بسم الله الرحمن الرحيم
ژباړه
پوښتنه:
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
زه احمد وسام الهشلمون د حزب التحرير له شبابو يم. زه يو څو پوښتنې لرم؛ هيله ده چې را ته ځواب به يې کړئ.۱: په اسلام کې د انځورګرۍ (رسامۍ) حکم څه دی؟ ۲- د انسان د وجود د غړو د رسمولو حکم څه دی؟ ۳: او آیا د مجسمه جوړونې حکم پر رسامۍ هم پلی کیږي؟ ډېره مننه.
ځواب:
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!
مخکې مو د رسم (تصوير) په هکله بشپړ ځواب وړاندې کړی و، شاید تاسو خبر نه یاست، هغه ځواب ټول هغه موضوعات را نغاړي چې تاسو يې په اړه پوښتنه کړې او دغه راز د موضوع اړوند نور موضوعات هم پکې شته... د هغه ځواب متن درته را نقلوم:
«د رسم (تصوير) په اړه تر ځواب وړاندې پر څو موضوعاتو ټینګار کوو:
۱: هغه ځوابونه چې لاندې يې ذکر کوو د تصوير يعنې په لاس سره د رسامۍ د شرعي حکم په اړه دي، همدا هغه معنا ده چې په احاديثو کې راغلې ده، نه د الې (کامرې) په واسطه تصوير (عکس)؛ ځکه هغه (د کامرې عکس) مباح دی او احاديث پرې نه تطبيقېږي.
۲: لاندې ځوابونه د هغو مستوي مسطحو (اوارو) تصويرونو په اړه دي چې سيوری نه لري، چې دغه ځوابونه د پوښتنې اړوند ټولو فروعاتو په اړه تفصيل را نغاړي.
۳: خو سیوری لرونکی تصوير؛ یعنې جسدونه چې تاسو په پوښتنه کې د «نحت» یا مجسمې په نامه یاد کړي، د هغې حراموالی واضح دی او د ځواب په پای کې یې وړاندې کوو...
لومړی: رسم (تصوير) چې سيوری نه لري؛ يعنې د مستوي او مسطح تصويرونو اړوند پوښتنو ځوابونه له خپلو مختلفو فروعاتو سره:
د لومړۍ او دويمې پوښتنې په اړه:
د تصوير ايډيټ او بدلون ( لکه د مخ د ګونځو لرې کول، د سترګو د رنګ بدلول يا د څېرې د ځينو ځانګړنو بدلول او ...).
واقعیت ته نږدې د انسانانو او حیواناتو د شکلونو انځورول...
دغه دواړه پوښتنې د ذيروح (سا لرونکو) شيانو په رسمولو يا د ذيروح شيانو په تصويرونو کې د لاس په واسطه ايډيټ او بدلون راوستلو لکه د ګونځو لرې کول او د مخ د ځينو ځانګړتياوو بدلولو اړوند دي... دا هغه څه دي چې په دلايلو کې راغلی تحريم پرې تطبيقېږي، توپير نه کوي که دغه رسم د لاسي قلم په واسطه وي او که د کمپيوټر پر سکرين د موس د کارولو په واسطه وي. هر ډول د ذيروح شي رسامي او انځورګري چې د انساني هڅې پایله وي، نو تحریم پر هغه تطبيق کېږي. بخاري له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کړی، هغه ويلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
«مَنْ صَوَّرَ صُورَةً فَإِنَّ اللَّهَ مُعَذِّبُهُ حَتَّى يَنْفُخَ فِيهَا الرُّوحَ، وَلَيْسَ بِنَافِخٍ فِيهَا أَبَدًا.»
ژباړه: چا چې تصوير انځور کړ، نو الله تعالی به تر هغه پورې عذاب ورکوي، تر څو يې چې په هغه کې روح نه وي اچولی، په داسې حال کې چې هغه هيڅکله (په تصوير کې) روح نه شي اچولی.
همدا شان له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی، هغه ويلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إنَّ الَّذِين يَصْنَعونَ هذِهِ الصُّورَ يُعَذَّبُونَ يَوْمَ الْقِيَامَة، يُقَالُ لهُم: أحْيُوا مَا خَلَقْتُمْ.» (متفق علیه)
ژباړه:بېشکه، هغه کسان چې دغه تصويران جوړوي، دوی ته به د قيامت په ورځ عذاب ورکول کېږي، دوی ته به ويل کېږي: هغه څه ژوندي کړئ چې خلق کړي مو دي.
د دويمې او درېيمې پوښتنې په اړه:
د چاپ شويو تصويرانو او انځورونو کارول.
