په اسلامي
خاورو کې له هر بدلون وروسته؛ کله چې سيکولران واک
ته رسېږي، کفري نړۍلید او له هغه څخه
راوتلي قوانين، پرته له هر ډول بحث او جدل څخه، په هراړخیز
او انقلابي ډول تطبیقوي. خو کله چې د وسلهوالې مبارزې او يا ډیموکراتيکو ټاکنو له لارې مسلمانان واک ته رسېږي؛ بیا اسلامي نړۍلید او له هغه څخه راوتلي
قوانين؛ ټولو ته د بحث وړ شي، له شته واقعیت سره یې پر سمون فکر کوي، څو د اسلام د تطبیق مخه ونیسي، چې په پایله کې مسلمان
واکمنان د اسلام له بشپړ تطبیق څخه لاس په سر شي، نو د تدرج
(تدریجي تطبیق) تر ناروا مفهوم لاندې د
اسلام نه تطبیق توجیه کوي.
پورتنۍ
موضوع کومه تشه ادعا نه ده؛ بلکې د اسلامي نړۍ معاصر تاریخ يې په تکراري ډول څرګند ثبوت دی. کله چې عثماني خلافت تر لومړۍ
نړيوالې جګړې وروسته د غربي ځواکونو له خوا له
منځه یووړل شو، مصطفی کمال اتاترک په انقلابي او هر اړخيز ډول د اسلام نړۍلید، له هغه څخه راوتلي قوانين، بنسټونه، اسلامي نښې نښانې او شعاير ټول له منځه یووړل او مطلق سيکولر
نظام یې رامنځ ته او تطبیق کړ.
دې ته ورته
کله چې افغانستان د برېتانيا له
وسلهوالې ولکې او پخواني استعمار څخه آزاد شو؛ امان
الله خان په نظام او ټولنه کې داسې بنسټیزو او هراړخيزو بدلونونو ته مټې بډ وهلې
چې کټ مټ د اتاترک لاره یې غوره کړه. په همدغه ترتیب کله چې د شوروي په ملاتړ کمونيستي احزاب
په افغانستان کې واک ته ورسېدل، سوسياليستي نړۍلید او له هغه څخه راوتلې حللارې او قوانين یې تطبیق کړل. همداراز
کله چې امريکا او ناټو افغانستان اشغال کړ، د سيکولر اساسي
قانون او له هغه وروسته د فرعي قوانينو د تدوین او بیا تطبیق له لارې یې بشپړ غربي
نړۍلید او له هغه څخه راوتلې حللارې تطبیق کړې.
خو کله چې د
بېلابېلو وسلهوالو انقلابونو او ډیموکراتيکو ټاکنو له لارې مسلمانان واک ته
رسېدلي؛ بيا یې د اسلام هر اړخيز تطبیق ته د بېلابېلو بهانو له امله شا کړې، یوازې په ځینو شکلیاتو کې یې اسلام د جوماتونو په کونجونو، ږيره پرېښودلو او پګړۍ په سر کولو کې محدود او خلاصه کړی، نور په حکومتولۍ، اقتصاد، تعليم، ټولنه، کورني او بهرني سياست کې د پخوانیو نظامونو په څېر سيکولر پاتې
شوي او خپل دغه ناروا عمل یې د تدرج او حکمت تر مفاهيمو لاندې توجيه کړی دی.
په دې اړه
هم ګڼ معاصر مثالونه شته؛ لومړی؛ کله چې د شوري له يرغل وروسته افغان مجاهدين واک
ته ورسېدل، د سوچه اسلامي نظام او د اسلام د هر اړخيز تطبیق پر ځای یې پر ټاکنو او
د افغاني اقوامو او ژبنيو
اړخونو ترمنځ یې د قدرت پر وېش باندې تمرکز وکړ او په دې اړه یې د ملګرو
ملتونو لارښوونو او منځګړيتوب ته غاړه کېښوده،
چې د اسلام د تطبیق پر ځای یې په کورنيو جګړو اخته کړل. بيا کله چې په پاکستان
کې اسلامپال ګوندونه او د هغوی بېلابېل ايتلافونه واک ته
ورسېدل، د نظام د بنسټیز بدلون او د اسلام د هر اړخیز تطبیق پر ځای یې شته سيکولر
جمهوري نظام ته په ځینو کوچنيو موضوعاتو
کې پر اسلامي مشورو ورکولو باندې بسنه وکړه او د پاکستان کفري نظام او بنسټونه یې پر ځای پاتې شول. دې ته ورته په عربي انقلاب کې دوکتور محمد
مرسي د مصر د خلکو د اسلام غوښتنې له مخې په ټاکنو کې د اسلام د تطبیق تر شعار لاندې بریالی شو، خو د اسلام د هر اړخيز تطبیق پر ځای
یې تدریجي تطبیق ته مخه کړه. تر هغه چې د امريکا او
یهودو لاسپوڅي او د اسلام او مسلمانانو ستر دښمن «سيسي»پرې کودتا وکړه او د مصر د مسلمان ولس آرمانونه یې له خاورو سره خاورې کړل.
