کمال خان بند؛ هغه
بند چې یوازې اوبه یې ډنډې کړې دي او تر
اوسه نه د برېښنا د تولید او نه هم د ځمکو د خړوبولو لپاره کارول کېږي او یوازې
ځينې الوتونکي مرغان استفاده ترې کوي، مګر دومره کاذب تبلیغات ورته وشول چې بې
وزله افغانانو په یاد بند پورې دومره هیلې وتړلې چې ګواکي ددې بند په جوړولو سره
به د نیمروز وچې دښتې د افغانانو کندو وګرځي او د هېوادوالو د لوږې کچه به راټيټه
کړي. مګر اصلي خبره دا ده چې د کمال خان بند یو کوچنی بند چې یوازې ډېره کمه
اندازه اوبه یې ډپ کړې دي او بل څه شی نه
دي تر سره شوي.
د کمال خان بند،
چې د امکان سنجۍ او ډيزاین چارې یې لسېزې وړاندې بشپړې شوې وې او له ساختماني اړخه له خاورو جوړ شوی دی، چې نه ځانګړې
تکنالوژۍ او نه ځانګړو ماهرینو ته اړتیا لري، باید په ډېر کم وخت کې جوړ شوی وی،
مګر یوازې د بند جوړولو یې کابو یوه لسیزه وخت ونیو. د اوبو د چارو د تنظیم د ملي
ادارې د معلوماتو پر بنسټ د کمال خان بند د برېښنا تولیدخونه یا Powerhouse کارونه به د
روان میلادي کال د جولای په میاشت کې تکمیل شي، مګر د برېښنا د شبکې څرک یې لا
اوسه نه تر سترګو کېږی، څو له ټوربینونو څخه برېښنا د اړتیا وړ برخو کې ولګول شي.
پر دې سربېره د پروژې اصلي برخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو کانالونه دي، چې په پلان
کې ده تر ۲۰۲۳ کال پورې بشپړ شي. په ورته وخت کې یې نه تر اوسه کرنیزه شبکه جوړه
شوې ده او نه په دې باندې کار شوی دی چې د نیمروز په وچ او سخت ګرم اقلیم کې، چې
هم د اوبو تبخیر پکې خورا زیات دی او هم د اوبو فلټرېشن، باید کوم نباتات او بوټي
وکرل شي چې هم له چاپېریال سره توافق ولري او هم ښه حاصل ورکړي. دا چې تر څو د
کمال خان بند له پاره اړونده کانالونه او د هغه ساختمانونه جوړېږي، د خړوبولو شبکې
جوړېږي او د کر کیلې لپاره چمتو کېږي لېرې وخت دی او هر څومره چې دا برخه کار
ځنډېږي، د کمال خان د بند ظرفیت د بند د کاسې د رسوباتو څخه د ډکېدلو کچه زیاتېږي
او ګټور عمر یې را کمېږي.
په هر صورت، دا بند لومړی په ۱۱ میلادي پېړۍ کې د لومړي
ځل لپاره جوړ شو او د سلګونو کلونو لپاره یې د چخانسور د حاصلخیزو ځمکو کانالونو
ته اوبه چمتو کولې. مګر د ۱۳ مې پېړۍ په وروستیو کې ګوډ تېمور، د نیمروز د نیولو
لپاره د کمال خان بند ونړواه او نیمروز ځمکه بېرته په شاړو دښتو بدله شوله.
وروسته، داوود خان تصمیم ونیو چې د کمال خان بند جوړ
کړي. د دې کار لپاره د اسیا پراختیایي بانک او یوې بلې نړیوالې کمپنۍ د امکان سنجۍ
مطالعات ترسره کړل چې پر بنسټ یې د کمال خان بند د جوړولو تر څنګ د قلعه افضل بند،
د اوبو لګونې دوو نورو کوچنيو بندونو (سیستان او سیخسار) او دوو کانالونو د جوړلو
سپارښتنه وکړه. مګر په اسلامي امت کې د دولت –ملت د نظم د حاکمیت له امله دغې چارې
ایران ته د پولې اوښتونکو اوبو د بندېدو پر وړاندې حساسیت رامنځ ته کړ. د امکان
سنجۍ مطالعاتو د خاورې بند چې د کمال خان بند باندې ونومول شو د ۶۷۰۰ متره اوږدوالي
او ۱۵ متره لوړوالي سره چې د یوه انحرافي ساختمان رول به اجرا کوي، سپارښتنه وکړه،
څو یاد بند د قلعه افضل بند ته اوبه
واړوي. له همدې کبله د کمال خان بند د اوبو د زېرمې کولو لپاره نه و پلان شوی،
بلکې یو انحرافي بند و چې اوبه یې قلعه افضل بند ته اړولې. چې تر اوسه هم د اصلي بند
په اړه چې قلعه افضل بند نومېږي کوم اقدام نه دی شوی او کمال خان بند په اصل کې
بند نه، بلکې یو انحرافي ساختمان دی.
په ۲۰۱۱ کال کې د اوبو او انرژۍ وزارت له یوه تاجکي شرکت
سره د یاد بند د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ، څو د کمال خان بند لومړنۍ چارې پیل
کړي، په داسې حال کې چې په ډیزاین کې یې بدلونونه راوستل شوي وو. یعنې اوس یوازې د
کمال خان بند جوړ شوی دی او د قلعه افضل بند چې په نیمروز ولایت کې د اوبو د زېرمه
کولو او د نیمروز د شاړو ځمکو د خړوبولو لپاره اصلي بند بلل کېږي، د جوړولو په اړه
کوم پلان نشته.
د کمال خان بند د لومړۍ امکان سنجۍ د مطالعاتو پر بنسټ
باید ۱۶۷۰۰۰ هکټاره ځمکه خړبولوی او ۹ میګاواټه برېښنا یې هم تولیدولی مګر د دولتي
مسوولینو پر وینا اوس ۸۴۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبولی شي، چې دا خبره خپله دا پوښتنې
پیدا کوي چې رښتیا خبره د ایران فشار و او که هم د حکومتي مسوولینو معامله او
فساد.
نو د افغان حکومت د
ناوړه مدیریت، فساد، د حکومتي بنسټونو ترمنځ د خپلسرۍ، نه همغږۍ او ناپوهۍ له امله
داسې ښکاري چې کلونه نور وخت به هم ونیسي څو افغانانان ددې بند له ګټو، چې د بې
وزله افغانانو له ماليې جوړ شوی دی مستفید شي. ځکه چې حکومت دغه ډول حیاتي پروژو
ته د افغانانو د بې وزلۍ د له منځه وړلو او هوسا کېدلو له اړخه نه ګوري، بلکې د
خپلو سیاسي تبلیغاتو د کارولو په سترګه ورته ګوري څو عامه افکار بدل کړي او په واک
یې بقاء د یو څه نور وخت لپاره وغځوي.