کله چې په غزه کې د وحشتونو، ویجاړیو او جنايتونو
صحنې وینم، سمدلاسه د پرښتو هغه تاریخي پوښتنه ذهن ته راځي چې د آدم علیهالسلام د
پیدایښت پر مهال یې له الله سبحانه وتعالی څخه وکړه. هغه وخت چې الله تعالی اراده وکړه چې
انسان پیدا کړي او هغه ته د ځمکې پر مخ د خلافت مقام ورکړي، پرښتو په تعجب وپوښتل: «أَتَجْعَلُ
فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ ٱلدِّمَآءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ
وَنُقَدِّسُ لَكَ؟»؛ ایا داسې څوک خلیفه ټاکې چې فساد به کوي او وینه به
تویوي؟ رښتیا هم، نن چې انسان د فساد او وینې تویولو په حالت کې وینو، او هغه کسان
ګورو چې د خپلو ګټو لپاره چوپ پاتې دي او خیانت کوي، د پرښتو دا پوښتنه ډېره معقوله او منطقي
ښکاري. کېدای شي په نننیو جنایتونو کې د پرښتو د همغې اندېښنې ژوندی انځور پټ وي چې له پوښتنې څخه څرګندېږي.
خو
دغې پوښتنې ته د الله سبحانه وتعالی ځواب نه یوازې قانع کوونکی و، بلکې له حکمته ډک و. الله تعالی وفرمایل: «إني أعلم ما
لا تعلمون»؛ زه پر هغه
څه پوهېږم چې تاسې پرې نه پوهېږئ. بیا یې دا حکمت موږ ته په دوو اساسي اړخونو کې روښانه
کړ. لومړی، انسان به د فکر، پوهې او پېژندنې وړتیا ولري: «وَعَلَّمَ آدَمَ
الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا»؛ یعنې الله آدم علیهالسلام ته يې د درک، ژبې، نوم ایښودو او
پېژندنې ځواک ورکړ؛ هغه ځانګړتیاوې چې انسان له نورو مخلوقاتو ممتاز کوي. دویم، انسان ته به هدایت
(وحي) راولېږل شي، څو د حق او باطل ترمنځ توپیر وپېژني او د خیر لار په هوښیارۍ
وټاکي؛ لکه چې فرمايي: «فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَن تَبِعَ
هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ» [البقره: ۳۸]. هو، انسان یو مختار موجود
دی؛ که عقل او هدایت وکاروي، رښتیا
هم کولی شي د خلافت دا مقام پر غاړه واخلي. او همدلته د امت
علماوو ویلي: دا
آیت پر ځمکه د
خلافت او الهي حاکمیت د
وجوب له څرګندو دلایلو څخه دی.
یوازې هغه کسان د خلافت وړ دي چې فکر کوي، الهي هدایت د خپل ژوند څراغ ګرځوي او دا
هدایت د دوی د فردي او سیاسي ژوند اساس وي. دا خلک نه یوازې دا چې پخپله د فساد
لار نه نیسي، بلکې د فساد پر وړاندې درېږي او د مظلومینو دفاع کوي.
برعکس،
هغه کسان چې فساد کوي، وینه تویوي، یا د جنایتونو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي او د
خپلو سرچینو او ګټو لپاره سکوت اختیاروي؛ نه یوازې مجرمین دي، بلکې د خلافت وړتیا یې
هم له لاسه ورکړې. دا هغه خلک نه دي چې پرښتو ورته سجده کړې وه. خلافت یو ستر
مسولیت دی،
د بشر لپاره یو امتحان دی، څو څرګنده شي چې څوک په رښتیا د دغه مقام وړ دي. هغه کسان چې د
هدایت پیروي کوي، هماغه خلک دي چې «لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ
يَحْزَنُونَ»؛ هېڅ نه وېرېږي؛
نه د ځان له لاسه ورکولو څخه او نه د مال او قدرت.