روژه او جنت ته د ننوتو تشریفات
03/02/2025 | یوسف ارسلان

Print


ځینې مهم ځایونه او بنسټونه ځانګړې او VIP دروازې لري چې ځانګړي کسان پرې ننوځي او ځانګړي تشریفات پکې وي. په جنت کې هم ځانګړې دروازې دي چې غوره شوي مومنان پرې ننوځي. له دغو دروازو یوه «الریان» ده چې روژه ‌نیوونکو ته ځانګړې شوې. پر دې سربېره، نورې دروازې هم شته چې هره یوه یې ځانګړي پروتوکولونه او تشریفات لري. لکه د جهاد دروازه چې د هغو کسانو لپاره ده چې د اعلاء کلمة ‌الله او د دین د اظهار لپاره هڅې کوي.
نو جنت د باب الریان او باب الجهاد په ګډون اته ځانګړې دروازې لري. دا ښيي چې روژه او جهاد په اسلام کې څومره لوړ مقام لري. له بلې خوا، رمضان او جهاد له تاریخي پلوه ټینګه اړیکه لري؛ ډېری اسلامي فتحې او غزوې په همدې مبارکه میاشت کې شوې دي. نو دا یوازې د عبادت او امساک میاشت نه ده؛ بلکې د جهاد او مبارزې میاشت هم ګڼل کېږي. څومره به ښه وي چې یو مومن هم له «باب الریان» څخه جنت ته ننوځي او هم له «باب الجهاد» څخه. ځکه چې که یو مسلمان لازم شرطونه ولري؛ په یوه وخت کې له ټولو دروازو هم جنت ته ننوتلی شي.




   ارسال نظر