر هغه متقابله اړیکه چې د حکامو او رعیت تر منځ د خیانت او ګمراهۍ پر بنسټ موجوده وه، له منځه یوړه او اوس اسلامي امت مزدور حکام، جبریه نظامونه او استعماري برنامې پېژني. حزب التحریر په دوامداره توګه امت ته له استعماري دسیسو څخه خبر ورکوي او په دې برخه کې یې په بصیرت سره د سترګو او غوږ په څېر د امت باور تر لاسه کړی؛ چې تر ټولو لویې بېلګې یې د فلسطین په قضیه کې د عربي نظامونو د خیانت ښکاره کول، داسراییلو د ساتنې او په رسمیت پېژندلو لپاره د «فلسطین منظمة التحریر» د تاسیس له موخې څخه پرده پورته کول، د سوډان تجزیه او نور دي. حزب التحریر د خلافت دولت د ادارې او تشکیلاتو لپاره د تدوین شوو کتابونو په لړ کې بشپړ تصویر په مختلفو ژبو امت ته وړاندې کړی دی. حزب التحریر د شرعي دلیل د قوت پر بنسټ دستور (اساسي قانون) د خلافت دولت لپاره چمتو کړی، چې هره شېبه د پلي کېدو وړ دی. حزب التحریر له دغو فعالیتونو سره همزمان خپل دعوت د واک په خاوندانو کې متمرکز کړی، چې د طلب النصرې په واسطه د راشده خلافت دولت د تاسیس لپاره په شرعي طریقه د چارو واګې وسپاري او د ټولنې په ټولو برخو کې لکه افرادو، افکارو او نظام کې بنسټیز بدلون رامنځته کړي؛ چې د نړي غوره امت د خپل اصلي رسالت په مسیر کې دقیق ډول رهبري کړي.
حزب التحریر په اسلامي خاورو کې یو غوره او فعال سیاسي حزب دی. تل خاین حکام محاسبه کوي او په اسلامي خاورو کې د استعمار د مزدورانو او رهبرانو شتون له ګواښي. دغه ظالم او مزدور رژیمونه زموږ د فعالیتونو په لاره کې خنډ کېږي او د حزب دعوتګر غړي زنداني او شکنجه کوي او حتی په شهادت يې رسوي. د مکي دعوت په وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم او پیراوان یې د الله سبحانه وتعالی د دین خپرولو او پلي کولو لپاره له ورته برخلیک سره مخ شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې زموږ د سیاسي او فکري مبارزې پر وړاندې اوسني ګواښونه د حزب د فعالیتونو بندېدو لپاره تر سره کېږي؛ ځکه هغوی پر خپلو ظالمانه فشارونو سربېره هېڅ ډول فکري قوت نه لري چې د حزب د افکارو پر وړاندې ودرېږي. د حزب التحریر د فعالیتونو پر بندېدو، ځورونې او وېرونې سربېره د حزب افکار لومړی د الله سبحانه وتعالی په فضل، وروسته د ډېر شمېر نارینه وو، ښځو، سپین ږیرو، ځوانانو او مسلمانو پوهانو په قربانۍ د ټولنې پر فضا اغېز کړی دی.
د حزب التحریر اوسنی رهبر، ستر عالم، زبردست مجتهد شیخ عطاء بن خلیل ابورشته حفظه الله دی. نوموړي د حزب نړیوال فعالیتونه له ۲۰۰۳م کال راوروسته په لاس کې اخیستي دي. د امنیتي ستونزو پر اساس د نوموړي د اوسېدو ځای له نوم اخیستو څخه ډډه کوم.
په هغه صورت کې چې د افغانستان د دولت له لوري غیر اسلامي او د حزب د لوړو موخو مخالف شرط وضع نه شي، موږ د حزب له ثبت او راجستر سره ستونزه نه لرو؛ خو د افغانستان دولت د اساسي قانون او نورو قوانینو منل، چې له اسلامي احکامو سره ښکاره ټکر لري، د راجستر شرط اېښی دی. پر دې سربېره د افغانستان په نافذه قوانینو کې د افغانستان په سرحدونو د حزبونو محدودول شرط اېښودل شوی دی. دغه موضوع هم له اسلام او هم د حزب له موخو سره په ټکر کې ده؛ ځکه اسلام اسلامي امت واحد امت او یو د بل وروڼه پېژني او همدارنګه حزب هم غواړي چې اسلامي خلافت د استعمار د جوړو شوو مرزونو په پام کې نیولو پرته تاسیس کړي. نو په داسې شرایطو کې د حزب راجسترول ناشوني دي.
