د اونۍ خبره: د پاکستان د طالبانو تحریک؛ اوږد مزل او دروند مسوولیت
12/03/2022 | فرید احرار

Print


د روان کال د لیندۍ د میاشتې په اوومه نېټه د پاکستان د طالبانو تحریک له پاکستاني حکومت سره څو میاشتینی اوربند پای ته ورساوه او یاد تحریک د پاکستاني پوځ او حکومت پر وړاندې یو ځل بیا بریدونه پیل کړل، چې ور سره جوخت امریکا د لیندۍ د میاشتې پر لسمه یاد تحریک او مشران یې په اصطلاح د ټروریستانو په لېست کې شامل کړل. له هغه مهاله چې د پاکستان د طالبانو تحریک په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې جوړ شو او په سیمه کې یې پر جهادي فعالیتونو باندې لاس پورې کړ، له خورا ډېرو لوړو او ژورو سره مخ شو او اوس هم د هغو موخو پر بنسټ چې یاد تحریک د ځان لپاره ترسیم کړې دي، یو اوږد او له مسوولیته دروند سفر په مخکې لري. له شک پرته چې پر یاد تحریک او غړو به یې د پاکستان د مزدور پوځ او حتا امریکا او د هغوی د متحدینو لخوا سخت فشارونه راوړل شي او له سختو ستونزو سره به مخامخ شي. نو د همدې لپاره لاندې ټکو ته باید پام وشي.
له هرڅه د مخه دا واقعیت باید درک شي چې پاکستان په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې ظاهرا د اسلام او مسلمانانو د ساتنې او حفاظت لپاره جوړ شو. مګر د پاکستان د جوړېدو له نېټې څخه رانیولې بیا تر ننه پورې د پاکستان حکومت، پوځ او مشرانو یې، نه یوازې دا چې اسلام او مسلمانان ساتلي نه دي، بلکې په خپل ټول تاریخ کې یې یا د انګریزانو او یا هم د امریکایانو مزدوري کړې ده. په ځانګړې توګه په وروستیو څلوېښتو کلونو کې یې د اسلام او مسلمانانو پښې وهلي دي، په سیمه کې یې د امریکا او غرب پالیسۍ او سیاستونه پلي کړي، د امریکا د خوشالولو لپاره یې مجاهدین وژلي او پر امريکايانو پلورلي، خپل پوځ، د پاکستان خاوره او هوايي ډګرونه یې د مسلمانانو د وژلو لپاره د امریکا په خدمت کې ورکړي دي او باالاخره د اسلام او مسلمانانو سره له خیانت پرته یې بل هېڅ نه دي کړي.
له همدې امله د پاکستاني سېکولر حکومت او د مزدور پوځ لپاره یې د یوه داسې تحریک فعالیت او شتون اصلا د منلو نه دی چې هغوی د اسلامي شریعت نفاذ او پلي کول غواړي. نو کله چې د پاکستان حکومت او پوځ له یاد تحریک سره د خبرو اترو او یا هم اوربند وړاندیز کوي، اصلي موخه یې دا نه وي چې یاد تحریک وزغمي او یا د یاد تحریک غوښتنې ومني، بلکې دوی خبرې اترې او یا اوربند هغه وخت کوي، چې یا د پاکستان پوځ او حکومت په داخلي ستونزو او سیاسي بې ثباتۍ کې ګیر وي او  یا د یاد تحریک د ځپلو او له منځه وړلو لپاره پر پلان جوړونه او د امکاناتو پر راټولولو بوخت وي. نو په اصل کې د پاکستان د پوځ او حکومت موخه دا وي چې ځانته وخت واخلي او د تحریک د ځپلو او له منځه وړلو لپاره امکانات راټول کړي. له همدې امله د پاکستان د طالبانو تحریک باید غوږونه خلاص کړي او د خبرو اترو پر موضوع، اوربند او حتا د پاکستاني حکومت او پوځ لخوا یې د ځینو غوښتنو په منلو سره د یوې شېبې لپاره هم ونه غولېږي، ځکه تحریک د پاکستاني حکومت، پوځ او د دوی بادرانو ته اصلاً د منلو وړ نه دی.  
