Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
۱۴۴۴هـ.ق، د محرم ۵مه ۲۰۲۲م کال د اګسټ ۳مه

بسم الله الرحمن الرحیم
مطبوعاتي اعلامیه
دا چې مسلمانان ملاتړی نه لري؛ امریکا یې وژني، مقدساتو ته یې سپکاوی کوي او خاوره یې اشغالوي!
(ژباړه)

د امریکا ولسمشر، جو بايډن د ۲۰۲۲م کال د اګسټ په ۲مه، سه شنبه سهار اعلان وکړ چې شنبه، د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۳۰مه یې د افغانستان په پلازمېنه، کابل ښار کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ډاکټر ایمن الظواهري په خپل کور کې وژلی. دا برید وروسته له هغې شوی چې دی د روان میلادي کال له پیل راهیسې، چې له خپلې کورنۍ سره د افغانستان پلازمېنې ته د ژوند کولو لپاره را کډه شو، تر څار لاندې و.
ډاکټر ایمن الظواهري چې د اسلام او مسلمانانو د تر ټولو ستر او خطرناک دښمن، امریکايي استخباراتو لخوا شهید کړای شو، له شک پرته خپلې موخې ته ورسېد. امریکا د مسلمانانو ماشومان وژني او تر تېغ یې تېروي؛ مقدساتو ته یې سپکاوی کوي؛ خاورې، اوبه او هوا یې اشغالوي؛ خو هېڅوک یې پر وړاندې نه درېږي. دلته پوښتو چې:
ايا امریکا په دې ډول عملیاتو کې په لندن، پکن یا مسکو کې خپل تر څار لاندې کس وژلی شو؟ ... ځواب ښکاره دی چې نه!
امریکا ولې وروسته له دې چې له نیږدې شل کلنې جګړې وروسته له افغانستانه ووته، بیا هم داسې چلن کوي چې ته به وايې افغانستان یوه دایمي جګړه‌ییزه سیمه ده!؟ ځواب دا دی چې: امریکا استعماري دولت دی چې لا یې هم خېټه د مسلمانانو د خاورو او شتمنیو له لوټ کولو نه ده ډکه شوې. زموږ له خاورو د دوی وتل یوازې د دې لپاره یو لنډمهاله تکتیکي شاتګ دی چې له چین او روسیې سره خپل ناورینونه پای ته ورسوي، بیا راشي خپل چور او چپاول بشپړ کړي!
افغانستان او د مسلمانانو نورې خاورې تر اوسه د امریکايي پوځیانو تر بریدونو لاندې دي، ځکه چې مسلمانان هېڅ داسې منظم پوځ نه لري چې امریکا له دې کاره منع کړي. چېرته دی هغه دفاعي سیستم چې امریکايي پروازونه د افغانستان اسمان ته را پرېنږدي؟ چېرته دي هغه استخباراتي وسایل چې په کابل او نورو سیمو کې د جاسوسانو سترګې ړندې کړي!؟
افغانستان او د افغانستان خلک لا هم د امریکا د خیانت له دامونو بشپړ نه دی خلاص او د افغانستان خلک تر اوسه د غرب له زیانه نه دي په امن. تر هغه به امنیت او هوساینه لاسته را نه شي، ترڅو مسلمانان د خلافت دولت څښتنان نه شي؛ خلافت به له امريکا او د هغې له ملاتړو څخه شيطاني وسوسې داسې هېرې کړي، لکه څه ډول چې ابو بکر صديق رضی الله عنه له روميانو څخه هېرې کړلې.
د منځنۍ او سویلي اسیا مسلمانان د هغې ورځې تږي دي چې مسلمانان بیا د خلافت څښتنان شي، د ثقل مرکز یې پیدا شي، زړونه یې ورپورې تړلي وي او په ټول ځواک یې د ځان او مال په بیه ملاتړ وکړي. الله سبحانه و تعالی افغانستان، پاکستان او شاوخوا سیمو ته دا لوی فرصت ورکړی؛ د دې لپاره یې په ډېر ښه جیوپولیټیک موقعیت نازولي او د اسلام سخته مینه یې په زړونو کې ور اچولې.
له بل لوري ښکېلاکګر غرب، چې په سر کې یې امریکا ده؛ سختو ټولنیزو اختلافاتو ته ور روان دی او پرېمانه داخلي ناورینونه پکې را ټوکېدلي. امریکايي ګوندونه په دې وروستیو کې داسې کسان واک ته رسوي چې وړ نه دي؛ لکه ټرمپ چې د جمهوري غوښتونکو په ګوند کې یې جنایتکارانه دښمني پیدا کړه او یا بایډن چې د عقل د زوال له نښو یې ټول خبر وو، خو بیا یې هم ولسمشر وټاکه. د امریکا د ولسمشر له لوري اوس – چې د کانګرس انتخاباتو ته یو څو میاشتې پاتې دي- د الظواهري د ترور اعلان یوازې دا ښيي چې له ډيموکراټ ګوند نه لار ورکه ده او د واک د له لاسه ورکولو وېره لري. نو امریکايي سیاستوال خپل هېواد د ټولنیزې پاشلتیا پر لور بیایي او له دې خبرې انکار کول اوس ډېر سخت شوي.
په پای کې د افغانستان او پاکستان له مسلمانانو غواړو چې حزب التحریر ته لاس ورکړي چې د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړي او دا یې د ثقل مرکز شي. بیا دې مرکزي او سویلي اسیا سره یو شي او په دې سره به د اسلامي امت په تاریخ کې د ویاړونو یو بل فصل پیل شي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ)
ژباړه: اې مومنانو! که (د) الله (دین) ته نصرت ورکړئ؛ الله سبحانه و تعالی به ستاسو مرسته وکړي (او پر دښمنانو به مو غالب کړي) او ستاسو قدمونه به ټینګ کړي.

  انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر




   ارسال نظر