د هغو تصويرانو، انځورونو يا لوګوګانو کارونه چې د نورو ډيزاينرانو لخوا ډيزاين او جوړ شوي وي، نه د کاروونکي لخوا.
یعنې د نورو خلکو د انځور کارونه چې خپله شخص نه وي انځور کړي، پر دغو باندې د انځورونو د راټولو او ساتلو حکم پلی کیږي او په درې ډوله دي:
الف: که چېرې دغسې تصوير (چې له بل چا څخه دې اخيستی وي) د عبادت په ځايونو کې د کارونې لپاره وي، لکه جاينماز يا د مسجد پردې يا د مسجد لپاره اعلان او اشتهار او داسې نور... نو دا کار حرام دی او جواز نه لري. د دې دليل دا دی چې له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم تر هغه پورې کعبې ته دننه نه شو تر څو چې په هغې کې شته تصاوير محوه او پاک کړل شول، نو کعبې ته له ننوتلو څخه د رسول الله صلی الله عليه وسلم انکار تر هغه پورې چې هلته شته تصاوير نه وو ړنګ شوي، دا د عبادت په ځايونو کې د تصويرانو د ايښودلو د ترک جازمه قرينه ده، نو دا په مساجدو کې د تصويرانو د تحريم دليل دی:
احمد له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کړی چې ويلي يې دي:
«أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم لَمَّا رَأَى الصُّوَرَ فِي الْبَيْتِ يَعْنِي الْكَعْبَةَ لَمْ يَدْخُلْ وَأَمَرَ بِهَا فَمُحِيَتْ»
ژباړه:«کله چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم په بيت الله يعنې کعبه کې تصاوير وليدل، نو هغې ته دننه نه شو او د هغو د ړنګولو او ورانولو امر يې و کړ او هغه محوه او ړنګ کړل شول.»
ب: خو که چېرې د بل چا اخيستل شوی تصويران رسم شوي تصويران وي او د عبادت له ځايونو پرته په نورو ځايونو کې د کارولو لپاره يې راوړي وي، نو په دې اړه راغلي دلايل د دغه کار پر جواز دلالت کوي:
- که دغه تصويران په هغو ځایونو کې د کارولو لپاره وي چې د احترام، تعظیم او تجلل لپاره وي، لکه د کورونو پردې، د تحصیلي موسسو اعلانونه، د ښوونځیو او ادارو جامې او خبرتیاوې چې په عبادت پورې تړلې نه وي، يا لکه د خونې په منځ کې (پر ديوالونو) د هغو را ځړول، يا یې اغوستل او يا دې ته ورته نور حالات که څه هم جايز دي، خو دغه ټول کارونه مکروه دي.
- که دغه د بل چا لخوا جوړ شوي تصويران د عبادت له ځايونو او دغه راز د احترام له ځايونو پرته په بل څه کې وکارول شي، مباح دي؛ لکه: د خونې فرش، د څملاستو توشک، د تکيې بالښت یا پر ځمکه انځورونه چې پرې ګرځئ او داسې نو... ټول مباح دي.
د دې دلايل په لاندې توګه دي:
مسلم له ابو طلحه څخه روايت کړی، هغه ويلي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اوريدلي چې فرمايل يې:
«لا تدخل الملائكة بیتاً فیه كلب ولا صورة.»
ژباړه: ملائکې هغه کور ته نه داخلېږي چې سپی یا تصوير پکې وي.
او له يوې بلې لارې (د روايت له بلې سلسلې) د مسلم په روايت کې داسې راغلي:
«إلا رقماً فی ثوب.»
ژباړه: له هغه تصوير پرته چې په جامو کې نقش شوی وي.
دا په جامو کې د نقش شوي تصویر د استثنا کولو دلیل دی. نو د حديث مفهوم دا دی چې ملائکې هغه کور ته دننه کیږي چې په جامو کې نقش شوی تصوير پکې وي، يعنې رسم شوی تصوير.
په دې معنا چې په جامو کې نقش شوی مستوي (اوار) تصوير جایز دی؛ ځکه ملایکې هغه کور ته دننه کیږي چې په جامو کې نقش شوی مستوي تصوير پکې وي. مګر نور احاديث هم شته چې د دغه ډول جواز په صراحت سره بيانوي:
- بخاري له عائشې رضي الله عنها څخه روایت کړی، هغې ويلي:
«دَخَلَ عَلَيَّ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم وَفِي الْبَيْتِ قِرَامٌ فِيهِ صُوَرٌ فَتَلَوَّنَ وَجْهُهُ ثُمَّ تَنَاوَلَ السِّتْرَ فَهَتَكَهُ»
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ زما خونې ته را دننه شو چې په خونه کې پر پرده تصويران وو، نو د مخ رنګ يې بدل شو، بيا يې د خونې پرده را ښکته کړه او څيرې يې کړه.
