ایا جولاني به طالبانو ته پیغور شي؟
12/26/2024 | یوسف ارسلان

Print


د پروګرام تر پیل وړاندې د هغو مجاهدینو انځورونه ښودل کېږي چې د تمرین پر مهال په صلابت او اراده شعار ورکوي چې «مجاهدون نبني دولة الخلافة»؛ یعنی: موږ مجاهدین د خلافت دولت جوړوو. له دغې له شوره ډکې مقدمې وروسته د الجزیرې خبریال وايي چې د جبهةالنصره له رهبر محمد الجولاني سره ځانګړې مرکه لري. دا مرکه شاوخوا لس کاله مخکې وه؛ هغه وخت جولاني خلکو نه پيژانده او انځور یې هم په امنیتي دلایلو پټ و؛ ځکه چې هغه د یوه «ترهګر» په توګه تر تعقیب لاندې و او امریکا یې پر سر لس ملیونه ډالر ایښي وو.
په دغې اوږده مرکه کې جولاني په ډاګه وايي چې موخه یې د نبوت پر منهج راشده حکومت تاسیس کول دي. هغه په خپلو خبرو کې یو ځای پر اخوان المسلمین او محمد مرسي نیوکه کوي چې: «اخوان المسلمین د غرب ارادې ته تسلیم شوي او آن تر هغه یې ډیر کار کړی چې غرب ترې غوښت... مرسي ملګرو ملتونو ته ننوت؛ د الله د شریعت له مخې یې حکومت ونه کړ او پارلمان، ټاکنې او هر هغه څه یې ومنل چې امریکا ترې غوښتل».
خو څو ورځې وړاندې یې له CNN سره په خپله وروستۍ مرکه کې بیخي بله څېره وښوده. هغه د خپل شخصیتي بدلون او تحول خبره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د جګړې او سولې د وخت باورونه یو ډول نه وي. جولاني یاده کړه چې ښايي پخوا یې ځینې داسې نظرونه لرلي وي چې اوس ورته پابند نه دی؛ ځکه چې تجربې او د وخت تېرېدو ډیر څه ورښودلي. ده زیاته کړه: «څوک چې ځانګړو افکارو یا قواعدو کې ثابت پاتې شي؛ ټولنې نه شي مدیریت کولی». دی له نړۍ غواړي چې که یې په خبرو باور نه لري، کړنو ته یې وګوري او قضاوت وکړي چې په ریښتیا یې بدلون کړی کنه.
د افغانستان حکومت یې دا خبرې «مدبرانه» او «حکیمانه» بولي. خو له بل لوري، په افغانستان کې دا دریځونه له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي. د سوریې په وروستیو بدلونونو کې طالبانو ته ـ چې له نړۍ سره د تعامل هڅه کوي- خپلو دښمنانو پیغور ورکړ. د طالبانو مخالفینو (نشنلستانو او سیکولرانو) له دې فرصته ګټه واخیسته او طالبانو ته داسې پیغورونه ورکوي: «طالبان باید د جامو له بدلون نیولې د ملي ارزښتونو او سمبولونو تر درناوي، ازادیو او د تیر حکومت تر جوړښت پورې له جولاني زده کړي».
د جولاني او د افغانستان حکومت ځیني شعارونه یو دي خو جولاني بیا BBC  سره په مرکه کې ویلي چې هغه د طالبانو په څېر حکومت نه غواړي. څومره چې له نړۍ سره د جولاني تعامل تېزېږي، دولتونه او د طالبانو مخالفین ښايي د سوریې له بدلونونو او تحولاتو څخه د طالبانو پر وړاندې د وسلې او پیغور په توګه استفاده وکړي او هغوی له خپلو فکرونو او دریځونو یې راټیټ کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په وروستۍ خبري غونډه کې وویل چې که طالبان او د سوریې نوی حکومت غواړي په رسمیت وپېژندل شي، نو باید په عمل کې وښيي چې تغییر شوي دي. د طالبانو داخلي مخالفین هم تبلیغ کوي چې له نړۍ سره د طالبانو د تعامل سرعت د جولاني په څېر د «راشده دولت» د جوړولو له ارمانونو څخه د هغوی د شاته تګ تر کچې پورې اړه لري. نړۍ د جولاني دا کار حکمت، هوښیاري او سیاسي بصیرت بولي. په پایله کې، ځینې مجاهدین ښايي د دغو پیغورونو په دام کې راګیر شي او د جولاني لاره ښه وګڼي. سره له دې، داسې کسان به هم وي چې د الهي معیارونو او د خپل ربّ د رضایت پر لوري ځي. دا هغه مجاهدین دي چې د راشده خلافت د تاسیس فکر لري او بریالي خلک به همدا وي.




   ارسال نظر