مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحریر وېب پاڼې د مطبوعاتي پلټ
فارم پرانېسته
www.htmedia.info
د
حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر خوښ دی چې په نوې او اپډېټ بڼه د خپل مطبوعاتي پلټ فارم د بیا پرانیستې اعلان کوي.
په دې پلټ فارم کې د نړۍ له ګوټ ګوټ
څخه د حزب التحریر له لوري تولید شوي ټولې بصري منځپانګې شاملې دي؛ له دې سره مخ پر غني کېدو ارشیف جوړېږي چې په
دوامداره توګه به نور نوي فایلونه اپډېټ کېږي.
د حزب التحریر مطبوعاتي پلټ فارم په لاندې اصلي کټګوریو کې بېلابېلې منځپانګې وړاندې کوي:
۱. د حزب التحریر د امیر برخه
۲. د مرکزي مطبوعاتي دفتر برخه
۳.
د ولایتونو او سیمو برخه
۴.
له بیت المقدس څخه د مرستې د غږ برخه
۵.
د امت د منبر برخه
۶. د اقتباسونو برخه
۷. د کنفرانسونو
او ځانګړو مراسمو په مناسبت ناستو برخه
مرکزي مطبوعاتي دفتر د ټولې نړۍ مسلمانانو ته دا پلټ فارم وړاندې
کوي چې د نړۍ په کچه د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره د دعوت په لار کې
کېدونکې هلې ځلې وڅاري.
مرکزي مطبوعاتي دفتر همداراز پر ټولو هغو مخلصینو چې د رسنیو په صنعت کې بوخت دي، غږ کوي چې دغې مطبوعاتي اعلامیې ته د خلکو د پام را اړولو په برخه
کې ونډه واخلي؛ ځکه چې دا مشخصاً د خلافت دولت د بیا تاسیس مسله ده؛ هغه مسله چې باید په عامه اذهانو او خصوصي کلتور کې بیا را ژوندۍ شي؛ په
دې توګه به دوی د امت په ډېره مهمه او برخلیک ټاکونکې موضوع کې ښه همکاري وکړي.
موږ له السمیع، القریب او المجیب الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ او تاسو د هغو کسانو له ډلې وګرځوي چې د اسلام ساتنه
او د پلي کېدو لپاره یې هلې ځلې کوي.
انجنیر صلاح الدین عضاضه
د حزب التحریر د
مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر