د اونۍ خبره؛ د چین اقتصادي ښامار په کوم لوري روان دی او زموږ مکلفیت څه شی دی؟!
02/06/2025 | لیکوال: ابراهیم منیب

Print


د چین مرکزي بانک د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر کې اعلان وکړ، چې دغه هېواد ۵ سلنې اقتصادي ودې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي، هغه وده چې د دوی اقتصاد د کرونا له ویروس وړاندې پرې ولاړ و. دغه اعلان د چین د اوسني اقتصادي وضعیت د ماتې ښکارندویي کوي. له بلې خوا د چین د اقتصاد موډل چې په داخل کې د خامو موادو پر پروسس او نورۍ نړۍ ته یې پر صادرولو ولاړ دی، د امریکا لخوا د لوړو تعرفو د لګولو له ګواښ سره مخ دی. چین له کرونا راهیسې چې له ۵سلنې څخه د ټیټې اقتصادي ودې له امله کړېږي، هڅه کوي چې په خپل اقتصادي موډل کې اصلاحات راولي. په دغو اصلاحاتو کې د تولیداتو عصري او ډیجټل کول، د داخلي لګښتونو لپاره له تولیداتو څخه ګټه اخیستنه، د نړۍ په کچه د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا د رهبرۍ په برخه کې اوږدمهاله پلانونه او د ډېرو پیسو د پمپ کولو له لارې د چین د خلکو د اقتصادي ستونزو حل کول شامل دي او دا هغه حللارې دي چې د چین دولت د خپل اقتصاد د درملنې او له امریکا سره د سیالۍ لپاره ټاکلې دي.    
د چین هېواد یوه بله مهمه اقتصادي ستونزه د ځوان نسل کمښت دی او دا موضوع د دولتي چارواکو د جدي اندېښنې لامل ګرځېدلې ده. شمېرې ښيي چې له ۵۰ کلونو لوړ عمر لرونکي وګړي، له ۵۰ کلونو ښکته عمر لرونکو وګړو څخه زیات دي او دا پخپله د چین د اقتصاد ګواښلو ته شرایط برابروي. 
د چین دولت د Made in China 2025 په نامه په یوه لس کلن پلان کې هڅه کړې، چې تر ۲۰۲۵م کال پورې به خپلو ۲۶۰ ستراتیژیکو موخو ته رسېږي، چې دغه موخې تر ډېره د اقتصادي رهبرۍ او نوښت اړخونه رانغاړي. هغه تحلیل چې په ۲۰۲۴م کال کې د South China Morning Post لخوا وړاندې شو، دا څرګندوي چې چین د MIC2025 پلان ۲۶۰ ستراتیژیکو موخو ته سل په سلو کې نه دی رسېدلی. د چین هېواد د برقي موټرو، د انرژۍ د تولید، د کښتۍ جوړولو او د لوړ سرعت ریلونو په برخه کې نه یوازې خپلې موخې ته رسېدلی، بلکې ترې اوښتی هم دی؛ خو د فوتولیتوګرافۍ، د براعظمي مسافر وړونکو الوتکو او د براډبینډ انټرنټ شبکو په برخه کې بیا خپلو موخو ته نه دی رسېدلی.
دغه وضعیت ته په پام سره ویلی شو، چې د چین اقتصاد که څه هم د امریکا او غرب لپاره اقتصادي ګواښ دی، خو پخپله چين هم له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دی. چین، چې اقتصاد یې د امریکا په مشرۍ د اوسني نړیوال نظم تر سیوري لاندې وده کړې، هېڅکله یې د دغه نظم د له منځه وړلو غوښتنه نه ده کړې؛ بلکې هغه څه چې له روسیې سره په ګډه د غرب پر وړاندې پرې ټینګار کوي، یوازې د اوسني نړیوال نظم اصلاح کول دي. په دواړو حالتونو کې امریکا او په ټوله کې غرب په دې پوهېږي، چې د چین اقتصاد د اوسني نړیوال نظم محصول دی، خو په دې حالت کې هم دغه هېواد ورته جدي اقتصادي ګواښ جوړولی شي. له همدې امله امریکا په دښمنانه توګه هڅه کوي، چې په هر ډول چې وي باید د چین د اقتصادي ودې او د هغه د اقتصادي رهبرۍ مخه ونیسي او پر وړاندې یې ځینې چلندونه غوره کړي لکه؛ د ستراتیژیکو محصولاتو پر صادراتو بندیز او د لوړو تعرفو وضع کول.
اوسنی وضعیت د قدرت د څښتنانو لپاره یو غوره فرصت دی، چې د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره اقدام وکړي، ترڅو اسلامي امت په مختلفو سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې هغه موقف ته ورسېږي، چې له دغو مادي شرایطو څخه په استفادې بیا د دین د اظهار لپاره اغېزناک ثابت شي. په حقیقت کې که چېرې اسلامي امت غواړي چې د استعماري قدرتونو تر منځ د یوه سیال په توګه راڅرګند شي، نو فرض ده چې د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره هلې‌ځلې او سرښندنه وکړي. هغه دولت چې د اسلامي امت پوهان او متخصص ځواک به په اسلامي روحیه وروزي او د اسلام په ځواک سره به له کفري قدرتونو لکه؛ چین، روسیې او غرب سره چې دا مهال یو له بل سره ښکر په ښکر دي، سیالي وکړي.




   ارسال نظر