د غیرمسلمانو هېوادونو سره رقابت واجب دی
12/26/2022 | فرید احرار

Print


د یوه امت او یا یوه ملت ځواک، زور او پیاوړتیا په پوځي تجهیزاتو او امکاناتو باندې تلل کېدلی شي. ځکه چې پوځي تجهیزات؛ پیاوړی اقتصاد، پراخ او ځواکمن صنعت، د وخت له غوښتنو سره سمه تکنالوژي او لوړه ساینسي پوهه کولی شي چې یو امت د عروج لوړو پوړیو ته ورسوي. هر حکومت چې له دغو اړخونو څخه ځواکمن وي، هغه خپل دین او ارزښتونه هم په کور د ننه ښه تطبیق کولی شي او هم یې نورو ملتونو ته د غوره اصولو په توګه مطرح کولی شي او حتا په ټوله نړۍ خپل راج چلولی شي. ددې خبرې د اثبات لپاره موږ کولی شو، عثماني خلافت، شوروي اتحاد او امریکا سره پرتله کړو. کله چې عثماني خلافت په پورته یادو برخو کې ځواکمن او پياوړی و، نو واکمني يې په درېیو لویو وچو کې پراخه شوې وه. مګر د وخت او زمان سره سم یې په صنعت او تکنالوژۍ کې پرمختګ ونه کړ او بلاخره په ۱۹۲۴ کال کې عثماني خلافت نسکور او ځمکې یې انګلیس او فرانسې ووېشلې. همداراز کله چې شوروي اتحاد د پوځي تجهیزاتو او اقتصاد له اړخه ځواکمن و، نو په مرکزي اسیا او شرقي اورپا باندې یې واکمني کوله او تر واک لاندې سیمو یې خپله ایدیولوژي او ارزښتونه (کمونیزم) حاکم کړي وو. مګر کله چې له پوځي او اقتصادي اړخه کمزوری شو، هم یې واکمني له منځه لاړله او هم یې دین (کمونیزم) له منځه لاړ. له بل اړخه له ۱۹۹۱ میلادي کال راپه دیخوا امریکا د پوځي تجهیزاتو او لوړ اقتصاد له اړخه د دنیا لومړی هژمون شو او په دې سره یې لبرال – ډیموکراسي او د بشر د حقونو ارزښتونه په ټوله نړۍ واکمن کړل او تر ننه واکمني کوي. مفکرین باور لري چې د امریکا اوسنی ځواک او هژمون مخ پر ځوړ ځکه روان دی چې چین رامخته کېږي او اقتصاد او ځواک یې تر امریکا مخکې کېږي.    
اوسمهال پر دنیا راج چلول، خپل قوانین او ارزښتونه ساتل او په نورو ملتونو کې یې ترویجول هغه مهال شوني دي چې صنعت، اقتصاد او تکنالوژي ولرې. دا څرګنده خبره ده چې پر اسلامي امت واجب ده چې اسلامي شریعت هم پر خپله پر ځان پلی کړي او هم یې نورې نړۍ ته ورسوي. ځکه اسلام یوازې د مسلمانانو دین نه دی، بلکې د ټول بشریت لپاره د رحمت په توګه نازل شوی دی. نو ددې لپاره چې هم یې خپله پر خپل ځان پلی کړي او هم یې نورې نړۍ ته ورسوي، قدرت او ځواک ته اړتیا ده. نن ورځ قدرت توره او ډال نه دی، بلکې اټومي ځواک، قاره پیما توغندي، جنګي بېړۍ، اوبتلونه، پیاوړی هوايي ځواک، ټانکونه او مجهز پوځ دی.
نو بنسټیزه او منل شوې خبره دا ده چې د اسلامي شریعت نړیوال تطبیق واجب دی. مګر دا واجب هغه وخت پوره کېږي یا سرته رسېږي چې اسلامي امت له صنعتي او اقتصادي اړخه پیاوړی او ځواکمن وي او له کفري هېوادونو سره د جګړې او زور وړتیا ولري او حتا تر دوی یوه اندازه وړاندې وي. د بېلګې په توګه که غیر اسلامي هېوادونه د اټوم دوه سوه سرګلولې ولري، پر اسلامي امت واجب ده چې دوه سوه او پنځو دانې ولري. همداسې په نورو برخو کې ځکه چې مشهوره فقهي قاعده ده چې وايي (ما لا یتم الواجب إلا به فهو واجب) یعنې هر هغه څه واجب دي چې پرته له هغه واجب نه پوره کېږي. همدارنګه اوسمهال که ژور فکر وکړو، غیر مسلمان ملتونه او په ځانګړې توګه امریکا او غرب د لبرال ډیموکراسۍ د افکارو پر محور پر اسلامي خاورو باندې نظامي، اقتصادي او سیاسي واکمني چلوي. حتا اسلامي هېوادونه ورته زارۍ کوي چې دولت یې په رسمیت وپېژني او مرسته ورسره وکړي. په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا
ژباړه: الله سبحانه و تعالی هېڅکله پر مومنانو کافران نه مسلط کوي

د مسلمانانو اوسنی حالت د مسلمانانو خپله ټمبلي او د اسلام پر ارشاداتو او احکامو باندې عمل نه کول دي. اوسمهال مسلمانانو اسلام یوازې په فردي عباداتو او اخلاقو کې پلی کړی دی. په اقتصاد او سیاست کې یې غرب ته غاړه اېښې، ځکه چې غرب اقتصادي او صنعتي زور لري په داسې حال کې چې پر موږ واجب ده چې له غرب سره رقابت وکړو او خپل دین او ارزښتونه د رقابت معیار وګرځوو. 




   ارسال نظر