زنا حرامه ده، خو د مخنیوي لپاره
يې له ځانه حللارې وړاندې کول هم حرام کار دی. اسلام یوې موخې ته د رسیدو لپاره
خپله ځانګړې طریقه لري. د اسلامي مفاهیمو تدریس، د نکاح اسانول، عام چاپېريال کې د
جنسي او محرکو افکارو یا وسایلو منع کول، غض البصر، حجاب، د ښځينه او نارينه نه
اختلاط، رجم او په درو وهل هغه څه دي چې په واسطه يې شريعت له زنا او فحشا څخه
مخنیوی کوي.
څوک نه شي کولی چې له خپل سوچ څخه
طریقه را وباسي. د بېلګې په توګه؛ څوک نه شي ویلی چې جنسي شهوت د اخلاقي فساد سرچينه
ده، نو "خصي" کول یې بنسټيزه حللاره ده.
دا قاعده د اسلام د ټولو حللارو
لپاره ده. څوک چې د اسلام د تطبیق داعیه لري، اسلام د دغې موخې لپاره هم مشخصه
طریقه ټاکلې چې عمل پرې واجب دی. د اسلام د تطبیق لپاره یوازينۍ طریقه خلافت دی او
د خلافت د تاسیس لپاره یوازينۍ شرعي طریقه فکري او سیاسي مبارزه ده. که څوک غواړي
اسلامي دولت له ډیموکراټیکې لارې تاسیس کړي، نو دا یې شرعي طریقه نه ده. له بلې
خوا؛ که څوک غواړي اسلام په ملي دولت او د جمهوريت په اداري چوکاټ کې تطبیق کړي، دا
هم د اسلام د تطبيق شرعي طريقه نه ده، ځکه ملي دولت او د جمهوریت جوړښت د سیکولر
نظامونو لپاره ډیزاین شوي، نه د اسلام د تطبیق لپاره.
هدف او طریقه دواړه باید شرعي وي.
د اسلامي امت د انحطاط یو لامل دا دی چې موخه او فکره له اسلام څخه اخلي، خو په طریقه
کې ځان اسلام ته مقید نه بولي. لکه د ماکیاولي لارویان چې وایي "موخه وسیله
توجیه کوي" یعنې که موخه دې غوره او ګټوره وه، نو هغې ته د رسیدو لپاره هره
لاره غوره کولی شې، مهمه نه ده چې هغه لاره سمه وي او که ناسمه.
لِكُلٍّ
جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا [المائده: ٤٨]
ژباړه: د هر يو
(امت) لپاره مو (ځانګړی) شريعت او تګلاره ګرځولي دي.