«قرام» یو ډول جامه ده چې هغه مهال د دروازې د پردې په توګه استفاده ترې کېده. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رنګ بدلېدل (له غوسې څخه) او د پردې ښکته کول، د تصوير لرونکې پردې د کارولو پر ترک دلالت کوي. خو کله چې دغه روايت له هغه روايت سره پيوسته شي چې پکې راځي چې ملايکې هغه کور ته دننه کېږي چې تصويران پکې وي «يعنې په جامو کې نقش شوي تصويران»، نو دا پر دې دلالت کوي چې دلته د ترک غوښتنه غير جازمه ده، يعنې دغه کار مکروه دی او بل دا چې دغه تصويران په هغه پرده کې وو چې د خونې پر دروازه را ځړېږي، چې دا يو محترم ځای دی. پر دغه اساس په محترم ځای کې د تصويرانو نصبول او ځړول مکروه عمل دی.
- احمد په خپل مسند کې له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کوي چې جبرييل علیه السلام، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:
«وَمُرْ بِالسِّتْرِ یقْطَعْ فَیجْعَلَ مِنْهُ وِسَادَتَانِ تُوطَآَنِ.»
ژباړه: چا ته امر وکړه چې دغه پرده څيرې کړي او دوه بالښتونه ترې جوړ کړي، چې خلک پرې وګرځي را وګرځي (خلک پرې کېني، تکيه پرې وکړي او له پاسه پرې وګرځي)
له دې څخه واضح کیږي چې جبريیل علیه السلام، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر کوي چې پردې له احترام وړ ځایونو څخه لرې کړي او له هغه څخه بالښتونه جوړ کړي چې ناسته ولاړه پرې وشي؛ نو دا په دې معنا چې په هغو ځایونو کې د انځورونو کارول مباح دي چې محترم نه ګڼل کیږي.
د پنځمې او شپږمې پوښتنې په اړه:
د خلکو يا حيواناتو د رمزونو (نښو/علامو) رسمول (د بېلګې په توګه: په لاره کې د رهنمايۍ نښې او علامې لکه پر سرک د پليو خلکو د پورې وتلو علامه، يا د اورلګېدنې پر مهال د خروجي دروازې علامه، يا لکه پارک ته له ځان سره د سپيانو د نه داخلولو علامه).
د انسان یا حیوان د وجود د غړو انځورول (د بېلګې په توګه: د شعار په توګه د روغبړ (لاس ورکولو) تصوير، يا د شهادت د ګوتې تصوير، يا د اس د سر تصوير...).
د دغو دوو پوښتنو ځوابونه په دې توګه دي:
که دغه رمزونه او علامې داسې انځور شوي وي چې د داسې شي تصوير ښېی چې هغه ذيروح وي، نو حرام دي؛ ځکه په احادیثو کې د حرام ګرځول شوي تصوير وصف د هغې ذيروحوالی دی او دا وصف پر بشپړ تصوير، نیم تصوير او یا د هغه سر پر تصوير تطبيقېږي چې د وجود له ښکاره غړو سره پيوسته وي لکه لاسونه او ورته نور شیان.
خو که دغه علامې د ذيروح تصوير نه وې؛ لکه یوازې د لاس رسم، يا د ګوتې نښه چې يوه شي ته اشاره کوي، يا د دوو لاسونو تصوير چې له یو بل سره مصافحه (روغبړ) کوي او دې ته ورته نور تصاوير حرام نه دي او د تحريم دلايل پرې نه تطبيقېږي.
خو يوازې د سر رسم (تصوير) چې د وجود له ښکاره غړو سره تړلی نه وي، په دې کې فقهاء اختلاف لري او هغه نظر چې زه ورته ترجيح ورکوم دا دی چې د سر هغه تصوير چې د وجود له هيڅ غړي سره اتصال و نه لري حرام نه دی. ځکه هغه احادیث د دې دلیل دی چې د مجسمې د سر پرې کولو ته جواز ورکوي څو د ونې د تنې په شان پاتې شي، لکه د ابوهریره رضی الله عنه حدیث چې جبرئیل علیه السلام پکې پیغمبر صلیالله سبحانه و تعالی ته وايي چې د مجسمې چې کله سر پرې شي، نو حرام نه دی.
