حبل المتین: مصلحت‌پالنه څنګه د تفرقې سبب کېږي؟
09/19/2024 | ډاکتر ابراهیم حنیف

Print


د اسلامي احزابو او تفرقې سلسله
نن ورځ د «مصلحت» کلیمه ډېره د ګټې او جوړجاړي به معنی کارېږي چې انګلیسي معادل یې «Compromise» دی. په داسې حال کې چې له شرعي نظره مصلحت د مفسدت پر وړاندې کارېږي، خو ګټه د نن ورځې په اصطلاح د زیان ضد معنی لري. که سیاستوال مصلحت د ګټې او جوړجاړي په معنی ونیسي، نو سیاست به یې د اسلامي اصولو پر بنسټ نه وي؛ ځکه چې هغه به د ټولنې خیر او شر یوازې مادي ګڼي. مسلمان بصیرت لري، دښمن پېژني او له یوه سوري دویم ځل نه چیچل کېږي؛ خو دا په دې معنی نه ده چې خپل سیاست د ریالیزم د فکر پر بنسټ کړي. نن ورځ په نړۍ کې د ریالیزم او له ارزښتونو تېښتې فکر غالب شوی. هغه مسلمان چې له غربي ریالیزم څخه تقلید کوي، په حقیقت کې د اسلامي لارښوونو خلاف عمل کوي او سیاسي تقوا تر پښو لاندې کوي. دوی داسې تصور کوي چې د مصلحت او جوړجاړي فنونه یې پایښت تضمینولی شي؛ په داسې حال کې چې اصلاً سیاسي تقوا ده چې بصیرت روښانه کوي او الهي نصرت راجلبوي.
هغه څه چې په پخوانیو امتونو کې یې تفرقه واچوله؛ له الله تعالی سره یې هغه ژمنه او عهد ماتول وو چې د الهي دین د اقامې او اظهار تضمین یې کاوه. هر څوک چې د مصلحت په نامه دا عهد مات کړي او پر ځای يې بشري هوکړو او تړونونو ته ژمن شي؛ په حقیقت کې تفرقې او فتنې ته لار هواروي. بني اسرایل په ۷۲ فرقو وویشل شول او پیغمبر صلی الله علیه وسلم وړاندوینه کړې چې اسلامي امت به هم له تفرقې سره مخ شي؛ د دغې تفرقې یو دلیل له یهودو او نصاراوو تقلید دی. نن ورځ له غرب څخه تقلید یوازې تر ږیرې، جامو او څو ظاهري مسلو پورې رامحدود شوی، په داسې حال کې چې حقیقي تقلید د پردي فرهنګ او ارزښتونو پيروي ده؛ هغه که په فردي برخه کې وي او که په سیاسي، نظامي او اقتصادي برخو کې. ریالیستي سیاستونه، ملي دولتونه، سیکولر ډیپلوماسي؛ دا ټول د غربي ارزښتونو تقلید دی چې وروستۍ پایله به یې یوازې تفرقه او فتنه وي.
له ابوسعید خدري رضی‌الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: «خامخا به تاسو د خپلو مخکینیو د لارې پیروي کوئ، ان که هغوی د سمسارې غار ته ننوځي، تاسو به هم ورپسې ورشئ.» اصحابو وپوښتل: «ای رسول الله، ایا ستاسو موخه یهود او نصارا دي؟» ویې فرمایل: «نو نور څوک؟». (متفق علیه)




   ارسال نظر