Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: ۰۳۷/ ۱۴۴۴ ۱۴۴۴هـ.ق کال، د ذوالقعدې ۱ ۲۰۲۳م کال، د مې ۲۱مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
هند یو ځل بیا خپلو خلکو ته د حزب التحریر په اړه حقیقت ویلو کې پاتې راغئ

(ژباړه)
د ۲۰۲۳م کال، د مې په ۱۰مه بېلابېلو رسنیو راپورونه ورکړي چې د هند په دوو ښارونو؛ بهوپال او حیدراباد کې شاوخوا ۱۶ مسلمانان نیول شوي. په دغو راپورونو کې پر حزب التحریر تور پورې شوی او یو «ترهګر» سازمان یاد شوی چې د هند پر وړاندې د «جهاد« نیت لري. په راپورونو کې د ځینو «بهرنیو» استخباراتي ادارو په ګډون بېلابېلې استخباراتي ادارې (دولتي او د اتحادیې) د «نامعلومو» سرچینو په توګه ماخذ نیول شوې. له نیول شوو کسانو سره د حزب التحریر له لوري چاپ شوي کتابونه د تورونو اساس بلل شوی. له هغه وخت راهیسې په انلاین ډول بېلا بېل تورونه خپرېږي؛ ځینې یې دغه ۱۶نیول شوي مسلمانان په تامیل ناډو ایالت کې د حزب التحریر د غړو له هغې قضیې سره تړي چې اوس روانه ده. (سرچینه)
د نړۍ تر ټولو لویې ډیموکراسۍ؛ یعنې هند په وار وار ښودلې چې دوی ته حقیقت ارزښت نه لري. د مودي حکومت (د قضایه قوې په ګډون) د ټولنې د بېلابېلو برخو له لارې غواړي د حزب التحریر مفکورې ته زیان ورسوي او تورونه پرې پورې کړي چې خلک د دغه حزب له دعوت څخه مخ واړوي؛ د مودي حکومت داسې ښيي چې ګواکي د حزب دعوت د کوم بهرني دولت غوښتنه ده. د حیرانۍ خبره په دغې موضوع کې د رسنیو د ادارو بې پروايي ده. په هند کې دا معمول ده؛ په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه پر ډیموکراسۍ د خلکو باور د پام وړ کم شوی او د دې اصلي لامل دا دی چې خلک پوه شوي چې ډیموکراسي په وار وار د ژوند په بېلابېلو برخو؛ لکه حاکمیت، سیاست، اقتصاد او ټولنیز برخو  کې پاتې راغلې. دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه چې مودي په دې وروستیو کې د ډیموکراسۍ په اړه نړیواله غونډه کې د دې خبرې په کولو ـ چې هند د ډیموکراسیو «مور» ده ـ نړۍ حیرانه کړه. د مودې دې خبرې له ځینو هغو احساساتي او تودې وینې واله هندیانو پرته چې حقیقت ته له پام پرته د مودي هره خبره مني؛ د هند خلک، روښانفکران او بنسټونه هم حیران کړل. مشهور مورخ، البیروني په ۱۰۱۶م کال کې د هند سیمې ته سفر کړی و او د خپلو سترګو لیدلی حال یې داسې بیان کړی چې د تش په نامه «هندو عالمانو» له دې سره جوړه وه چې د دین او تاریخ په اړه خلکو ته په خپلو خبرو کې اغراق وکړي او درواغ ووایي او دا ډېری وخت د هغه وخت د حاکمانو له لوري منل کېدل! ان په دې وروستیو کې وینو چې څنګه د BJP رهبران د کشمیر دوسیو (The Kashmir Files) او د کریلا کیسې (The Kerala Story) پشان تخیلي فلمونه د «حقایقو» په توګه مني. ښايي د وخت په تېرېدو د اسلام د دښمنانو له لوري په درواغو د حقیقت په پټولو کې بدلون نه وي راغلی او د ډیموکراسۍ په نوم ملنډو له دې خبرې سره لا مرسته کړې وي.
سره له دې چې دولتونه، حاکمان او د هغو اجېنټان د هند د خلکو پر وړاندې درواغ خپروي، حزب التحریر به د حقیقت له ویلو او تکرارولو ستړی نه شي. حزب التحریر اسلامي نړۍ ته د حکومتولۍ لپاره خلافت نظام وړاندې کوي. د خلافت د بیا تاسیس لپاره د حزب التحریر منهج او تګلاره یوازې تر فکري او سیاسي دعوت پورې محدوده ده او د خلافت نظام د تاسیس لپاره مادي تګلارې، لکه د وسلو او تاوتریخوالي کارول د شرعي تګلارې خلاف ګڼي.
حزب التحریر دغه دعوت د دې لپاره کوي چې مسلمانان فکر او غور وکړي او په دې لار کې د مخالفانو تورونو ته پام نه کوي. دغه بې ځایه تورونه په حقیقت کې متنفذینو ته د حقیقت د لیدلو وړتیا ورکوي، ځکه چې حقیقت د بل هر څه خلاف خپل جذابیت لري. دغه پیښې د حق د دعوتګرانو پر وړاندې د جاهلیت د دعوتګرانو کمزوري ښيي. الله سبحانه وتعالی به د حقیقت د مخالفانو د دسیسو پر وړاندې د مخلصو دعوتګرو ملاتړ وکړي، بأذن الله.
موږ، حزب التحریر د اسلامي امت استازي یو. موږ پر ټولو انسانانو؛ مسلمانانو او نامسلمانو غږ کوو چې اسلام د یو متمدن بدیل په توګه ومني؛ پانګوال نظام، سیکولریزم او ډیموکراسي پریږدي، چې د هند د خلکو په ګډون یې انسانیت بدبخته، بېوزله او ویشلی دی. موږ پر هغو مخلصینو، چې خپلو خلکو ته وفادار دي، غږ کوو چې د پلورل شوو رسنیو د ادعاوو حقیقت معلوم کړي؛ دغه رسنۍ د هغو پانګوالو غلامي کوي چې د اسلام او مسلمانانو له بدنامولو ګټه اخلي تر څو خلک د ازادۍ او ډیموکراسۍ په نامه په خپله غلامۍ کې وساتي. په داسې حال کې چې موږ مسلمانان هغه قوم یو چې الله سبحانه وتعالی رالېږلي یو تر څو انسانان د انسانانو له عبادت څخه د الله عبادت؛ د دنيا له تنګوالي څخه د دنيا او آخرت پراخوالي او د دینونو له ظلم څخه د اسلام عدالت ته راوبولو.

[إِنَّهُ مَن يَأْتِ رَبَّهُ مُجْرِمًا فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيى]
ژباړه: «حقیقت دا دی، څوک چې د مجرم په توګه د خپل رب حضور ته ورشي، د هغه لپاره دوزخ دی، چې په هغه کې به نه مري او نه به هم ژوندی پاتې کېږي.» [طه: ۷۴]
انجنیر صلاح الدین عضاضه
د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر
ژباړه: فریدون محتاط




   ارسال نظر