د اونۍ وینا: امریکاییان باید تاوان ورکړي او که طالبان؟
12/05/2021 | احمدصدیق احمدي

Print


په افغانستان کې د غرب ملاتړي جمهوریت له راپرځېدو او د اشرف غني له تېښتې وروسته، امریکا د افغانستان کابو لس میلیارده ډالر کنګل کړي دي. تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو ډېرې هڅې کړي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي. خو امریکا د طالبانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
په وروستیو کې د روسیې ولسمشر «ولادیمیر پوتین» د افغانستان ناسم وضعیت ته په اشارې سره ویلي: د غربي بانکونو لخوا د افغانستان کنګل شوې پیسې باید آزادې شي. نوموړي پر امریکا نیوکه کړې او ویلي دي چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په ورکړې سره به طالبان هغه د وسلې د پېرلو لپاره و نه کاروي. ځکه طالبانو له بریا وروسته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې تر لاسه کړي دي.
څو ورځې مخکې د امریکايۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په رپورټ کې ویل شوي و چې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو د امریکا له دولت څخه غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې هغوی ته تاوان ورکړل شي. له دې لیکنې سره په امریکا کې دا پوښتنه رامنځته شوې چې آیا د افغانستان کنګل شوي میلیاردونه ډالر د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړل شي؟
که د هېوادونو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو په هکله د امریکا نیت ته ځیر شو، امریکا له یوې خوا د خپل نظامي ځواک په کارولو سره په بېلابېلو پلمو دا ځمکې اشغال کړي او د زرګونو انسانانو له وژلو وروسته یې که موخو ته رسېدلې یا نه ده رسېدلې له هغوی څخه تاوان غواړي.
امریکا د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې پر اسلامي ځمکو د تروریزم پر وړاندې د جګړې په پلمه برید وکړ چې په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه وه. که څه هم تر اوسه دا څرګنده شوې نه ده چې دا پېښه د امریکا د استخباراتي کړیو او که د القاعدې لخوا ترسره شوې ده. خو امریکا په دې پلمه لومړی پر افغانستان وروسته پر عراق، سوریه، یمن، لیبیا او نورو اسلامي خاورو د ځمکې او هوا له لارې برید وکړ او میلیونونه انسانان یې ووژل.
د سپټمبر یوولسمې دومره ژوبله نه درلوده چې امریکا په دې پلمه د نړۍ په ګوټ ګوټ په ځانګړې توګه په اسلامي خاورو کې سلګونه زره انسانان شهیدان کړل. د رسمي شمېرو له مخې د سپټمبر په یوولسمه کې کابو ۳ زره کسان ووژل شول. په داسې حال کې چې یوازې پر افغانستان امریکا له ۲۵۰ زره ډېر کسان ووژل سلګونه زره کسان یې ټبیان او میلیونونه کسان یې بې کوره کړل. نو هغه څوک چې باید د زرګونو قربانیانو لپاره تاوان ورکړي لومړۍ امریکا وروسته بیا اروپایي هېوادونه او ملګري یې دي.
امریکا نه یوازې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په پلمه د افغانستان میلیارډونو ډالرو کنګل شویو پیسو ته سترګې سرې کړي، بلکې له نورو هېوادونو یې هم د تاوان په نامه ورته باج اخیستی دی. په ۱۹۹۸ کال کې چې د بویېنګ شرکت «پان امریکن» الوتکه له لندن څخه د نیویارک پر لور الوتله، د سکاټلند د لاکربي ښار پر سر وچاودېده. په دې پېښه کې د الوتکې ټول ۲۵۹ کسانو او ۱۱ د سیمې خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. امریکا دا پېښه تروریستي اعلان کړه او د لیبیا دولت یې پړ وګڼلو. د امریکا له فشارونو سره بلاخره د لیبیا د هغه مهال مشر «معمر قذافي» په ۲۰۰۳ کال کې د هغې د پړې له منلو سره ۳ میلیارډه ډالر د تاوان په توګه د قربانیانو کورنیو ته ورکړل چې هرې کورنۍ ته تر ۱۱ میلیونو ډېر ډالر ورکړل شول.
