د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د
شعبان په ۱۱مه د احصایې ملي ادارې په حواله راپور ورکړ چې: «په افغانستان کې د
پنبې تولیدات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي».
د دغه راپور بل مهم ټکی دا دی چې
د احصایې ادارې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې له ریموټ سینسینګ
(Remote Sensing) ټکنالوژۍ
څخه په استفادې د پنبې سروې کړې ده. دا سروې ښيي چې په دغو ولایتونو کې روان کال
۱۵۹ زره متریک ټنه پنبه تولید شوې ده.
په دې کې هیڅ شک نشته چې د اسلامي
دولت یوه اساسي دنده د پوښاک په ګډون د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کول دي. پنبه د
یوه مهم او سټراټیژیک کرنیز تولید په
توګه، په نساجي صنعت کې مهم رول لري. افغانستان او مرکزي اسیا د ډیرو لمرینو ورځو،
د اوبو مناسبو سرچینو او حاصلخیزه کرنیزو ځمکو په لرلو سره د پنبې د تولید لوړ
ظرفیت لري. نو د کرنیزو ځمکو پراخول، د پنبې د تولید ډیرول او کیفیت ښه کول او د
دې لپاره د اړتیا وړ اوبو برابرول باید د دولت د اوبو، کرنې او اقتصادي سیاست په
لومړیتوبنو کې وي. له دې سره د پنبې تولید لوړولی او داخلي اړتیاوې پوره کولی شو.
یوه بله اساسي موضوع د مهم کرنیز
او اقتصادي تولید په توګه د پنبې مدیریت دی؛ خو اوسني حکومت کافي پام نه دی ورته
کړی. ځکه خو د افغانستان د پنبې د تولیداتو لږه برخه د افغانستان دننه د ټوکر،
غالیو، د خوب لوازمو (توشکې، بالښت او ...) او د نساجۍ نورو محصولاتو د تولید
لپاره کارول کېږي او د مناسب صنعت د نشتون په سبب د پنبې د تولیداتو لویه برخه بهر
ته صادرېږي.
د ملي راډیو تلویزیون د راپور پر
بنسټ، یوازې تېر کال د ۲۷۳ ميليون ډالرو په ارزښت پنبه بهر ته صادره شوې ده. سمه
ده چې د پنبې صادرول له ځان سره بهرنۍ کرنسي راوړي، خو په ورته وخت کې افغانستان
هر کال ملیونونه ډالر د ټوکر او منسوجاتو په واردولو لګوي چې دا چاره بیا له
هیواده د ارزي پانګې د وتلو سبب کېږي.
د پنبې د تولید د ودې لپاره اساسي
کړنلارې
کرنیزه سیاست جوړونه؛ په ځانګړي
ډول د پنبې پشان سټراټیژیکو تولیداتو په برخه کې؛ باید پر درېیو محورونو متمرکزه
وي:
۱.
د غذايي ځان بسیاینې سټراټيژي خپلول:
د اوبو، ځمکې او پانګې ټولې
سرچینې باید داسې مدیریت او وده ورکړل شي چې د دغې خاورې د خلکو غذايي خوندیتوب
تامین شي. البته داسې محصولات نه چې د خلکو د سلامتیا لپاره مضر وي او د سرطان،
زړه ناروغیو او هاضمې سیستم ناروغیو سبب شي؛ بلکې حلال او طیب خواړه. له بل لوري،
د پنبې تولید کېدای شي د سالمو او لوړ کیفیت نباتي غوړیو د تولید سرچینه وي چې د
وارداتي غوړیو په پرتله ډیر سالم دي او غذايي ارزښت یې لوړ دی.
۲.
د صنعتي او اقتصادي ځان بسیاینې سټراټيژي تعقیبول:
د هیواد سرچینې، لکه اوبه، ځمکه
او د بشري ځواک پانګه باید داسې مدیریت شي چې هم کرنیز تولیدات زیات شي او هم په
کرنه پورې تړلې صنایع وده وکړي. یعنې باید د کرنیزو ماشینونو د صنعت پر وده او د
پنبې د تولید ـ کښت، خړوبول، د محصول را اخیستل، تصفیه او پروسس- د ځنځیر پر موډرن
کولو تمرکز وشي. د دغه صنعت وده نه یوازې دا چې د بېکارۍ او بېوزلۍ ستونزه کموي،
بلکې په وارداتو پورې د افغانستان تړاو هم کموي. په پایله کې، دا کړنلاره د پنبې
پشان کرنیزو تولیداتو سره د اقتصادي ارزښت لوړېدو سبب کېږي.
۳. د
کرنیزو محصولاتو اړوند صنعتي بیخبنسټونو کې پانګونه.
