د اونۍ خبره: د افغانستان په هکله د نړیوال بانک د راپور موخې څه دي؟
03/18/2024 | احمدصدیق احمدي

Print


نړیوال بانک «د افغانستان د اقتصاد څېړنې» تر سرلیک لاندې خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې کلنی انفلیشن د روان کال په جنوري میاشت کې د تېر کال په پرتله منفي ۱۰،۲ سنله ته رسېدلی. په دغه راپور کې د افغانیو ارزښت ته په اشارې ویل شوي چې د روان کال په جنوري میاشت کې د افغانیو ارزښت د ډېرو نورو اسعارو، په ځانګړې توګه د هندي او پاکستانیو کلدارو، چیني ین، یورو او ډالرو پر وړاندې کم شوی دی. په یاد راپور کې دغه ارز د عوایدو راټولولو ته اشاره شوې چې د ۲۰۲۳ له مارچ څخه د ۲۰۲۴ تر جنوري پورې ۱۸۹ میلیارده افغانۍ راټولې شوې؛ دا ۲ سلنه کمښت ښيي. په بله برخه کې یې راغلي چې د افغانستان صادرات د تېر کال د جنوري په پرتله ۵ سلنه کم شوي دي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې نړیوال بانک تر دې وړاندې د افغانستان په هکله په څو راپورونو کې د اقتصاد کلیدي شاخصونه لکه د انفلېشن نرخ کمېدل، د افغانیو د ارزښت ثبات او د مالیاتو راټولول مثبت ارزولي وو. په یوه راپور کې راغلي وو: «د طالبانو د اړوندو ادارو لخوا د مالیاتو او عوایدو راټولول جدي دي او د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۲۲مې د ډسمبر تر ۲۱مې ۱۳۵.۹ میلیارده افغانۍ (۱.۵۴ میلیارده دالرو) راټول شوي دي.» د راپور په بله برخه کې راغلي وو چې افغانستان د ۲۰۲۲ کال له جنوري تر نومبر پورې د ۱.۷ میلیارده ډالرو صادرات کړي؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال کې (تر تحول وړاندې) په ترتیب ۹۰۰ میلیونه او ۸۰۰ میلیونه ډالر وو.
د افغانستان د وضعیت په اړه د نړیوال بانک د دا ډول راپورونو خپرولو موخې څه دي؛ په داسې حال کې چې تر دې وړاندې يې ان په سختو شرایطو کې وضعیت مثبت ارزاوه؟
د نړیوال بانک له لوري د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه دا اندېښمنوونکی راپور په داسې حال کې خپریږي چې د افغانستان پر دولت نړیوال فشارونه زیات شوي دي. د امریکا د مرکزي قوماندې (سینټکام) قومندان په دې وروستیو کې وي: «تر راتلونکو شپږو میاشتو به د داعش خراسان څانګه له افغانستان څخه بهر د امریکا او نورو غربي هېوادونو پر ګټو برید وکړی شي.» نوموړي د امریکا د سنا مجلس د استماعیه کمیټې په غونډه کې وویل: «د افراطي ډلو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو کمزوري یا تمایل نه لرل، منځنۍ او سوېلي اسیا بې ثباته کوي»
تر دې وړاندې یوناما په یوه بیانیه کې د دوی په وینا د ښځو له خپلسرو نیونو اندېښنه ښودلې وه. دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي، اوتونبایوا څو ورځې وړاندې د امنیت شورا تر غونډې وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل: «ډېری ښځې اوس عامه ځایونو ته له تګ راتګ څخه وېرېږي. زه له دغه فرصت څخه په استفادې یو ځل بیا د افغانستان له اوسنیو چارواکو غواړم چې پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه لرې کړي». د امنیت شورا په ناسته کې دغه راز په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیال، رابرټ وود ویلي: «طالبان هغه ښځې هم بندیانوي چې د حجاب د قانون حکم ته غاړه نه‌ ږدي. امریکا له افغانو ښځو سره کار کوي ترڅو هغې ورځې ته چمتو وي چې په ټولنه کې په بشپړه توګه حضور ولري.»
بشري مرستې، اقتصادي ناورین، ټول‌ګډونه حکومت، بشري حقونه او د ښځو حقونه هغه وسیلې دي چې امریکا د «تنبیه او تطمع» سیاست په کارولو پر اوسني حکومت د خپلو موخو د تحمیل په هڅه کې ده. امریکا له یوې خوا خپلې مرستې د ملګرو ملتونو له لارې د بشري همکاریو تر نامه لاندې نړیوالو ته ښکاره کوي او له بلې خوا په منت بارولو سره له بېلابېلو لارو فشارونه زیاتوي. نو امریکا خپلو موخو تر رسېدو له دغو فشارونو لاس نه اخلي؛ په ځانګړې توګه د نړیوالو سازمانونو له لارې فشارونه چې په ټوله نړۍ کې د استخباراتي  او سیاسي نفوذیانو په توګه د امریکايي ګټو لپاره کار کوي.
د امریکا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو او د هغوی د سیمه ییزو متحدینو یوه لویه موخه په نړیوال نظم کې د امارت ذوب او د دغه نظم، چې بنسټ یې سیکولر عقیده او ارزښتونه دي، منل دي. بل دا چې امارت د اسلامي نړۍ‌لید او شریعت له تطبیق او تعقیب څخه لاس واخلي او پر ځای یې غربي سکولر سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، نظامي او تعلیمي نظامونه پلي کړي.
نو حاکم نظام له نړۍ سره د اړیکو لپاره باید د داسې فشارونو اغېز پر ځان ونه‌مني. ځکه د افغانستان مجاهد خلک په بېلابېلو پړاوونو، په ځانګړې توګه په وروستیو شلو کلونو کې د اشغال، د غرب کفري ارزښتونو او د هغوی د استخباراتي موخو پر وړاندې درېدلي او قربانۍ یې ورکړي دي تر څو هغه فرصت ترلاسه کړي چې د پردیو ارزښتونو پر ځای اسلام او محمدي شریعت بشپړ پلی کړي.
د اوسني وضعیت دوام ښايي ځینو لورو ته دا باور ورکړي چې له نړۍ سره تعامل به فشارونه کم کړي. خو باید هېر نه کړو چې د تعامل ترشا غرب او امریکا ده او دغو فشارونو ته د تسلیمېدل به نه یوازې دا چې فشارونه کم نه کړي، بلکې دا د کفارو او د هغوی د نامشروع غوښتونو په لومه کې لوېدلو په معنی ده. ځکه فشارونه به تر هغې دوام مومي چې څو اشغالګره امریکا خپلو نامشروع موخو ته ونه رسېږي او یا خپلې غوښتنې تحمیل کړي. دا حقیقت یې په اعمالو، خبرو او نیتونو کې له وړاندې ښکاره دی.
نړیوال بانک، د بشري حقونو سازمانونه او په سر کې یې د ملګرو ملتونو سازمان د غرب او امریکا د جاسوسۍ وسیلې او شیطاني لومې دي چې د غزې د مظلومو مسلمانانو د مرستې پر ځای یې هغوی د اشغالګرو خولې ته ورکړي او په افغانستان کې یې سترګې خښې کړې. دوی تر هغې نه راضي کېږي او نه پر شا کېږی چې څو امارت د بشپړ شریعت له پلي کولو لاس وا نه خلي.

«وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ»[قلم : ۹]
ژباړه: «هغوی غواړي چې ته نرمي وښيې چې دوی (هم) نرمي وښيي؛ (البته داسې نرمي چې له حق لارې انحراف ورسره وي)!




   ارسال نظر