پر ملګرو ملتونو تکیه ولې د افغانستان ستونزه نه شي حل کولي؟
08/21/2023 | احمدصدیق احمدي

Print


تل داسې ښودل شوې چې ملګري ملتونه «یو نړیوال بې طرفه او مرسته کوونکی بنسټ» دی. دا چې دا خبره ریښتیا ده که نه؛ لومړی باید دغه پوښتنه ځواب شي چې ایا کمزوري دولتونه او بېوزله ملتونه د ملګرو ملتونو په مرسته او همکارۍ په پیاوړي دولت او سرلوړي ملت بدلېدی شي که نه؟
د ملګرو ملتونو د جوړولو پلان په ۱۹۴۴م کال کې په واشنګټن کې د امریکا، شوروي اتحاد، انګلستان او چین د استازو په همغږۍ جوړ شو او دغه سازمان یو کال وروسته، د ۱۹۴۵م کال د اکتوبر په ۲۴مه د ګڼو هېوادونو په موافقه رامنځته شو. د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د ټولو هېوادونو د استازو د شتون په سبب د پرېکړې کولو تر ټولو لوړ بنسټ ګڼل کېږي؛ خو د دغې غونډې پرېکړه وروستۍ نه ده، بلکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې پینځه دایمي غړي –چین، روسیه، فرانسه، انګلستان او امریکا- لري، تر ټولو لوړ صلاحیت لري. دغه شورا د ویټو پر حق سربېره؛ د اقتصادي بندیزونو، پوځي ځواک کارولو او د نړۍ په کچه امنیت ټینګولو صلاحیت لري.
ملګري ملتونه او د افغانستان د بحرانونو په حل کې یې رول
افغانستان د ۱۹۴۶م کال د نومبر په ۹مه رسماً د ملګرو ملتونو غړی شو. د افغانستان په اړه ملګرو ملتونو خپل  لومړنی غبرګون په ۱۹۸۰م کې وښود؛ هغه وخت چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان د شوروي اتحاد د تېري پر وړاندې عکس العمل ښکاره کړ. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې فعاله ونډه او شتون نه درلود.
د شوروي اتحاد تر ماتې او له افغانستان څخه یې تر وتلو وروسته، ملګرو ملتونو هڅه وکړه چې د افغانستان بحران ته سیاسي حللاره ومومي. د همدې موخې لپاره یې په ۱۹۹۱م کې پر یوه پلان کار پیل کړچې د افغانستان ستونزه د سیاسي خبرو اترو له لارې حل شي. دغه پلان نه یوازې دا چې د افغانستان ستونزه حل نه کړای شوه، بلکې خبره یې لا خرابه کړه او کورنۍ جګړې پیل شوې. د مسکو سټراټېژي جوړوونکي ځکه د ملګرو ملتونو د استازي، بينین سیوان د پلان مخالف وو چې فکر یې کاوه دغه پلان امریکايي او غربي دی او د ډاکټر نجیب د حکومت له منځه وړلو لپاره د ملګرو تر نامه لاندې پیل شوی. هغه وخت د جهادي تنظیمونو رهبران او ان غرب په کابل کې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت مخالف وو.
د بینین سیوان د پلان ناکامۍ او مرموزوالي د دوه‌سرې تورې پشان کار وکړ؛ له یوې خوا یې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت ړنګ کړ او له بلې خوا د جګړې او وینې تویولو سبب شو. تر هغه وړاندې په افغانستان کې جګړه د شوروي اتحاد پر وړاندې جهاد په نیت کېده؛ د ملګرو ملتونو له دخالت سره یې لمن تر خونړیو کورنیو جګړو او ویجاړیو ورسېده.
په ۲۰۰۱م کال کې چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ؛ د امریکا او ناټو له لوري د افغانستان له اشغال سره د ملګرو ملتونو فعال حضور بیا پیل شو. په دغه حضور کې یې سیاسي ماموریتونه، د سولې ټینګول، ټولټاکنې کول، نظم او امنیت خوندي کول شاملېدل؛ له دغو مواردو یو یې هم په افغانستان د ثبات او د بحران د  حل سبب نه شو. د ملګرو ملتونو په شل کلن حضور کې افغانان له فساد، نا امنۍ، راتلونکي ته نهیلۍ او د سیاسي ثبات نشتون څخه ستړي شوي وو. د ډېری نظر خاوندانو په اند، ملګرو ملتونو ونه شو کولی چې د افغانستان د جګړې او سولې په قضیو کې هغه ډول رول ولوبوي چې تبلیغ ورته کېده یا کېږي.
