آل سعود د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د بریتانیې په ملتیا د عثماني خلافت پر وړاندې بغاوت وکړ؛ ځکه چې د عثمانیانو نفوذ یې د خپلو جاهطلبیو او موخو پر وړاندې ګواښ ګاڼه. دوی خپل «خیر» تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د ملي دولت په تاسیس او له نوي نړیوال نظم سره په ادغام کېدو کې لیده. له استعماري قدرتونو سره بېلابېلو معاهدو، لکه له بریتانیې سره پټو معاهدو له آل سعود سره مرسته وکړه چې پر جزیرة العرب خپله ولکه وغزوي. په ۱۹۳۲م کال کې د سعودي پاچاهۍ تاسیس د یوه نوي مسیر پیل و چې له اسلامي خلافت سره ژمنتیا یې یوې خواته کړه او له نړیوالو اتحادونو سره پر تعامل ولاړ ملي دولت یې رامنځته کړ.
په وروستیو ۱۰۰ کلونو کې د سعودي سیاست ډیر د واقعګرایۍ او له لویو قدرتونو سره د ملګرتیا پر بنسټ و. دا پاچاهي توانېدلې چې له امریکا او نورو غربي دولتونو سره د ګډو تړونونو له لارې په نړیوال سیاست کې خپل ځای ټینګ کړي. په دې لار کې د اسلام وهابي تفسیر، چې یو وخت د دغه دولت د داخلي او بهرني مشروعیت اصلي ستنه وه، ورو ورو تت شوی دی. د دغه بدلون یوه بېلګه د امر بالمعروف بنسټ د رول محدودول او د سیکولر ټولنیزو پروګرامونو ملاتړ دی؛ دومره چې د سعودي بنسټ ایښودونکو لسیزې وړاندې ان فکر هم نه کاوه چې اولادونه به یې یوه ورځ د کعبې تر څنګ نڅېږي.
د سعودي بهرنی سیاست په وروستیو لسیزو کې پرګماتیک یا عملګرا او د اقتصادي ګټو پر بنسټ و. د دوی د اقتصادي متنوع کولو پروګرامونه، لکه د ۲۰۳۰ کال لرلید، ښيي چې تمرکز یې د نړیوالو پانګونو پر جذب دی. د غربي فرهنګ د ارزښتونو له ترویج سره دا بدلونونه په سعودي کې د یوه نوي نسل د رامنځته کېدو سبب شوي چې تر اسلامي ارزښتونو ډیرو، نړیوالو مډرنو ارزښتونو ته تمایل لري. د کنسرټونو او هنري جشنوارو ترسره کول او د مشهورو فحاشانو کوربهتوب ښيي چې فرهنګي بدلونونو سعودي له یوه اسلامي انځور څخه د غربپالو ارزښتونو لرونکي هیواد خواته بیولی. دا تغییر په ۱۰۰ کلونو کې په تدریجي توګه منځ ته راغلی.
دا د ملي دولتونو او عملګرا یا پرګماټیک او اقتصادمحوره سیاستونو عاقبت دی. هغو وهابیانو چې عثماني خلافت یې نااسلامي باله، د قبرونو زیارت یې شرک ګاڼه او له خالق پرته بل چاته توسل یې تکفیر کاوه؛ اوس یې اولادونه په داسې حال کې چې په غزه کې وحشتونه روان دي، دوی د وحې په خاوره کې د نیمه لوڅو ښځو کنسرټونه جوړوي او کعبې ته ښکاره سپکاوی کوي. بن سلمان د دغې خاورې د حاکم په توګه، وايي چې تر ټولو ستره هیله یې داده چې منځنی ختیځ په «دویمه اروپا» بدل شي، خپل ملي او اقتصادمحوره پالیسۍ پر اساس له اسلام څخه دومره لرې شوی چې حتی غواړي یهودي دولت سره خپلې اړیکې ښکاره او رسمي کړي. د دغه انحراف د پیل ټکی ښکاره دی؛ پیل یې هغه وخت وشو چې ملي دولت ته یې پر خلافت ترجیح ورکړه او په بهرني سیاست کې یې د دعوت او جهاد پر ځای، عملګرایي او اقتصادمحوري غوره کړه، هغوی وتوانیدل چې خپلې پیسې ډیرې کړي خو د الله تعالی پر ځای د غرب او خپلو نفسونو غلامان شول او خپله ټولنه یې هم له ځان سره د شر او تباهۍ پر لور سوق کړه. دا سیاست د هغه تحول مسیر و چې اسلامي هویت یې څنډې ته کړ او غربي ارزښتونه یې د سعودي ټولنې په مرکزي هسته بدل کړل. ایا داسې کسان شته چې عبرت واخلي!؟