طوفان الأقصی؛ له بیت المقدس څخه دفاع او د اسلامي امت مکلفیت!
10/19/2023 | احمدصدیق احمدي

Print


د غزې د مجاهدینو لخوا د طوفان الأقصی عملیاتو او له یهودو څخه د لویو قدرتونو ملاتړ یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې مسلمانان په مختلفو لقبونو د غربي کفارو لپاره خطرناک او دایمي دښمن ګڼل کېږي. دغه واقعیت په نږدې تاریخي شواهدو لکه: په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د برید، وروسته په ۲۰۰۳م کال کې پر عراق په برید او تازه د اشغالګرو یهودو پر وړاندې د فلسطین د مسلمانانو په مبارزه کې په ښه ډول لیدل کېږي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د طوفان الأقصی عملیاتو ته په غبرګون کې وویل: "اجازه راکړئ چې په ډاګه ووایم، د امریکا دولت د اسراییلو له امنیت څخه په کلکه ملاتړ کوي." د انګلیس لومړي وزیر د غزې د مجاهدینو بریدونه یو تروریستي برید وباله او ویې ویل: "موږ د اسراییلو تر څنګ ولاړ یو." د فرانسې ولسمشر «امانویل مکرون» وویل: "موږ له اسراییلي قربانیانو او کورنیو څخه په بشپړه توګه خپل ملاتړ اعلانوو." د امریکا دفاع وزیر سیمې ته په سفر او د یهودو له دفاع وزیر سره په لیدنه کې وویل: اوس د بې‌طرفۍ وخت نه دی!
له مسلمانانو سره د کفارو دښمني او په فلسطین کې د اوسني بحران ریښه څرګند تاریخ لري. په ۱۹۱۵م کال په مصر کې د انګلیس استازي «هنري مک‌موهان» په حجاز کې د عثماني خلافت والي «شریف حسین» ته یو پیغام ولېږه، چې که چېرې شریف حسین د عثماني ځواکونو پر وړاندې ودرېږي، دوی به د نوموړي په مشرۍ د عربي خلافت ملاتړ وکړي. کله چې انګریزان د عرب حکامو په مرسته په دې بریالي شول، چې په عربي خاورو کې د عثماني خلافت واکمني پای ته ورسوي، نو لومړی یې عربي خاورې اشغال کړې او بیا یې فلسطین ته د نړۍ له هرې برخې څخه یهودان راټول کړل.
انګریزانو تر اشغال وروسته د فلسطین قضیه ملګرو ملتونو ته، چې په اصل کې د استعماري قدرتونو ملاتړی سازمان دی، وسپارله. ملګرو ملتونو له دې وروسته په فلسطین کې د یهودانو شتون ته مشروعیت ورکړ او له هغوی څخه یې ملاتړ وکړ. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر انګلیس سربېره امریکا هم په فلسطین کې د یهودانو له دولت جوړولو ملاتړ وکړ او مشروعیت یې بیا هم د ملګرو ملتونو له لارې واخیست او په رسمیت یې وپېژندل.
په اصل کې د فلسطین بحران د عثماني خلافت او په ځانګړې توګه د «سلطان عبدالحمید ثاني» د حاکمیت پر مهال په نړیواله کچه په حرکت راغی. د یهودو رهبرانو په ۱۹۰۱م کال کې د انګریزانو په مرسته هڅه وکړه، چې په فلسطین کې یوه ثابته خاوره لاسته راوړي. هغوی هڅه وکړه چې د پیسو او ثروت په بدل کې په فلسطین کې ځای واخلي، خو د مسلمانانو د خلیفه له غاښ‌ماتوونکي ځواب سره مخ شول: " هرتزل ته نصیحت وکړئ، چې په دې برخه کې جدي ګامونه وانخلي؛ ځکه زه د فلسطین له یوې لوېشتې خاورې څخه هم نه شم تېرېدلی. فلسطین زما شخصي ځمکه نه ده، بلکې په ټولو مسلمانانو پورې تړاو لري. یهودان باید خپل میلیونونه ثروت د ځان لپاره وساتي، هر وخت چې د خلافت دولت ونړېد، هغه مهال فلسطن په وړیا توګه ترلاسه کولی شي ... زه نه شم کولای چې زه دې ژوندی يم او د خپل بدن پر ټوټه ټوټه کېدو دې توافق وکړم!"
دغه پیغام په حقیقت کې د مسلمانانو د حاکم ایمان او صداقت څرګندوي، چې د خپل ژوند په قېمت له اسلامي خاورو څخه ساتنه کوي. د دې خبرې اهمیت په لومړۍ نړیواله جګړه کې د انګریزي جنرال «ډیویډ النبي» په دې وینا کې موندلی شئ. کله چې نوموړی فلسطین ته داخل شو، ویې ویل: "اوس صلیبي جګړې پای ته ورسېدې." هدف یې دا و چې عثماني خلافت د متفقینو پر وړاندې ماته خوړلې او فلسطین اوس د هغوی په لاس کې دی.
فلسطین او د مسلمانانو لومړۍ قبلې هغه مهال د اسلامي امت په تاریخ، افکارو او زړه کې د مرګ او ژوند د قضیې په څېر اهمیت پیدا کړ، چې الله سبحانه وتعالی دغې خاورې ته له بیت الحرام (کعبې) سره تړاو ورکړ او ویې فرمایل:

«سُبْحانَ الَّذِي أَسْرى‏ بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بارَكْنا حَوْلَهُ...» [اسراء : 1]
ژباړه: سپېڅلی دی هغه ذات چې خپل بنده (رسول الله) یې د شپې مهال له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته یووړ، هغه مسجد چې موږ يې شاوخوا له برکتونو ډکه کړې ده.

له همدې امله د فلسطین قضیه د مسلمانانو لپاره د مرګ او ژوند، ایمان او بریالیتوب د قضیې په څېر ارزښت لري. لکه څنګه چې د یهودو د او د هغوی د ملاتړو لپاره همداسې ده. کله چې جهاد او له فلسطین څخه دفاع مطرح کېږي، له یهودو او اشغال شوو سیمو څخه په دفاع کې د نړۍ د رهبرانو دریځونه داسې واضح او پرېکنده وي، چې ته به وایې د دوی په خاوره او جغرافیه برید شوی دی.
د فلسطین په اړه د اسلامي امت مکلفیت
د یهودو د اشغال پر وړاندې د طوفان الأقصی عملیاتو یوه مسله دا هم واضح کړه، چې کفار په یوه صف او مسلمانان په بل صف کې دي. په دې حالت کې کوم څه چې د اسلامی امت کمزوري او ناتواني څرګندوي، هغه د سیاسي نظام او واحدې رهبرۍ نشت دی. طوفان الأقصی همدارنګه وښوده، چې د مسلمانانو اوسني حکام د اسلامي خاورو پر تیري او د مسلمانانو پر عام‌وژنه سربېره بیا هم د جهاد او دفاع احساس او ایمان نه لري. له همدې امله د واحد سیاسي نظام رامنځته کول او د نبوت پر منهج د خلافت تاسیسول یو اساسي مکلفیت او برخلیک ټاکونکې قضیه ده، چې د غربي کفارو په زړونو کې پر وېرې اچولو سربېره یې د مسلمان ځوان نسل پام ځانته را اړولی دی. مګر سېکولر حکام او د غرب مزدوران په دې ښه پوهېږي، چې د امت یووالی او د خلافت دولت جوړول به د دوی د غلامۍ لمر د تل لپاره ډوب کړي.
که چېرې اسلامي امت دولت ولري، چې د دوی له ځان، مال او عزت څخه دفاع وکړي، نو هېڅکله به کفار د دوی پر وړاندې د درېدو او په ډله‌ییزه توګه پر دوی د ظلم کولو جرات ونه کړي؛ یعنې هغه څه چې نن ورځ په فلسطین او غزه کې ترسره کېږي. له همدې امله د خلافت دولت د تاسیس قضیه د امت برخلیک ټاکونکې قضیه ده او د امت یو اساسي مکلفیت ګڼل کېږي. د خلافت دولت جوړول او د اقامې لپاره یې هڅې کول کوم نوي او نااشنا څه نه دي، چې له هغه څخه په اسانۍ تېر شو، بلکې دغه مسله له پېړیو راهیسې د اسلامي امت په تاریخ، سیرت، نصوصو، فقه او ارزښتونو کې شته ده.
د هغو پېړیو څرګندې بېلګې د مسلمانانو د حاکمیت طلایي عصر دی؛ چې د راشده خلفاوو له فتحو څخه رانیولې بیا د عمر بن عبدالعزیز، هارون رشید، معتصم باالله او د صلاح الدین ایوبي او نورالدین زنګي تر طلایي عصر او بریالیتوبونو پورې او همدارنګه د عثماني خلافت په لړۍ کې د محمد فاتح په واسطه د ختیځ روم امپراتورۍ د مرکز تر فتحه کولو پورې دوام لري او په دې لړۍ کې وروستی مثال یې د فلسطین په قضیه کې د یهودو او د هغو د استعماري ملاتړو پر وړاندې د سلطان عبدالحمید ثاني درېدل دي.
همدا اوس هم کله چې مسلمانان له مصیبت او ناورین سره مخ کېږي او یا یې پر عزت تېری کېږي او یا یې مقدساتو ته سپکاوی کېږي، نو د «واه معتصما» مشهوره مقوله یادوي؛ یعنې «اې معتصم! زموږ مرسته وکړه» او د همداسې خلیفه او حاکم د لرلو هیله کوي، ترڅو له دوی څخه د دښمنانو لاسونه لنډ کړي. ځکه تراوسه د امت له حافظې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث نه دی وتلی، چې فرمایي:

«إنما الإمام جنة یقاتل من ورائه و یتقی به»
ژباړه: امام/خليفه (د مسلمانانو) سپر دی چې تر شا یې جهاد کېږي او هغه ته پناه وړل کېږي.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی اسلامي امت له پولو او اقیانوسونو څخه پر تېرېدو مکلف کړی دی، ترڅو نړۍ له ظلم او بدبختۍ څخه وژغوري او اسلام او سلامتۍ ته یې دعوت کړي او دغه مسوولیت یې د هغوی پر اوږو ایښی دی. الله تعالی فرمایي:

﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ﴾ [آل‏عمران: ۱۱۰]
ژباړه:تاسو غوره امت یئ چې د خلکو لپاره انتخاب شوي یئ؛ (چې خلکو ته) پر نېکيو امر کوئ او له ناوړه اعمالو يې نهي کوئ او پر الله ایمان لرئ.

دا سمه ده چې اسلامي امت تر دې مهاله د تېرو ملتونو د امتحان په څېر په انحطاط کې و، خو له دې وروسته باید د برخلیک ټاکونکې قضیې د اقامه کولو او د اساسي مکلفیت لپاره چې د نبوت پر منهج د خلافت دولت تاسیس دی، اقدام وکړي او امت د تیارو، انحطاط او سیاسي تفرقې له کندې څخه د یووالي او اتحاد لوري ته را وباسي.
که چېرې مسلمانان د واحد امت په توګه پر پښو ودرېږي او د واحد دولت په چوکاټ کې د تېری کوونکو کفارو پر وړاندې په ځانګړې توګه د یهودو له اشغال څخه د فلسطین د ازادۍ لپاره جګړه او جهاد پیل کړي، هېڅ قدرت او ځواک به د دوی پر وړاندې د درېدو جرات ونه کړي. ځکه کفار له یوې خوا د دغه لوی ځواک پر وړاندې د درېدو توان نه لري او له بلې خوا په دې پوهېږي چې اسلامي امت د الله تعالی په لاره کې د خپل ژوند له لاسه ورکول شهادت او ژوندي پاتې کېدل خپل بریالیتوب ګڼي. ایا د دغه باایمانه او غښتلي امت پر وړاندې کوم ځواک د درېدو توان لري؟ نه، هېڅکله نه! په همدې دلیل د غربي استعمارګرو اساسي هدف یوازې د مسلمانانو او اسلامي خاورو استعمار نه دی، بلکې هدف یې د هغو افکارو او ارزښتونو له منځه وړل هم دي، چې مسلمانان د «واحد امت» په توګه ونه شي کړای، چې یو واحد او ځواکمن دولت جوړ کړي، هغه دولت چې د دوی له ځان، مال او عزت څخه به دفاع کوي.
اوسمهال د الاقصی طوفان په عملیاتو کې مسلمانان او ان کفار په دې پوه شول، چې په سیمه کې د یهودو قدرت دومره ځواکمن نه دی، چې د مسلمانانو د واحد دولت پر وړاندې ودرېږي. دا ډول پېښې د مسلمانانو په تاریخ او غزاوو کې لیدلی شو، چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته او نصرت سره د مسلمانانو د جهاد او قتال پر وړاندې کفارو ماته خوړلې ده؛ ښه بېلګه یې د بدر غزا او له کفارو او مشرکینو سره لومړنۍ جګړه وه، چې کفار پکې د شمېر او جنګي تجهیزاتو له اړخه تر مسلمانانو څو چنده غښتلي وو. همدارنګه د مسلمانانو په جهاد او قتال سره د صلیبي جګړو ګټل او د فارس او روم پر امپراتورانو بریالي کېدل او همدا راز د ختیځ روم امپراتورۍ نسکورول د تاریخ د عطف ټکي او مهمې تاریخي پېښې ګڼل کېږي.
اوسمهال چې د جهاد او قتال د پیلولو لپاره د «امت وحدت» او د «واحد دولت» جوړولو ته اړتیا ده، ترڅو د مسلمانانو له ځان، مال او عزت څخه ساتنه وکړي او همداراز د بیت المقدس د ازادۍ او له اسلامي خاورو څخه د کفارو او د هغوی د مزدورانو د شړلو یو غوره فرصت دی، نو دا د امت مکلفیت دی چې په هر قېمت له دې چارې ملاتړ وکړي او د ترلاسه کولو لپاره یې عملي اقدام وکړي.




   ارسال نظر