له دې
وروسته په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمنېدو په ترڅ کې په اقتصادي، کورني او بهرني سياست کې د اسلام له هر اړخيز تطبیق څخه ډډه وشوه. څو د نړيوالو فشارونو
پر وړاندې یې له «حکمت» څخه کار اخیستی وی او په دې اړه یې د اسلام د تدريجي تطبیق
له ناروا مفهوم څخه د توجيه په توګه کار واخيست. همداراز دا دي په سوريه کې سيکولر،
بعثي او علوي ـ نُصيري نظام د مسلمانانو لخوا سقوط
شو، خو نن سبا ليدل کيږي چې د همدغو جهادي ډلو د
رهبرانو له خوا د غربي ليدلوري له مخې د امريکا د
لاسپوڅو نظامونو (ترکيې او قطر) تر لارښوونو لاندې سيکولر نظام رامنځ ته کوي.
د خلکو خصوصي آزادي تر دې کچې تضمينوي چې د ښځې پر حجاب او پرده باندې هېڅ کار
نه لري، د شراب څښلو مرکزونه یې آزاد پرې اېښي، د اسرائيلو پر وحشيانه بريدونو یې
چوپتیا غوره کړې، له نړيوالې ټولنې سره یې راشه درشه عادي پیل کړې، د امريکايي او
روسي ځواکونو موجودیت ته یې د قانوني کېدو تر نامه لاندې هېڅ مزاحمت نه دی کړی او
…
دا ټولې
تجربې ځکه په وار-وار په اوسني اسلامي امت
کې تکراريږي چې امت د خپلې اسوې (غوره نمونې) رسول
الله صلی الله علیه وسلم څخه د سياست په ډګر کې تقليد پرېاېښی
او د کفري سياسي فرهنګ پیروي کوي، حال دا چې الله سبحانهوتعالی موږ ته داسې فرمايلي: "لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُوا
اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا" (الأحزاب ٢١). یعنې: له شک پرته رسول الله صلیالله علیه وسلم
په [قول او عمل] کې ستاسو غوره پېشوا او نمونه دی؛ د هر
هغه چا لپاره چې د الله سبحانهوتعالی او د آخرت د ورځې هيله لري او الله متعال
ډېر یادوي.
له هغه
وروسته اسلامي امت او سياستوالو یې د مسلمانانو د لارې (سبیل المؤمنین؛ د اسلام هغه تطبیق چې صحابهو، تابعینو، او تبع تابعينو ترسره
کړی) پیروي پرې اېښې. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمايي: " وَمَنْ يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا
تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا
تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيراً" (النساء ١١٥). یعنې: او هر
څوک چې د [حق] او هدايت د لارې له روښانتيا وروسته له پیغمبر صلیالله علیه وسلم
سره مخالفت وکړي او د مؤمنانو له لارې پرته، پر بله لار لاړ شي، هغه پر هغه څه
پرېږدو [چې د ځان لپاره یې غوره کړي او د هغو] پیروي یې کړې ده او هغه دوزخ ته
اچوو او هغه تر ټولو بد ځای د ورتګ دی.
خو تر
دې هم بده دا چې د الله سبحانه وتعالی د
رضامندۍ پر ځای یې د سترو کفري قدرتونو او ملګرو ملتونو رضامندۍ ته ترجيح ورکړې،
چې په اړه یې الله متعال داسې فرمايي: "أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ
أَحْسَنُ مِنَ اللهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ" (المائدة ٥٠). یعنې: آیا دوی د جاهلیت (پر بنسټ قضاوت او) حکم غواړي؟ خو آیا د یقین د خاوندانو
لپاره له الله سبحانهوتعالی پرته بل څوک د حکم او قضاوت لپاره غوره شته؟ خو دغه رهبران لا هم د فکري او
سياسي انحطاط په ژورو کندو کې ډوب دي.
نو اې هغو
مسلمانو رهبرانو چې د حکمت او تدرج تر مفاهيمو لاندې د اسلام هر اړخيز تطبیق ته مو شا کړې ده! په
دې پوه شئ چې تاسو په دغه دارالابتلاء کې درجه په درجه په خپله ابتلاء کې د ناکامۍ پر لور بيړني ګامونه پورته کوئ، د مسلمانانو د پراخو قربانيو دنيوي پايله چې د بشپړ اسلام تطبیق دی، په سيند لاهو کوئ او له شته فرصت څخه
ناوړه ګټه پورته کوئ. حال دا چې تاسو ګومان کوئ چې د
هغه د نصرت له امله، نور تاسو نه ابتلاء کېږئ، بلکې تاسو د الله سبحانه وتعالی په داسې مکر اخته شوي ياست چې خپله پرې نه
پوهېږئ او د مصلحينو نصيحت هم درته مهم نه ښکاري. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی خپلو بندهګانو ته وخت ورکوي خو د هغه
کيد او مکر بیا ډېر پیاوړی دی او له هغه څخه خلاصون ناممکن دی.
+
"فَذَرْنِي وَمَنْ يُكَذِّبُ بِهَذَا الْحَدِيثِ
سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ (۴۴) وَأُمْلِي لَهُمْ إِنَّ
كَيْدِي مَتِينٌ" (۴۴ القلم)
[اې پیغمبره] ما له هغه
چا سره چې دغه خبره [قرآن] دروغ ګڼي [اوسمهال یې د
تطبیق وړ نه بولي]، پرېږده. موږ هغه لږ لږ [او] په داسې شکل سره چې دوی پرې نه پوهيږي، د خپل عذاب پر لوري راکاږو او هغوی ته وخت ورکوو. له شک پرته زما مکر [او تدبیر] ډېر پیاوړی دی.