همداراز د پورتني واقعیت په پام کې نیولو سره ممکن د یاد تحریک او پاکستاني پوځ او حکومت سره د خبرو اترو لپاره پاکستاني حکومت علماء، قومي متنفذین او یا د یاد تحریک ځینې خواخوږي وهڅوي او یا هم مجبور کړي، چې له پاکستاني پوځ او حکومت سره خبرې اترې وکړي، اوربند وکړي او یا یې ځینې غوښتنې ومني. چې دا ټول د پاکستاني حکومت او پوځ چل او فریب دی او دا ډول چل په ځلونو ځلونو له یاد تحریک سره شوی دی، چې ښه بېلګه یې د سوات تړون دی، چې پاکستاني پوځ ډېر ژر یاد تړون مات کړ او په سوات کې یې یاد تحریک سخت وځپلو. پر همدې بنسټ د تحریک مشران، قومندانان او غړي باید دغو ډول مسایلو ته متوجه وي او په دې برخه کې د هېچا توصیې ته پام ونه کړي، بلکې پر خپلو پلانونو او فعالیتونو باندې تمرکز وکړي.
بله مهمه او بنسټیزه خبره دا ده چې په ټوله کې قبایلي سیمه او په ځانګړې توګه شمالي او جنوبي وزیرستان د انګریزانو د لومړۍ، دوهمې او درېیمې جګړې، د شوروي اتحاد د یرغل او همدارنګه تېر شل کاله د امریکا او ناټو د اشغال پر مهال د جهاد او سپېڅلې مبارزې تود او متعهد سنګر او تمځای پاتې شوی دی او تل د مجاهدینو او غازیانو ټاټوبی او د امن کور ګرځېدلی دی. له همدې امله دا واقعیت امریکایانو او د پاکستان پوځ او حکومت درک کړی دی، له همدې امله اوباما د خپلې واکمنۍ پر مهال شمالي او جنوبي وزیرستان د نړۍ تر ټولو خطرناک ځای ونومولو. نو دوی هڅه کوي چې قبایلي سیمه او په ځانګړې توګه د قبایلو زړه جنوبي او شمالي وزیرستان د پاکستاني حکومت تر کنټرول لاندې راولي او ورو ورو یې پر یوه داسې سیمه بدل کړي چې د دوی لپاره کوم خطر ونه لري او باالاخره د جهاد او مبارزې دا سپېڅلی تمځای او سنګر له منځه یوسي.
همداراز د پاکستان د طالبانو تحریک ممکن د خپلې مبارزې په ترڅ کې له ګڼو مالي او لوجیستیکي ستونزو سره مخامخ شي او د سیمې د هېوادونو استخبارات د دوی له دغې کمزورۍ استفاده وکړي او هڅه وکړي چې د یاد تحریک ځینې برخې په خپلو لومو کې راګیر کړي او یا یې هم د خپلو استخباراتي موخو او اهدافو لپاره د نيابتي ډلو په توګه وکاروي. چې په دې برخه کې باید تحریک یوازې پر الله سبحانه و تعالی توکل او د مخلصو مومنانو په مرستو اعتماد وکړي او د سیمې له استخباراتو څخه د مرستې اخیستلو پر ځای له الله سبحانه و تعالی او اسلامي امته مرسته وغواړي. ځکه الله سبحانه و تعالی فرمايي:

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْکُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَکُمْ   (محمد: ۷)
ژباړه: اې مومنانو! که مو له الله [له دین سره] سره مرسته وکړه، نو الله به هم له تاسو سره مرسته وکړي او قدمونه به مو ټینګ کړي.

همداراز تحریک ممکن د پاکستاني پوځ له وحشتناکو عملیاتو او حتا له سختو امریکايي بریدونو سره مخامخ شي. چې هغه مهال باید پر خپل داخلي وحدت او خپلو موخو باندې ثابت پاتې شي او د دښمن پر وړاندې ټینګ ودرېږي او د پاکستاني پوځ او د هغه د بادار له وحشت او دهشت ونه وېروي. ځکه فتحه د هغه چا ده چې ټینګ ایمان ولري او پر خپله مبارزه کې ثابت پاتې شي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

کَمْ مِن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً کَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ  (بقره: ۲۴۹)
ژباړه: ډېری وخت کوچنۍ ډله د الله سبحانه وتعالی په امر پر یوه لویه ډله زوروره کېږي او الله سبحانه وتعالی له صابرانو سره دی.




   ارسال نظر