«فَمُرْ بِرَأْسِ التِّمْثَالِ يُقْطَعْ فَيُصَيَّرَ كَهَيْئَةِ الشَّجَرَةِ...» (رواه احمد)
ژباړه: د کور په دروازه کې د تمثال (مجسمې) د سر پرې کولو امر وکړه، تر څو هغه د ونې د تنې په څېر شي.
د دې حديث معنا دا ده چې يوازې سر او له سر پرته يوازې نوره تنه، هر يو يې جلا حرام نه دي. داسې نه شي ويل کېدی چې عدم تحريم د مجسمې د تنې لپاره دی چې سر يې پرې شوی وي، خو پخپله پرې شوی سر حرام دی؛ ځکه جبرئیل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر وکړ چې د مجسمې سر قطع کړي، په دې معنا چې د سر قطع کول جایز دي او څه چې د سر پر پرې کولو مرتب کېږي، هغه هم جايز دي.
باید یادونه وشي چې حنبلي او مالکي فقهاء یوازې د سر پاتې کېدل جایز ګڼي او شافعي فقهاء په دې کې اختلاف لري، ډېری شوافع فقهاء یوازې د مجسمې د سر پاتې کېدل حرام ګڼي او لږ شمېر یې جایز بولي.
او د وروستيو دوو (اومې او اتمې) پوښتنو په اړه:
د اشخاصو او حيواناتو د داسې تصويرانو انځورول چې له واقعيت سره شباهت ونه لري (کارتون).
د داسې خرافاتي کيسو او حکاياتو رسمول چې په واقعيت کې هيڅ شتون نه لري.
د دغو دواړو پوښتنو ځواب دا دی چې: که دغه تصاوير پر ذیروح موجود دلالت کوي که څه هم د هغه اصالت ته ورته نه وي او له واقعيت سره یې شابهت نه لري، حرام دي؛ ځکه د تحريم نصوص پرې د تطبيق وړ دي. د مسلم په روایت شوي حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم عائشې رضي الله عنها ته امر کوي چې پر دروازه راځړېدلې پرده لرې کړي؛ ځکه په هغه پرده کې د وزرونو لرونکو آسونو انځورونه وو، په داسې حال کې چې د وزرونو لرونکي آسونه په واقعيت کې شتون نه لري:
«قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ سَفَرٍ وَقَدْ سَتَّرْتُ عَلَى بَابِي دُرْنُوكًا فِيهِ الْخَيْلُ ذَوَاتُ الْأَجْنِحَةِ فَأَمَرَنِي فَنَزَعْتُه.»
ژباړه: رسول الله علیه وسلم له سفره راوګرځېد او پر دروازه مې درنوک (یو ډول جامه/ پرده) را ځړولې وه چې په هغې کې د وزرونو لرونکي آس انځور و، نو ما ته يې د هغه د لرې کولو امر وکړ او ما هم لرې کړه.
دویم: د هغو تصاويرو په اړه ځواب چې سيوری لري: مجسمې:
د ذیروح شيانو مجسمې حرامې دي، په استثناء د ماشومانو د لوبتوکو (نانځکو) څخه. د دې دلايل په لاندې توګه دي:
- احمد له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی دی، هغه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
«أتاني جبريل عليه السلام فقال: إني كنت أتيتك الليلة فلم يمنعني أن أدخل عليك البيت الذي أنت فيه إلا أنه كان في البيت تمثال رجل... فمر برأس التمثال يقطع فيصير كهيئة الشجرة... ففعل رسول الله صلى الله عليه وسلم.»
ژباړه: جبرئیل عليه السلام ما ته راغی او ویې ویل، تېره شپه راغلم خو ستا په کور کې د سړي د مجسمې له امله درته را نه غلم، چا ته امر وکړه چې د مجسمې سر قطع کړي تر څو د ونې په څېر شي. رسول الله صلی الله عليه وسلم همداسې وکړل.
- او له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې هغه ته يو سړی راغی او ورته ويې ويل: زه داسې تصاوير انځوروم او داسې تصاوير جوړوم، نو په دې اړه ما ته فتوا راکړه، هغه (ابن عباس رضي الله عنه) ورته وويل: ما ته را نږدې شه، نو هغه ور نږدې شو، د هغه پر سر يې لاس کېښود او ورته ويې ويل: په هغه څه به دې خبر کړم چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې اورېدلي دي، له هغه صلی الله عليه وسلم څخه مې اوريدلي چې فرمايل يې:
«كل مصور في النار، يُجعل له بكل صورة صورها نفس تعذبه في جهنم، فإن كنت لا بد فاعلاً فاجعل الشجر وما لا نفس له.»