د هېوادونو د بحرانونو په حل کې د ملګرو ملتونو د دخالت او ناکامۍ بېلګې
غالب فکر داسې دی چې، کله چې د ملګرو ملتونو خبره کېږي، ته به وايې چې د هوساینې زېری ورکول کېږي. خو کله چې په هېوادونو کې د دغه سازمان کار وڅېړل شي، واقعیت بل څه وي. دلته یې څو بېلګې را اخلو:
سوډان؛ په ۲۰۱۱م کال کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب، سوېلي سوډان له سوډان څخه بېل شو او ملګرو ملتونو ژر په رسمیت وپېژانده. په ملګرو ملتونو کې د المان د استازي، پیټر ویتیګ په خبره: «دغه اقدام یو پیاوړی پیغام لري او له سوېلي سوډان څخه د امنیت شورا ملاتړ ښيي.» که د سوډان د بحران عمق ته وګورو، د استعمارګرو د پښو نښې پکې لیدلی شو چې ځانونه یې د ملګرو ملتونو تر شا پټ کړي. انګلستان په ۱۹۵۶ کې سوډان لومړی له مصر څخه بېل او بیا یې خپلواک کړ. دوی پر دې بسنه ونه کړه؛ بلکې تعصب، دښمنۍ او ۲۲ کلنو جګړو ته – چې نیږدې دوه ملیونه کسان پکې ووژل شو- د لمن وهلو له لارې یې بلاخره سوډان په دوو برخو تقسیم کړ؛ سوډان د مسلمانانو لپاره او سوېلي سوډان د عیسویانو لپاره. دا یوه حاصلخېزه ځمکه ده چې تر ټولو ډېرې د نفتو څاګانې پکې دي او څو پېړۍ مسلمانانو حکومت پکې کړی.
فلسطین؛ د خلافت تر سقوط وړاندې انګرېزانو د شریف حسین په مرسته فلسطین له خلافت څخه بېل کړ. بیا یې له شریف حسین سره د خپلې ژمنې پر خلافت له فرانسې سره یو ځای عربي هېوادونه په خپل منځ کې ووېشل او د فلسطین یوه برخه یې یهودیانو ته وسپارله. د یهودي اشغالګرو او مسلمانانو ترمنځ د جګړو له زیاتېدو سره انګرېزانو د فسلطین قضیه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړه. په ۱۹۴۷ کې ملګرو ملتونو د یهودیانو د ایستلو پر ځای، یهودي دولت په رسمیت وپېژانده. له هغه وخت راهیسې د فلسطین دوسیه په ملګرو ملتونو کې ده؛ یهود خپل اشغال او د مسلمانانو وژلو ته دوام ورکوي او ملګري ملتونه ورته ګوري.
قبرس ټاپو؛ دغه هېواد د انګرېزانو تر اشغال وروسته او د ملګرو ملتونو په شتون کې په دوو برخو ووېشل شو؛ شمالي قبرس د مسلمانانو لپاره او سوېلي قبرس د عیسویانو لپاره. په ۱۹۶۰ کې د سوېلي قبرس تر خپلواکۍ وروسته، ملګرو ملتونو دغه هېواد په رسمیت وپېژانده خو شمالي قبرس لا تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی. قبرس اسلامي هېواد دی چې په ۲۸ هـ.ق کال کې د حضرت عثمان رضي الله عنه په امر فتح شو. د دغه ټاپو فتح د روم امپراتورۍ له سترو ماتو ګڼل کېږي.
د کشمیر مسله؛ د هند لومړي وزیر، نريندرا مودي د یوه فرمان له لارې د کشمیر خودمختاري لغوه کړه او د نړیوالو تعهداتو پر خلاف، کشمیر رسماً د هندو دولت تر ادارې لاندې راغی. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سوله‌ساتي ځواکونه په سیمه کې وو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر اوسه د دغې مسلې په اړه ۱۷ پرېکړه‌لیکونه صادر کړي. د کشمیر د اشغال او د مودي د تېري ۵ کاله وشول، خو ملګرو ملتونو تر اوسه هېڅ اقدام نه دی کړی.