دغه عمل په دوو دلیلونو سره نه کوي، لومړی په ټاکنو کې د ګډون حراموالي په دلیل او دویم دلیل دا چې حزب صرف واک او قدرت نه غواړي، بلکې د اسلام پلی کوونکی ځواک غواړي. د لومړي دلیل په اړه باید ووایو چې د ډیموکراټیکو نظامونو په ټاکنو کې ګډون د رایې ورکونکي او نوماند دواړو په توګه حرام دی، چې بشپړ دلیلونه یې د حزب التحریر د (ډیموکراسي کفري نظام دی، اخیستل، پلي کول او هغه ته دعوت حرام دی) کتاب کې لیکل شوي دي. همدارنګه په حقیقت کې زموږ مبارزه د ډیموکراټیک نظام له منځه وړل دي، چې په دې صورت کې په ټاکنو کې ګډون هېڅ معنی نه لري. له بل لوري، حزب صرف واک او قدرت نه غواړي؛ بلکې داسې قدرت غواړي چې په وسیله يې اسلام کړی. په هغه صورت کې چې قدرت او دولت د اسلام پلي کولو لامل نه شي، هېڅ ارزښت نه لري او د ګناه لامل کېږي. د همدې دلیلونو پر بنسټ حزب په ټاکنو کې ګډون حرام بللی او نورو اسلامي خوځښتونو او د اسلامي امت فرد فرد ته نصیحت کوي چې په دغه له ګناه ډکه پروسه کې ګډون ونه کړي. پر دې سربېره، حزب خپل غړو ته دا اجازه نه ورکوي چې په پارلمان ګې ګډون وکړي او غړیتوب یې تر لاسه کړي. دغه راز حزب خپلو غړو ته دا جازه هم نه ورکوي چې د ولسمشرۍ ریاست او نورو هغو دولتي پوسټونو ته، چې د حکم په پلي کېدو پورې اړه لري، نوماند شي. له همدې امله حزب د اسلامي خلافت تر تاسیس پورې په دغو پروسو کې ګډون نه کوي. په دې لیل چې په دغو پروسو کې ګډون له شرعي پلوه حرام دی؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د جاهلیت په نظام کې د ګډون لپاره د مشرکینو غوښتنو ته پرېکنده ځواب ورکاوه و او د قدرت د تر لاسه کولو تر وخته يې په ټولیزه بڼه مبارزې ته دوام ورکاوه او د هغو ستونزو پر وړاندې چې مسلمانان د مشرکینو له لوري ورسره مخ کېدل، دوی ته يې د صبر توصیه کوله
حزب د خپلو غړو له صدقو او حق العضویت څخه تمولېږي. باید وویل شي چې د حزب فعالیتونه سیاسي او تثقیفي دي او له همدې امله د ډېر لګښت لامل نه کېږي. معمولا هغه خوځښتونه او حرکتونه لوړو لګښتونو ته اړتیا لري، چې نظامي فعالیتونه کوي او له همدې امله تمویل ته اړ وي. له بل لوري ځینو ډلو او حزبونو په وروستیو کلونو کې د حق العضویت اخیستو پر ځای خپلو غړو ته پیسې ورکولې؛ چې همدې دوو څیزونو دغه حرکتونه د بهرنیانو تمویل ته اړ کړي دي. خو زموږ سیاسي او تثقیفي فعالیتونه لګښت نه لري او هغه لګښتونه چې په دې برخه کې ورته اړتیا ده، له حق العضویت او صدقو څخه تمولېږي. نو پر همدې اساس، د هېڅ هېواد او سازمان له خوا نه تمولېږي او په راتلونکي کې هم نه احساس کېږي.
په اسلامي نړۍ کې ټولې فعالیت کوونکې اسلامي ډلې، که په فکري بڼه، مادي او نورو اسلوبو وي، زموږ مسلمان وروڼه دي، چې د اړتیا په وخت کې په نېکۍ امر او نصیحت ورته کوو. برعکس دا هم غواړو څوک چې زموږ پر طریقه او فکر اعتراض لري، له کراهت پرته موږ نصیحت او په معروف امر کولی شي. موږ یوازې ځان په حقه نه بولو چې پر نورو ډلو او حزبونو د باطل کرښه وکاږو. په بله وینا زموږ او د هغو اسلامي ډلو تر منځ، چې د اسلام پر اساس کار کوي، له اسلامي عقیدې پرته بله هېڅ ډول رابطه نشته.