«هر انځورګر په اور کې دی، هر تصوير چې ده جوړ کړی وي، په هغه کې به ورته سا واچول شي او بيا به هغه تصوير ده ته په جهنم کې عذاب ورکوي. که چېرې ستا له دغه کار څخه چاره نه وي او اړ يې چې ويې کړې، نو داسې وکړه چې د ونې او داسې شيانو شکلونه جوړوه چې روح (سا) نه لري.
تصوير د هر کس یا شي د څېرې (شکل) کښل دي، چې مجسمې جوړول هم په تصوير کې راځي او مجسمه او نقاشي هم تصوير دی. رسامي (نقاشي) يا تمثال (مجسمه) تصوير دی چې جمع يې «صور» دی چې په لغت کې «تصاوير» هم ورته ويل کېږي او مجسمې هم پکې شاملې دي.
- دغه راز مسلم روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، علي رضي الله عنه يوې سريې ته ولېږه او ورته ويې وفرمايل:
«لا تذر تمثالاً إلا هدمته» رواه مسلم.
ژباړه: هيڅ مجسمه بې ړنګولو مه پرېږده (ټولې مجسمې ړنګې او ماتې کړه).
په دې توګه د ذيروح شي هر تصوير ـ که هغه داسې تصوير وي چې سيوری ولري (مجسمه) او که داسې وي چې سيوری و نه لري، حرام دي.
خو د ماشومانو د لوبو لپاره جوړه شوې رسامي او نقاشي له حرامې رسامۍ او تصوير جوړونې څخه مستثنی دي، لکه: د ماشومانو لپاره د کارتون جوړول یا د ماشومانو د ساتتېرۍ، تسلیت، خوشحالۍ يا زدهکړې لپاره خیالي انځورونه ... دا ټول د لاندې دلایلو له مخې جایز دي.
ابو داود له عائشې رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې هغې ويلي:
«قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مِنْ غَزْوَةِ تَبُوكَ أَوْ خَيْبَرَ وَفِي سَهْوَتِهَا سِتْرٌ فَهَبَّتْ رِيحٌ فَكَشَفَتْ نَاحِيَةَ السِّتْرِ عَنْ بَنَاتٍ لِعَائِشَةَ لُعَبٍ فَقَالَ مَا هَذَا يَا عَائِشَةُ قَالَتْ بَنَاتِی.»
ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک یا خیبر له غزا څخه راستون شو او د هغې (عائشې رضي الله عنها د خونې) په تاقچه (په ديوال کې د شيانو ايښودلو ژور ځای/ المارۍ) پرده ځوړنده وه. نو شمال راغی چې پرده يې پورته کړه او د عائشې رضي الله عنها لوڼې (نانځکې) يې را برسېره کړې، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دا څه دي اې عائشې؟، هغې وويل: دا زما لوڼې دي.»
دغه راز بخاري له عائشې رضي الله عنها څخه روایت کړی چې ويلي يې دي:
«كُنْتُ أَلْعَبُ بِالْبَنَاتِ عِنْدَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم ...».
ژباړه: «د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مخکې مې له خپلو لوڼو (نانځکو) سره لوبې کولې...»
يعنې د نجونو په شکل له نانځکو سره.
دغه راز بخاري له ربيع بنت معوذ انصاريه څخه روايت کړی چې:
«... ونَجْعَلُ لهمُ اللُّعْبَةَ مِنَ العِهْنِ، فَإِذَا بَكَى أحَدُهُمْ علَى الطَّعَامِ، أعْطَيْنَاهُ ذَاكَ حتَّى يَكونَ عِنْدَ الإفْطَارِ. »
ژباړه: او د هغوی (ماشومانو) لپاره مو د وړيو نانځکې جوړولې، کله چې به له دوی څخه کوم يوه په خوړو پسې ژړل، نو هغه (نانځکه) به مو ورته ورکوله (چې پرې بوخت شي) تر هغه چې د روژه ماتي وخت به را رسېده.
يعنې ماشومان به مو د روژه ماتي تر وخته په نانځکو بوختول.
له دغو ټولو احادیثو څخه د ماشومانو د نانځکو جواز واضح کیږي، که څه هم د ذيروح مجسمې په څېر وي؛ نو په دې توګه که چېرې د ماشومانو لوبتوکي د مستوي (اوارو) تصاويرو په شکل وي، نو هغه خو په طريقه اولی سره جايز دي.» د ځواب پای.
هيله ده چې په دغه ځواب کې به دې د خپلې پوښتنې ځواب موندلی وي.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته
د ۱۴۳۸ د جماديالثاني ۲۰مه
د ۲۰۱۷ د جنوري ۱۹مه