ولې له حزب سره پاتې شوم؟
09/06/2023 | تمیم انصار

Print


زه په ۱۳۷۱ کې د افغانستان په مزار شریف ښار کې زېږېدلی یم. تل د کورنۍ لخوا تعلیم ته هڅول شوی یم. په ښوونځي کې مې هر څه په درس او د پیسو تر ګټلو تړلي وو. تر ښوونځي وروسته د یوه ټولګیوال لخوا له حزب التحریر سره معرفي شوم. حیران شوم چې آیا د مسلمانانو تر منځ داسې یوه ډله شتون درلودلی شي چې تر ملي پولو هخوا پر ټولو مسلمانانو فکر وکړي؟
له پلټنو وروسته مې پر دې قناعت حاصل شو چې رښتیا هم حزب التحریر په ټول اسلامي امت کې دعوت کوي. د ټول اسلامي امت زړه سواندی او د هغوی د نهضت لپاره کار کوي؛ ټولو ته په یوه سترګه ګوري او د اسلام له اوامرو سره سم د مسلمانانو تر منځ د وروولۍ بېلګه ده. حزب التحریر په رښتیا هم اسلام نړیوال دین مني او د ژوند په ټولو برخو کې یې حللاره ګڼي. تر هغې وروسته مې اسلام د نړیوال دین په توګه وپېزنده او پوه شوم چې اسلامي نظام باید یوازې پر افغانستان محدود نه وي او نه یوازې په افغانستان کې پلی کېدای شي. بلکې د مسلمانانو تر منځ دا پولې د انګلیس، امریکا او په ټوله کې د استعمار مفکورې دي. هر هغه حاکم چې له دې مفکورو سره سم حاکمیت کوي او پر ملي ګټو او پولو باور لري، د استعمار په لومه کې لوېدلی دی.
حزب التحریر نه یوازې اسلامي امت ته بلکې د اسلام له احکامو سره سم ټول بشریت ته اسلام د هدایت په توګه وړاندې کوي. حزب التحریر نه غواړي بشریت د پانګوالۍ پر مفکوره تر ملي پولو محدود پاتې شي بلکې غواړي د اسلام هدایت تر ټولې نړۍ ورسیږي. نو حزب التحریر رښتیا هم غواړي امت خپل مکلفیت ته متوجه کړي چې هغوی وسط او شاهد امت دي. امت باید په قیامت کې پر دې شهادت ورکړي چې بشریت ته یې اسلام رسولی دی.
له بده مرغه چې له نږدې یوې سلیزې راهیسې امت خپل مکلفیت هېر کړی. امت د ملي ګټو له مفکورې سره سم تر ملي پولو محدود شوی دی. که څه هم دې موضوع د نورو احزابو او ډلو پام ځان ته اړولی دی. خو په احزابو کې دا مفکوره یوازې یو شعار دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره کومه ځانګړې تګلاره نه لري. خو د حزب التحریر تګلاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنت څخه اخیستل شوې ده. نو هر هغه څه چې نورې ډلې بیانوي، د هغوی د ذهني منطق او استدلال پر بنسټ د اسلام بیانول دي. حال دا چې د شریعت احکام د شرعي سرچینو پر بنسټ استدلال غواړي. نو له حزب التحریر سره مې د دې دعوت د رسولو لپاره هوډ کړی دی او ان شالله پر همدې لار به د ملي پولو تر ماتېدو او پر ځای یې د اسلامي شریعت پر قایمېدو پاتې کېږو. په معروف (اسلام) د امر کولو او له منکر څخه د نهیې دنده به د عمر تر پایه سر ته رسوو. دعا کوم چې نور مسلمانان په ځانګړې توګه حاکمان د اسلامي امت دې سرنوشت ټاکونکې قضیې ته پاملرنه وکړي او پر همدې منهج او تګلاره اسلام ته د نړیوال دین په توګه کار وکړي.




   ارسال نظر