اوسمهال په هیواد کې د نساجي صنعت
د فابریکو شمېر کم دی چې په بازار کې لږه ونډه لري؛ دولت باید له دولتي بودیجې یا
د داخلي سوداګرو او پانګوالو د بسیج له لارې د پنبې محصولاتو، لکه غالیو، ټوکر او
منسوجاتو د پروسس او تولید زمینه برابره کړي. لومړی د دغه صنعت د ماشینونو واردول
اړین دي؛ خو په اوږدمهال کې باید په کور دننه د دغو ماشینونو د تولید پلان جوړ شي.
د هیواد د اقتصادي، کرنیزې او
صنعتي ودې او د خلکو د بېوزلۍ لرې کولو لپاره د راتلونکي خلافت حکام په ښکاره
اراده او متین عزم داسې مشخص اسلامي او واقعي سیاستونه پلي او تدوین کوي چې ټول
ذکر شوي موارد رانغاړي. د دغو سیاستونو موخه هم د عامه شرعي مصلحت په توګه د خلکو
اساسي اړتیاوې پوره کول دي او هم دا چې د صنعتي هیوادونو (لکه چین) له ولکې خلاص
شو چې نن ورځ یې د اسلامي خاورو د منسوجاتو بازار په خپل لاس کې اخیستی.
د خلافت دولت د دستور مسوده په دې
اړه داسې شرح لري:
د خلافت دولت د دستور (اساسي
قانون) ۱۲۳مه ماده په دې اړه صراحت لري چې:
« اقتصادي سياست هغه څه ته پاملرنه ده، چې د حاجاتو اشباع ته د پاملرنې په
وخت کې لازمه ده چې ټولنه پرې ودرېږي، نو هغه څه چې پکار ده ټولنه پرې ودرېږي، هغه
د حاجاتو د اشباع لپاره اساس ګرځي.»
دغه راز، د دستور ۱۲۵مه ماده کې
راځي:
« واجب ده چې د فرد، فرد په توګه د رعيت د ټولو افرادو د اساسي اړتياوو بشپړه
اشباع تضمين شي او همدارنګه هر فرد ته په لوړه کچه د ثانوي اړتياوو (کمالي حاجاتو)
د اشباع زمينه برابره کړل شي.»
د دغه سیاست پلي کول نه یوازې دا
چې د ټولنې ستونزه بشپړه حل کوي، بلکې د خلافت دولت اتباعو ته د حلال کار او دندې
فرصت/زمینه هم برابروي. په دې اړه د خلافت دولت د دستور په ۱۵۳مه ماده کې راځي:
« دولت د ټولو هغو وګړو لپاره کارموندنه ډاډمنوي چې تابعيت يې لري.»
دغه راز د صنعتي ودې لپاره -لکه د
کرنیزو صنایعو وده- خلافت دولت یوه مشخصه اداره جوړوي چې صنعتي چارې مخته یوسي. د
دغې ادارې دنده به دا وي چې د اسلامي ټولنې اړتیاوې د شرعي سیاست له مخې پوره او د
الله سبحانه و تعالی رضایت ترلاسه کړي.
د صنعتي چارو د مخته وړلو په اړه
د خلافت دولت د دستور ۷۴مه ماده صراحت لري چې:
« د صنعت دائره د ټولو هغو چارو د سرپرستۍ مسووليت پر غاړه لري چې په صنعت
پورې اړه لری؛ هغه که درانه/ثقیله صنایع وي، لکه د موتور او ماشين الاتو صنعت، د
نقليه وسايلو صنعت، د توکو صنعت او الکترونيکي صنعت او که خفیف یا سپک صنایع وی؛ دغه راز د دغو صنعتونو کارخانې
که د عامه ملکيت له ډلې وي او که هغه کارخانې وي چې په فردي ملکيت کې راځي، خو له
حربي صنعت سره تړاو لري. لازمه ده چې د فابریکو ټول ډولونه د جنګي سیاست پر بنسټ
ولاړ وي.».
پایله
د خلافت دولت اقتصادي، کرنیز او
صنعتي سیاستونه به د ځان بسیاینې د تحقق، د ټولنې د اړتیاوو پوره کولو او له صنعتي
هیوادونو څخه د اقتصادي خپلواکۍ اخیستلو په موخه تدوین شي. د دغو سیاستونو پلي کول
به د حلالو کاري فرصتونو او اقتصادي ودې ترڅنګ د کورنيو تولیداتو او په وارداتو
پورې تړاو کمولو زمینه هم برابره کړي او د پرمختګ لار به ورسره هواره شي. حکام
باید د اقتصادي سیاستونو او قوانینو د تدوین پر وخت اسلامي ارزښتونه په پام کې
ونیسي.