د اونۍ خبره: په افغانستان کې د روسیې دوه‌ګونې لوبه
04/26/2025 | لیکوال: ابراهیم منیب

Print


د روسیې سترې محکمې د ۲۰۲۵م کال د اپرېل په ۱۷مه د حاکم نظام پر فعالیت هغه بندیز د لنډ مهال لپاره لغوه کړ، چې په ۲۰۰۳م کال کې یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندلی و. همدارنګه د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر د اپرېل په ۱۸مه په یوه غونډه کې چې «افغانستان، سیمه‌ییز اتصال، امنیت او پرمختګ» نومېده، د افغانستان د مهم جیوپولیټیک موقعیت یادونه وکړه. نوموړي په افغانستان کې د لوېدیځو قدرتونو اقدامات دښمنانه وبلل او زیاته یې کړه، چې روسیه هڅه کوي چې حاکم نظام د ترهګرو ډلو له لېست څخه وباسي.
له شک پرته چې روسیه د اسلامي عقیدې له اړخه او له تاریخي او سیاسي پلوه د امریکا، چین، بریتانیا، فرانسې او د یهودو دولت (اسراییل) تر څنګ د اسلامي امت یو لوی دښمن ګڼل کېږي او له مسلمانانو سره د دښمنۍ تاریخ یې ان د ځینو اروپايي او غربي هېوادونو له منځته راتګ څخه هم پخوانی دی. د تزاري روسیې پر مهال یې د ماوراالنهر (منځنۍ اسیا) لویې سیمې او قفقاز اشغال کړل او له عثماني خلافت سره یې د بالکان په سیمو کې خونړۍ جګړې وکړې. د کمونېزم په وخت کې یې د منځنۍ اسیا او قفقاز په سیمو کې پولې جوړې کړې او له خلکو سره یې سخت ظلمونه وکړل. د کمونېزم له ماتې وروسته روسیه د امریکا له بهرني سیاست سره یو ځای شوه او د اسلام پر ضد جګړه (د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه) کې یې برخه واخیسته. وروسته یې د چیچین له مجاهدینو سره جګړه وکړه، په ۲۰۰۱م کال کې یې د افغانستان اوسني نظام د لومړي حاکمیت په له منځه وړلو کې له ناټو او امریکا سره هوایي او لوژستیکي همکاري وکړه او په سوریه کې یې د بشار له دیکتاتور نظام سره همکاري وکړه او د هغه ځای خلک یې قتل عام کړل. دا ټولې کړنې ښيي چې روسیه له اسلام او مسلمانانو سره ژوره او اوږده دښمني لري، داسې دښمني چې له پنځو سوو کلونو زیات وخت یې کېږي.
وروسته له هغه چې افغان مجاهدینو په ۲۰۲۱م کال کې واک ترلاسه کړ او اوسنی نظام په افغانستان کې رامنځته شو، نو روسیې هڅه وکړه چې له دغه نظام سره د تعامل تر څنګ، خپلې اندېښنې د افغانستان په اړه له بېلابېلو لارو او پلټفارمونو څرګندې کړي. د بېلګې په توګه روسانو هڅه کړې چې د خپلو پوځي او امنیتي چارواکو او همداراز د سیمه‌ییز سازمان په وسیله چې د ګډ امنیت تړون نومېږي، د حاکم نظام پر وړاندې سخت دریځ ونیسي. له بلې خوا د اوسني نظام پر وړاندې یې د خپلو ملکي او سیاسي چارواکو له لارې نرم دریځ غوره کړی دی. په اوسني وضعیت کې د روسانو له سیاست څخه داسې ښکاري، چې په اوکراین کې د دوی نظامي، امنیتي او سیاسي بوختیا ته په پام سره، نه غواړي چې په منځنۍ اسیا کې له بل ناامنه او خطرناک وضعیت سره مخ شي؛ داسې وضعیت چې د دوی ګټې له ګواښ سره مخ کړي. دا سیمه له کلونو راهیسې د ظالمو او میراثي نظامونو له ظلم څخه ستړې شوې او اوس غواړي چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې اسلامي ژوند وکړي. دغه ټول مسایل دا څرګندوي چې د حاکم نظام په راتګ سره، روسیه د افغانستان له بالقوه ځواک څخه اندېښنه لري او نه غواړي چې د افغانستان تجربه چې د جمهوریت نظام ړنګېدل دي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاړه شي. له همدې امله روسان وخت ناوخت د آمو سیند هغې غاړې ته نږدې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه کوي او هڅه کوي چې د خپلو سرحدونو امنیت پياوړی کړي.