د عراق اشغال؛ امریکا د ملګرو ملتونو په شتون کې پر عراق برید وکړ او وروسته یې یو قانون جوړ او عملي کړ چې له مخې یې عراق هېڅکله یو متحد او پیاوړی دولت ونه لري. د ملګرو ملتونو ډېر ښکاره دخالت دا و چې د امریکا د «سي آی اې» استخباراتي مامورین د ملګرو ملتونو د کارکوونکو په منځ کې د صدام حسین د دفترونو کتلو لپاره عراق ته ورغلي وو. سره له دې چې د اټومي وسلو د شتون اړوند هېڅ اسناد یې پیدا نه کړل، امریکا صدام له منځه یووړ او عراق یې اشغال کړ. په دې اړه یو لوړپوړی غربي چارواکی وايي: «که له صدام سره یوه پلاستیکي خلته هم وای، موږ پر عراق برید کاوه!» امریکا په خپل دغه فرېب او نیرنګ په ۲۰۰۱ کې افغانستان هم اشغال کړ.
ملګري ملتونه د بې طرفۍ په جامه کې له اسلام او مسلمانانو سره دښمني کوي
یو عامل چې د ملګرو ملتونو په جامو کې د دغه غربي دښمن پېژندل یې ستونزمن کړي؛ د بشردوستانه مرستو رسول؛ سیاسي، اقتصادي، علمي او کلتوري همکارۍ او ... دي چې دغه سازمان یې تنظیموي. ملګري ملتونه د همدې لپاره د غرب د موخو او نفوذ یو اغېزناک چینل دی. د ملګرو ملتونو له لوري د مرستو استولو یو اغېز د خلکو او دولت تر منځ واټن زیاتېدل دي او پر دولت د خلکو باور له منځه ځي. د بشر حقونو، ازادۍ، ډیموکراسۍ، جنسیتي برابرۍ، کثرت‌ګرایۍ او ... غربي ارزښتونو پر تبلیغ سربېره، د اسلام او اسلامي ارزښتونو په اړه د خلکو پوهه تته یا بیخي له منځه وړي.
کله چې ټولو دولتونو ته د نړیوالو ارزښتونو او د ملګرو ملتونو د میثاقونو تر نامه لاندې د غرب د لومړیتوب په اړه ټینګار کېږي؛ نو د دې معنی پر نورو شریعتونو د غربي شریعت تر غوره بللو پرته بل څه کېدی شي؟ ځکه خو امریکا له ملګرو ملتونو سره تر ټولو ډېره مرسته او مالي تمویل کوي. نړیوال سازمانونه په حقیقت کې د غرب د بهرني سیاست اجرایوي مټې دي چې د هغوی د پلانونو او پروګرامونو پلي کول په ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې د مسلمانانو د نسلونو روحیه کمزورې کوي یا یې له منځه وړي.
تر ټولو لوی زیان چې غرب د ملګرو ملتونو له لارې مسلمانانو ته واړاوه، دا و چې اسلامي ځمکې يې په بېلابېلو هېوادونو ووېشلې؛ وروستۍ بېلګه یې له نفتو غني سوېلي سوډان دی چې عیسویانو ته یې وسپاره. بل زیان چې اوس سخت کار ورته کوي دا دی چې مسلمانان له اسلامي ارزښتونو لرې کوي او غربي ارزښتونه پکې دودوي. ځکه خو غرب په افغانستان کې خپلې مرستې او اړیکې د ملګرو ملتونو/یوناما له ادرسه تنظیم کړې.
تاریخ، په ځانګړې توګه په تېرو سلو کلونو کې ښيي چې هر هېواد چې پر ملګرو ملتونو باور او تکیه کړې، ثبات او هوساینې ته نه دی رسېدلی. نو یوازینی اصل چې مسلمانان -په ځانګړې توګه حکام- یې باید پیروي وکړي، دا دی چې یوازې او یوازې پر الله سبحانه و تعالی او د هغه سبحانه و تعالی پر دین ایمان ولري او اسلامي شریعت بشپړ او هر اړخیز پلی کړي.

«وَ مَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْ‏ءٍ قَدْراً»
ژباړه: «او هر څوک چې پر الله توکل وکړي، د هغه لپاره الله کافي دی. الله د خپل کار پوره کوونکی دی. په یقیني توګه، الله د هر څه لپاره یوه اندازه ټاکلې.» [طلاق: ۳]




   ارسال نظر