هغه کسان‌ چې د خنځیر غوښې له خوړلو سره عادت کوي!
04/17/2025 | یوسف ارسلان

Print


ځینې هڅه کوي چې د فقهې د اضطراري حالت قاعده – لکه په داسې حالت کې د خنځیر د غوښې خوړلو یا شرابو د څښلو جواز چې سخته لوږه یا تنده د مرګ سبب ګرځي– د سیاست میدان ته هم وغځوي، او داسې وښيي چې په سختو سیاسي حالاتو کې هم ګواکي روا ده چې د نا اسلامي نظامونو تر سیوري لاندې پناه واخیستل شي. خو دا یو فاسد او ناسم قیاس دی. سره له دې چې په اسلامي دولت‌ولۍ کې هم د اضطراري حالت لپاره قواعد شته، خو هغه آیت چې د لوږې د اضطراري حالت په اړه نازل شوی، یوازې د ژوند د ژغورلو لپاره موقتي اجازه ورکوي، او دا یوازې د څو حرامو لمړیو خوړلو ته محدود دی چې د مرګ خطر دفع شي؛ داسې نه چې د اسلامي نظام پرېښودو او د سیکولر نړیوال نظم تلپاتې منلو ته توجیه شي.
ان د دغه فاسد قیاس پر منلو سربېره هم، د نن ورځی ډېری مسلمان سیاستوال د اضطراري حالت له حد څخه تېر شوي دي؛ هغوی نه یوازې دا چې خپله د ملي دولتونو «سیاسي شراب» څښي، بلکې په خوښۍ یې نورو ته هم وړاندې کوي، او وایي: «ته يې هم وڅښه، خوندور دي!».
د دې څرګند مثالونه په هغو کسانو کې لیدل کېږي چې د ملي دولتونو منل، جمهوریت او پراګماټیک سیاستونه د ټولو اسلامي ډلو لپاره یوه عامه نسخه ګڼي او ورته وړاندیز کوي یې. داسې کسان لکه په اسلامي خاورو کې د سیاسي اسلام ځینې څیرې، یا هغه څېرې چې د ملي سیاستونو په چوکاټ کې د «تدرجي اسلام» خبرې کوي، او د اسلامي احکامو پوره تطبیق او د مظلومانو مرسته او نصرت یوه نامعلوم راتلونکي ته پرېږدي.
تر دې هم ور اوړوي، ځینې دغه کسان چې د اضطرار په پلمه حرامه سیاسي غوښه خوري، خپلې ښځې هم په سیاسي ناستو او غونډو کې د نامحرمو نارینه‌وو ترڅنګ کېنوي؛ حال دا چې هغوی نه د مرګ له خطر سره مخ دي، نه داسې حالت لري چې هلته یې شتون واجب وي. که ومنو چې دوی پخپله اړ دي چې مختلط ټولنیز نظام ومني، نو خپلې ښځې ولې مجبوروي چې دا سیاسي شراب وڅښي؟ هغوی خو په اضطراري حالت کې نه دي!
دا کسان په ظاهر کې د «عذر، اضطرار او رخصت» خبرې کوي، خو په حقیقت کې یې همدا د خپل حرکت اصل او د عزیمت لاره ګرځولې ده او په هر حالت کې، که سختي وي که اساني، ایمان پرې لري. د دولت-ملت نظم ته شعوري او دوامداره ننوتل او غیراسلامي سیاست منل، د انسان له زړه څخه پر شرعي حل‌لارو باور باسي؛ تر دې چې نه د بېرته راګرځېدو لار پاتې کېږي او نه د شریعت د اقامې او خلافت د تأسیس لېوالتیا. رخصت او تدرج د دوی په نظر کې نور موقتي ژغورنه نه، بلکې د اسلامي حل‌لارو د بشپړ پرېښودو لپاره یو پُل دی. دوی که بېرته راونه ګرځي، نو د عمر تر پایه به د خنځیر غوښه خوري؛ موږ دغو کسانو ته د داسې عاقبت په اړه خبرداری ورکوو!




   ارسال نظر