قصاص، د قاتل لپاره رحمت دی!
04/17/2025 | یوسف ارسلان

Print


په اسلام کې د قصاص حکم یو له هغو محکمو او ثابتو احکامو څخه دی، چې انکار ترې کفر او پرېښودل یې ظلم دی. په اسلام کې د جزا فلسفه د غرب له حقوقي نظامونو سره بنسټیز توپیر لري. په اسلام کې مجازات یوازې د اصلاح لپاره نه دي؛ بلکې د ټولنې لپاره اساسي پیغام لري. لومړی، د «عامه عبرت» لامل کېږي، ترڅو د وینې حرمت وساتل شي او نور خلک له جرم کولو ځان وساتي. دویم، په اخرت کې «د مجرم لپاره کفاره» ده، ترڅو د دنیوي جزا په سبب پاک او د دوزخ له عذاب څخه خلاص شي. دغه دقیق او رحماني لیدلوری څرګندوي، چې د شرعي جزا پلي کول هم پر ټولنه او هم پر مجرم باندې رحم دی؛ ځکه هغه کسان چې په دنیا کې پرې شرعي جزاوې پلې شي، له اخروي جزا څخه معاف کېږي، په داسې حال کې چې د اخرت عذاب تر ټولو دنیوي جزاوو سخت دی.
په دې توګه سېکولر بنسټونه، ملګري ملتونه او د جمهوریت فکري پاتې شوني د افغانستان د حکومت لخوا د قصاص د حکم پر پلي کولو داسې غبرګون ښيي، لکه دوی چې د عدالت او انسان دوستۍ سرلاري وي. په داسې حال کې چې همدغه کسان او بنسټونه یا د غزې په وحشیانه نسل‌وژنه کې ـ چې لسګونه زره بې‌ګناه ښځې، نارینه او ماشومان پکې ووژل شول ـ چوپ پاتې دي او یا هم په مستقیم ډول پکې ښکېل دي. هغه کسان چې د یوې ټولنې عام‌وژنه پخپلو سترګو ویني او بیا هم چوپ پاتې کېږي، ایا نه شرمېږي چې د «بشري حقونو» خبره کوي او د شرعي حدودو پر پلي کولو نیوکه کوي؟ د بشري حقونو په اړه له هرې خبرې وړاندې باید لومړی په خپل لاس جوړه کړې اعلامیه وسوځوي، بیا دې له نورو ملتونو په ځانګړې توګه له اسلامي امت څخه بښنه وغواړي او د دغه جنایت عاملین چې ځانونه د بشري حقونو استازي بولي، باید محاکمه شي.
له همدې امله باید پوه شو چې د اسلام پلي کول هغه عدالت دی، چې له محکماتو څخه منکر یې کافر او د احکامو پرېښودل یې ظلم دی، نو تر هغو کسانو به څوک ظالم وي چې اسلامي حللارو ته شا کړي، د ظالم غرب فکر ومني او خپلې نفساني غوښتنې خپل خدای وګرځوي؟ ایا دغه کسان چې پر قصاص نیوکه کوي، په حقیقت کې د جرم او مجرم ملاتړي نه دي؟!
د افغانستان حکومت «شرعي مکلفیت» لري، چې شریعت په ټولو برخو کې په عادلانه توګه پلی کړي. اسلام د ژوندانه یوه بشپړه ټولګه ده چې په سیاست، اقتصاد، تعلیم، بهرني سیاست ... کې باید پلې شي؛ که څه هم دا چاره د سېکولرانو او نړیوالو بنسټونو خوښه نه وي. د اسلام بشپړ پلي کول هغه رڼا ده، چې الله سبحانه وتعالی یې د پوره کولو ژمنه کړې او دا ژمنه مومنانو ته خوښي راولي، خو مجرمین ترې کرکه لري.




   ارسال نظر