قران وهلي غله
12/06/2020 | زمری افغان

Print


د مالیې وزیر د یک شنبې په ورځ ددې وزارت نوو ټاکل شوو اتلسو رییسانو ته قسم ورکړ چې فساد به نه کوي. دوی ټولو پر قرانکریم لاسونه کښودل او لوړه یې وکړه چې دوی به فساد نه کوي او هر څه به راڼه مخ ته وړي. په دوی کې لویه برخه کسان د ګمرکونو او عایداتي ریاستونو رییسان ټاکل شوي دي. مالیې وزارت او بیا ګمرکونونه د فساد سترې سرچینې ګڼل کېږي چې ویل کېږي، پکې میلیاردونه افغانۍ فساد کېږي.
خو ایا دغو رییسانو ته قسم ورکول به ددې سبب شي چې دوی فساد ونه کړي؟
د افغانستان د حکومت د کابینې غړي، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي او نور مهم دولتي چارواکي چې کله دنده پیلوي، دوی هم لوړه کوي او پر قرانکریم لاس ږدي، خو چې عمل ته راشي، نو بیا یې لویه برخه هر ډول مالي او اخلاقي فساد ته لاس اچوي. په تېرو کلونو کې همدغو وزیرانو چې پر قران یې لاس اېښی و چې فساد به نه کوي، تر ټولو ډېر فساد وکړ. دوی پر قران په لاس اېښودو سره نه یوازې دا چې فساد بند نه کړ، بلکې لا یې زیات کړ او په واقعیت کې په قران وهلو غلو او مفسدینو بدل شول.
په افغان حکومت کې فساد چیغي وهي او غلو چارواکو له خپلو بهرنیو شریکانو سره په ګډه دومره فساد وکړ چې خپل حکومت یې د نړۍ په لومړۍ درجه مفسدینو کې راوست. دوی اصلا واک ته یوازې د غلا لپاره راغلي وو او لا هم ډېر چارواکي په همدې انګیزه واک اخلي او تر هغو غلا کوي چې وس یې رسیږي.
لا معلومه نه ده چې نوي قسم خوړلي به فساد کوي او که نه، خو په افغانستان کې د فساد ستونزه چارواکو ته په قسم ورکولو نه حل کېږي، ځکه چې دلته په حکومت او واکمنه فضا کې کپېټلیستي ارزښتونه دومره پیاوړي دي چې پر وړاندې یې شته قوانین او طرز العملونه کمزوري دي. په دې واکمنه فضا کې اصل دا دی چې باید پیسې پیدا شي، دا چې څنګه او څه ډول، ستونزه نشته، ځکه چارواکي او واکمنان هر ډول لاره کارولی شي. شته قوانین هم داسې نه دي چې د دوی لاسونه او پښې ور وتړي او دوی هم له اخلاقي اړخه دومره لوېدلي چې ددې وږي او مظلوم ولس وینې په مینه او لوالتیا سره څښي.  په افغانستان کې د فساد د زیاتوالي یو لامل دا هم و چې بهرنیانو په قصدي ډول غوښتل خپل افغان ملګري مفسد کړي، ځکه په دې سره دوی ته هم د فساد زمینه برابرېدله او هم افغانستان لا زیات د ذلت او خوارۍ لوري ته ټېل وهل کېده.
په افغانستان کې د فساد مخنیوی په قران ورکولو او قسمونو نه کېږي، بلکې شته واکمن ارزښتونه باید له بیخه و ایستل شي. نظام باید په اسلامي اساساتو جوړ شي او واکمن باید داسې اخلاق او تقوا ولري چې غلا ته زړه ښه نه کړي او یوه افغانۍ غلا ورته بده ښکاره شي. په دې ډول به هم په چارواکو کې تقوا وي او هم به د اسلام په واکمنۍ سره داسې قوانین واکمن شوي وي چې څوک به پکې د غلا جراات نه کوي او که یې وکړي، بیا به هرو مرو له حساب کتاب سره مخ کېږي او هېڅ چارواکی او زورواکی به هغه له جزا ونه شي ژغورلی.




   ارسال نظر