یو با غروره ولس چې د نړۍ په سوالګرو بدلیږي
12/23/2020 | زمری افغان

Print


ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان نیمايي وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي د افغانستان نیمايي وګړي غذايي مصونیت نه لري او په ۲۰۲۱ کال کې بېړنیو مرسته ته اړتیا لري. اوچا په داسې وخت کې دا خبرې کوي چې افغانان له سخت ژمي سره لاس او ګریوان دي چې د پراخې وزګارتیا تر څنګ پکې لوږه او سخته یخني هم د ډېرو افغانانو لپاره ستر ګواښ دی. ‌
له تېرو نولسو کلونو راهیسې لوېدیځه نړۍ او د دوی متحدین له افغانستان سره د سلګونو میلیاردو ډالرو د مرستې ادعا کوي، خو په دې هېواد کې هر کال تر بل لوږه، وزګارتیا او غربت زیاتیږي. که له یوه اړخه لوږه او وزګارتیا ده، له بله اړخه د غربي نظام د تپلو لپاره د امریکا او ناټو جګړې هم ددې شتمنې خاورې وکړي له سختې وزګارتیا سره مخ کړي دي. اوس هر کال لسګونه زره ځوانان له پوهنتونو فارغېږي، سلګونه زره نور لوستي ځوانان لا پخوا د وزګارو کسانو په ډله کې شته. میلیونونه نور نالوستي او نیمه لوستي کسان چې ډېری یې ورځني او سخت فزیکي کارونه کوي، د کار له نشتوالي سره مخ دي. دوی نه یوازې په کور دننه له دې حالت سره مخ دي، بلکې هغه اسانتیاوې چې پخوا په ایران او پاکستان کې وې، اوس هغه هم نشته. هلته هم افغان کارګران له رواني او فزیکي شکنجې سره مخ دي او ربړول کېږي. ځیني بیا هڅه کوي لوېدیځې نړۍ ته وتښتي او بیا په لاره کې د غلو، کبانو او چاقابرانو د ظلم خوراک شي.
د همدې لوږې په اوج کې پر دې ولس د پانګوالو واکمني ده. چارواکي اوسیاستوال نه یوازې شتمن دي، بلکې هره ورځ پر دې کار او فکر کوي چې څه ډول له دې غریب ولس څخه لا زیاته غلا وکړي او بیا خپله شتمني، د دوبۍ، اروپا او امریکا بانکونو ته ورسوي. همدا د ۱۳۹۸ کال د ۹۱کوډ د لګښت څرنګوالی چې یوې ورځپاڼې خپور کړ، ښيي چې څه ډول چارواکي دلته د وږي او فقیر ولس خوښې او هډونه شپېلي.
 لودیځه نړۍ او امریکا بیا له همدغو چارواکو او سیاستوالو سره یارانه لري او ملاتړ یې کوي. غله چارواکي دلته غلا وکړي او بیا یې د لندن، سویس او امریکا بانکونه ته وړي او هتله پرې عیاشي کوي. همدا هېوادونه چې له فساد سره د مبارزې چیغي وهي، همدغو غلو او مفسدینو ته پناه ورکوي او تورې یې پیسې یې سپينوي.
تر هغو چې دلته همدا تپل شوی نظام وي او تر هغو چې لوېدیځ دلته خپل لاسپوڅي واکمن ساتي، لوږه او غربت به لا زیات شي. یو شتمن، باغروره او با وقاره ولس به لا زیات پردیو ته لاس غځوي او د احمدشاه او میروس نیکه اولاده به د نړۍ پر سوالګرو، غریبو او ذلیلو انسانانو بدلیږي.




   ارسال نظر