له اسلامي خاورو ښکېلاک ولې په بشپړه توګه له منځه نه ځي؟
11/06/2022 | فرید احرار

Print


کله چې د اسلامي امت پراخه جغرافیه تر واحد قیادت لاندې وه او د اسلامي امت په ګډه جغرافیه کې اوسېده، اسلامي پوځ فتحې کولې، اسلامي علماوو او مبلغینو د اسلام د نرم ځواک؛ اخلاقو او عباداتو لپاره خلک تثقیف کول، سیاستوالو او د اسلامي دولت سیاسي رهبرانو د دولت د پیاوړتیا له پاره سیاسي برنامې مخته وړلې او په دې سره د اسلامي امت جغرافیه د وخت په تېرېدلو سره پراخېدله او حتا د اسلامي خاورې سرحدونه؛ غرب خواته تر فرانسې او شرق خواته تر چین او روسیې پورې ورسېدل. د دغه په زړه پورې وضعیت لامل دا و، چې اسلام په پوره معنا او لکه څنګه چې و، همداسې پلی کېده. مګر ورو ورو اسلامي دولتونو د اسلام د پرمختګ تګلاره، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دولت، د خلفاء راشدینو د خلافت، اموي او عباسي خلافتونو سنت او بریالۍ تګلاره وه پرېښوده او د اسلام پر تطبیق کې یې نوې تګلارې پلې کړلې. د بېلګې په توګه عثماني خلافت د ملي دولتونو څخه په تاثر او د پولو د نه بدلولو له اروپايي عرف څخه په اغېزمنتیا په ۱۸۵۶ کال کې جهاد، چې د اسلام بهرنی سیاست و، ودراوه. له همدې امله د اسلامي امت پوځونه بې تحرکه شول، لټ شول او حتا دومره کمزوري شول چې دفاعي جګړه یې هم نشوی کولی.
بلاخره وضعیت تر دې حده راورسېده چې د مسلمانانو لویه جغرافیه غرب تر خپل منځ ووېشله او خپله واکمني یې ورباندې پیل کړه. همدا اوس غرب اسلامي خاورې تر پوځي، فکري، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي ښکېلاک لاندې راوستلې دي. د غرب ددغه پراخه ښکېلاک پر وړاندې مسلمانانو په فردي او ټولنیزو سازمانونو او ډلو په بڼه مبارزه پیل کړې ده. غرب اسلامي خاورې په هراړخیزه توګه ښکېلاک کړې دي؛ یعنې په اسلامي خاورو کې یې پوځونه مېشت دي، سیاسي نظام یې په خپله خوښه؛ چېرته لبرال ډیموکراټ، چېرته ديکتاتور او چېرته هم پاچاهي نظامونه جوړ کړي دي. اقتصاد یې د پانګوال نظم، ازاد مارکېټ او سودي سیسټم پر بنسټ اعیار کړی دی، د ټولنې د عامو خلکو فرهنګ د غرب د شخصي ازادۍ پر بنسټ دی. مګر ددغه هر اړخیز ښکېلاک پر وړاندې مسلمانانو د خپلې مبارزې لپاره یوازې یو اړخ؛ یا پوځي، یا سیاسي، یا فرهنګي او یا هم فکري برخه نیولی دی. د بېلګې په توګه یوه ډله مسلمانان دې پایلې ته رسېدلي دي، چې د غرب پر وړاندې باید پوځي مبارزه وشي. دوی فکر کوي چې کله د ښکېلاک پوځي شتون له منځه لاړ شي، نو فکري، سیاسي او فرهنګي ښکېلاک یې خپله پای مومي. نو د همدې لپاره یې د غرب د ښکېلاک پر وړاندې یې پوځي مبارزه پیل کړې ده او جهادي ډلې یې جوړې کړي دي او د غرب د ښکېلاک پر وړاندې یوازې پوځي او جهادي مبارزه کوي. مګر د ښکېلاک نورو برخو ته پام نه کوي. په داسې حال کې چې غرب د خپل شتون د دوام لپاره همهاله فکري، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي ښکېلاک هم کوي.
همداراز سیاسي، فکري او فرهنګي مبارزین او احزاب یوازې پر سیاسي، فکري او فرهنګي برخو ترکیز کړی دی او پوځي او جهادي اړخونو ته پاملرنه نه کوي. حتا د پوځي ښکېلاک پر مهال هم دوی وسله نه اخلي او بلاخره د پوځي مبارزې مشري داسې کسانو ته په لاس ورځي، چې هغوی ښه جګړه ییزه مبارزه کولی شي او د دښمن پوځونه په ښه توګه له منځه وړلی شي. په ځینو خاورو کې پوځي فعالین او ډلې بریالۍ شولې او د ښکېلاک پوځي بڼه یې ماته کړله، مګر د دولت په جوړولو کې بېرته د ښکېلاک تر سیاسي، اقتصادي، فکري او فرهنګي اغېز لاندې راغلل؛ ملي دولتونه یې جوړ کړل، په داسې حال کې چې د اسلام سیاسي نظام نړیوال خلافت دی، د غرب تر اقتصادي ښکېلاک لاندې راغلي او همدا اوس د پولي واحد پشتوانه یې ډالر ده. همداراز په نړیوال نظم کې د ښکېلاک د نظم پر اساس فعالیت کوي او د اسلام د دعوت او جهاد یا قتال د سیاست پر ځای د حسن همجوارۍ او ارضي تمامیت پر بنسټ سیاست کوي او دولتونه یې په ملي پولو کې محصور کړي دي.
دا لویه تشه ددې لامل شوې ده، چې کابو یوه نیمه پېړۍ کېږي د مسلمانانو خاوره کله شرق او کله غرب لاندې کوي او مسلمانان یې بېرته له دوی ازادوي، مګر په دې نه توانېږي چې یو پیاوړی او ځواکمن دولت جوړ کړي او د جګړې کرښه له اسلامي خاورو وباسي او اسلامي لښکرې د غرب او شرق په فتحه کولو بوختې شي. دا کار نه یوازې چې نه دی شوی، بلکې زموږ په خاورو کې که ښکېلاک په فزیکي بڼه له منځه تللی او پوځونه یې نشته، مګر اقتصادي، فکري او سیاسي ښکېلاک یې لا پر ځای پاتې دی.
دا یوه لویه تشه ده او تر هغه چې دا تشه شته وي، اسلامي امت وحدت او نهضت ته نه شي رسېدلی. حل لاره دا ده چې مخلصې اسلامي جهادي، سیاسي، فکري او فرهنګي ډلې او احزاب سره متحدې شي، یو بل ته د همکارۍ لاس ورکړي او یوازې پر یوې اجنډا چې هغه رښتیا هم د مسلمانانو ناسور زغم ته چې تر یوې پېړۍ زیات وخت کېږي ټول اسلامي امت ترې رنځېږي، پټۍ کېږدي او په دې لاره کې تر خپلو شخصي مزاجونو او شخصي نظریاتو تېر شي. 




   ارسال نظر