له بلې خوا روسیه لا هم ځان د نړۍ له سترو قدرتونو څخه ګڼي او هڅه کوي چې دا لیدلوری د سیمې هېوادونو ته هم ولېږدوي. همدارنګه هڅه کوي چې له افغانستان سره نږدې اړیکې وساتي او د ترهګریزو ډلو له نوملړ څخه د حاکم نظام د ایستلو په برخه کې یو ګام مخکې واخلي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي: «سره له دې چې د طالبانو نوم مو د ترهګرو ډلو له لېست څخه ایستلی، خو مسکو لا هم د هغو بندیزونو تابع دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالب چارواکو لګولي دي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو په تړاو د مسکو په نړوالو ژمنو کې بدلون نه راولي.»
دا ډول اعلامیې او سیاسي-نظامي اقدامات ښيي چې روسانو له حاکم نظام سره دوه مخې لوبه غوره کړې ده. له یوې خوا له حاکم نظام سره د نږدې سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو خبرې کوي او له بلې خوا د پردې تر شا دغه تعاملات د امریکا او اروپا په څېر قدرتونو پر وړاندې د خپل هویت د بیا جوړونې لپاره یوه لوبه ګڼي. روسیه هڅه کوي چې له یوې خوا له نړیوالو تعهداتو او د ملګرو ملتونو له پرېکړو سره وفاداره پاتې شي او له بلې خوا غواړي چې له حاکم نظام سره له نږدې اړیکو څخه استفاده وکړي، ترڅو د افغانستان په دننه کې د منځنۍ اسیا مجاهدین کنټرول کړي، له منځنۍ اسیا سره ټرانزیټي او سوداګریزې لارې وصل کړي او د هغو امنیتي او اقتصادي اندېښنو د له منځه وړلو لپاره تدابیر ونیسي، چې د دوی د سیمې د ثبات لپاره خطر ګڼل کېږي.
په پای کې باید هېره نه کړو چې له افغانستان څخه د ناټو او امریکا تر وتلو وروسته روسان دغه حالت یو فرصت ګڼي، ترڅو په افغانستان کې خپل نفوذ بېرته ترلاسه کړي.
د نړۍ اوسني وضعیت ته په پام سره چې له بې‌ثباتۍ او ژور بدلون سره مخ دی، روسان هم د کفري قدرتونو په څېر د افغانستان پر وړاندې له "پراګماټیک" سیاست څخه کار اخلي. دا هغه سیاست دی چې په راتلونکي کې د سیمه‌ییزو شرایطو په بدلون سره به لږ تر لږه دوی خپل تدابیر سنجولي وي. نو اوسني دولت ته پکار ده چې د روسیې د سیاستونو واقعيت وپېژني او د دې پر ځای چې د دښمن په دغه سیاست کې ذوب شي، باید داسې ستراتېژي جوړه کړي چې هم د دغو سیاستونو مخه ونیسي او هم اسلامي خاورې او منځنۍ اسیا د دیکتاتورو او مزدورو نظامونو له ظلم څخه ازادې کړي. دغه ستراتېژي هغه وخت بریالۍ کېدلی شي، چې د افغانستان مجاهدین د خپلو څو لسیزو جهاد له تجربې سره د دویم راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره اقدام وکړي.
الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَمَا لَكُم لَا تُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلمُستَضعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلوِلدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخرِجنَا مِن هَٰذِهِ ٱلقَريَةِ ٱلظَّالِمِ أَهلُهَا وَٱجعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا وَٱجعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا﴾ (نساء: ۷۵)
ژباړه: او (اې مومنانو او اې مجاهدینو) پر تاسو څه شوي چې د الله په لاره کې او د مظلومو سړیو، ښځو او ماشومانو (د مرستې لپاره) قتال نه کوئ؟ هغه کسان چې وایي: «اې ربه، موږ له دې خاورې چې خلک (حکومتونه) یې ظالمان دي، وباسه او له خپل لوري څخه موږ ته یو سرپرست او مرستندوی پیدا کړه».




   ارسال نظر