پر دې سربېره امریکا د تاوان په پلمه نه یوازې د افغانستان میلیارډونو ډالرو ته سترګې نیولې بلکې له سعودي او ایران څخه یې د تاوان په پلمه میلیارډونه ډالر یا ترلاسه کړي یا یې د ترلاسه کولو غوښتنه لري. څرنګه چې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا فدرال محکمې د ایران دولت په هغه جرم د قربانیانو کورنیو ته د ۶ میلیارډه ډالرو پر ورکړې محکوم کړ چې د سپټمبر ۱۱ مه پېښه کې شریک و. د دې حکم پر بنسټ باید د ایران دولت د قربانیانو مېرمنو ته ۱۲ میلیونه ډالر د قربانیانو پلرونو او میندو ته ۸ نیم میلیونه ډالر د هغوی ماشومانو ته ۸ نیم میلیونه ډالر او هر خور او ورور ته یې ۴ میلیونه او ۲۵۰ زره ډالر ورکړي. دا پیسې باید په امریکا کې د ایران له کنګل شویو حسابونو ورکړل شي.
که د سپټمبر د ۱۱ مې او د پان امریکن الوتکې د چاودېدو د پېښې د قربانیانو کورنیو تاوان او په افغانستان کې د امریکا لخوا د وژل شویو کسانو تاوان سره پرتله شي نو بیا به د بشري او انساني حقونو په هکله د غرب لیدلوری په ښه توګه په ډاګه شي. په ۲۰۱۲ کال کې یو امریکايی سرتېری «رابرټ بېلز» د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د خلکو کورونو ته د ننه شو او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۷ ملکي کسان په وحشیانه توګه شهیدان کړل. او ۱۱ نور کسان یې ټپیان کړل. له دې پېښې وروسته امریکا اعلان وکړ چې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکوي. د کندهار د ولایتي شورا غړي «جان آغا لالي» هغه مهال له رسنیو سره په مرکه کې دا تایید کړې وه چې د هر شهید کورنۍ ته کابو ۵۰ زره امریکايي ډالر او د هر ټپي کورنۍ ته ۱۰۰۰ ډالر ورکړل شول. که افغانانو ته د امریکا له خوا ورکړل شوی تاوان او امریکايي اتباعو ته د نورو هېوادونو لخوا ورکړل شوی تاوان سره پرتله کړو پر دې به پوه شو چې د امریکا او غرب لخوا د بشري حقونو او د انسان او ملتونو د حقونو شعارونه بې ځایه دي.
امریکا د بشري حقونو، د ښځو حقونو، د انسان حقونو، ډیموکراسۍ او خپلواکۍ شعارونه، یوازې خپلو ګټو او اسټراټيژیکو موخو ته د رسېدو لپاره ورکوي. امریکا او ناټو د افغانستان په شل کلن اشغال کې سلګونه زره انسانان شهیدان کړل. زرګونه ډوله منع شوې وسلې یې وکارولې. خو کله چې د خپلو ګټو پر بنسټ باید له افغانستان څخه وتلې وی؛ وزګارتیا، اقتصادي او سیاسي ناورین او بې وزلي ډېره شوه. څرنګه چې تر اوسه یې اغېزې پاتې دي او د افغانستان خلک یې زغمي.
مسلمانان او اسلامي ډلې باید درس واخلي چې امریکا هېڅکله د هغوی ملګرې او مرسته کوونکې نه وه او نه به شي. نه یوازې امریکا او غرب بلکې پر هغوی تړلي ټول سازمانونه چې پر ملتونو او هېوادونو د نفوذ وسیلې دي، د مسلمانانو او حتا د بشریت دښمنان دي. له دې امله له امریکا او پر هغې تړلو سازمانونو څخه د مرستې غوښتنه او پر هغوی باور کول سیاسي انتحار دی. اسلامي ډلې او حتا دولتونه په وار وار له امریکا سره د ملګرتیا او پر هغې د باور له امله خلکو او تاریخ ته رسوا شوي او ناکامه ثابت شوي دي. آیا امریکا او غرب په رښتیا ملګري او مرسته کوونکي دي او پر هغوی باور کول به ناورینونه حل کړي؟ دا هغه څه دي چې له دې ادرس څخه هر ځل چیچل شوي یو، نو ولې درس نه اخلو؟!

احمدصدیق احمدي




   ارسال نظر