غچ؛ په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت
04/16/2021 | زمری افغان

Print


د امریکا ولسمشر له افغانستان څخه تر سپټمبر میاشتې د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو اعلان کړی دی. نوموړي په دې تړاو په خپلو خبرو کې ویلي: « موږ په افغانستان کې خپله موخه تر لاسه کړه، موږ شل کاله وړاندې هلته د سپټمبر د یوولسمې پېښې د غچ اخیستو لپاره تللي وو، اسامه بن لادن مو لس کاله وړاندې وواژه، خو له هغه وروسته په افغانستان کې زموږ د شتون دلایل مشخص نه دي». نوموړي دغه راز ویلي چې نور د افغانستان اوږده جګړه ختموم او خپل ځواکونه بېرته امریکا ته راستنوم.
له افغانستان څخه د اشغالګرو ځواکونو وتل یو ښه خبر دی، خو لا هم باید د امریکا هر ګام او هرې خبرې ته د شک په سترګه وکتل شي. امریکا بیا بیا داسې خبرې کړي او آن تړونونه او هوکړې یې کړي، خو بیا یې عملي کړي نه دي. تر ټولو ښه بېلګه یې له طالبانو سره د دوحې هوکړه ده چې باید ټول ځواکونه یې تر مې میاشتې ایستلې وای، خو امریکا دا هوکړه په واضح ډول نقض کړه. امریکايي سیاستوال او چارواکي په دروغو او ژمنو ماتولو کې تر هر چا مخکې دي. د سي ان ان د رپوټ پر اساس ټرمپ یوازې په څلور کلنه واکمنۍ کې تر ۲۲ زره ځله زیات دروغ ویلي دي. یوازې ټرمپ له بهرنیو هېوادونو سره ۱۸ تړونونه او هوکړې ماتې کړې. اوس بایډن هم همغه لاره تعقیبوي او له طالبانو سره کړې هوکړه یې په واضح ډول نقض کړه. له دې ټولو ښکاري چې د امریکايي چارواکو او سیاستوالو خبرو، ژمنو او هوکړو ته تل باید د شک په سترګه وکتل شي او هېڅلکه پرې باور ونه شي.
د بایډن په خبرو کې یو بل ټکی ډېر زیات واضح دی چې د امریکا له اصلي موخې پرده پورته کوي. امریکا په تېرو شلو کلونو په افغانستان کې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، بیارغونې، ښې حکومتولۍ او نورو ارزښتونو شعارونه ورکول، چې ځینو افغانانو په پټو او ځینو په رڼو سترګو پسې تکرارول، خو امریکايي ولسمشر خپل هدف یو ځل بیا واضح کړ، هغه وویل: « موږ افغانستان ته د غچ اخیستو لپاره تللي وو». پر دې اساس د بشر د حقونو او او نورو ارزښتونو ټول شعارونه یوازې دروغ وو او د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو لپاره وو. امریکا یوازې د غچ په لټه کې وه، له همدې امله یې د فراه له بکوا، د کونړ تر عازي‌آباده، د هرات له شینډنډه، د پکتیا تر زرمته او د وردګو له سیدآباده د کندوز تر خان‌آباده په ټول افغانستان کې وحشت وکړ. ښځې، ماشومان، سپینږیري او نور عام وګړي یې په ډله‌ییز ډول ووژل. کمیاوي او بیولوژیکې وسلې یې وکارولې، ماشومان او ښځې یې پر سپیو وداړل او له عاموژنو وروسته یې د ښځو او ماشومانو جسدونه را ټول کړل او ویې سوځول. بګرام او ګوانتانامو یې د یوویشتمې پېړۍ د وحشت په مرکزونو بدل کړل او د مظلومو افغان مسلمانانو وینې یې د خپلې فرعوني وحشي تندې د ماتولو لپاره وڅښلې.
د کمیاوي او بیولوژیکي وسلو استعمال، ټولوژنې، انسان سوځونې، شکنجې، وحشت او وژنې په افغانستان کې د امریکا اصلي ماموریت و او دوی همدې ته اوس غچ وايي، خو دا هر څه یې شل کاله د بشري حقونو د ساتنې، ښې حکومتولۍ، ډیموکراسۍ او بیا رغونې تر نامه لاندې وکړل.
امریکا د افغانستان له مظلومو مسلمانانو، ښځو، ماشومانو او آن ونو او بوټو غچ واخیست او لا یې اخلي. اوس چې دوی ځي، دروغجن شعارونه یې پاتې کېږي. دا هر افغان او مسلمان ته د عبرت درس دی. امریکا یوازې خپلې ګټې لټوي او خپله دښمني پالي، نه چاته بشري حقونه ور وړي او نه هم هېواد او حکومت ور رغوي. موږ باید امریکا ته یوازې د یوه دښمن په سترګه وګورو، نه ترې د مرستې تمه ولرو او نه هم ورسره هېڅکله ګډ کار او همکارۍ ته زړه ښه کړو، دا زموږ د دنیا او اخرت د بریا سبب کېږي او له امریکا سره مرسته او همکاري مو یوازې له ناپایه ذلت سره مخ کوي.



   ارسال نظر