Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۰۴/۱۴۴۲ سه‌شنبه ۱۶ ربیع الثاني، ۱۴۴۲هـ ۰۱/۱۲/۲۰۲۰م

مطبوعاتي اعلامیه

لومړی معاونیت تېروتنه کوي؛

پر حزب التحریر بې بنسټه تورونه د افغانستان د دولت د ژغورنې لاره نه ده!

په دې وروستیو کې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي معاونیت په یوه اعلامیه کې د کاپیسا ولایت د وضعیت په اړه ویلي دي چې حزب التحریر یو حزب نه، بلکې د تروریزم ابتدايي مکتب دی او ددې ولایت د ملي امنیت ریاست مکلف دی، د حزب التحریر ټول غړي چې د افغانستان د «اسلامي» نظام پر وړاندې په کاپیسا کې غږ پورته کوي او نظام نامشروع ګڼي، وپېژني او ژر یې د قانون منګولو ته وسپاري. هغه دغه راز د تخار په اړه ویلي چې د حزب التحریر ۶۳ کسان مو تثبیت کړي او په اړه یې پوره معلومات شته.
د حزب التحریر-ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر ددې خبرو په اړه لاندې ټکي بیانوي:
لومړی: لومړی معاونیت تېروتنه کوي، حزب التحریر مکتب نه، بلکې یو سیاسي حزب دی چې په امت کې رېښه لري او همدا اوس یې تر شپېتو په ډېرو هېوادونو کې د نبوت پر تګلاره د خلافت د تاسیس لپاره فکري او سیاسي مبارزه روانه ده. حزب التحریر تل له هر ډول ترور او وحشت څخه برائت اعلان کړی. له دې کبله سترو قدرتونو تل د خپلو مزدورو نظامونو له لارې هڅه کړې ده چې د حزب د فعالیتونو مخه ونیسي، خو په دې چاره کې ناکام شوي دي او د ډېرې فکري او سیاسي ستړیا له کبله یې بې بنسټه تورونو ته مخه کړې ده.
د جمهوري ریاست لومړی معاون تر دغه ډول عقده‌يي، حزبي او بې بنسټه ګامونو وړاندې را بولو چې یو ځل د هغو کسانو برخلیک ولولي چې د اسلام د سیاسي نظام (د نبوت پر تګلاره خلافت) له لارې د اسلام د تحیکم پر وړاندې درېدلي وو. د بېلګې په ډول؛ د عربي نړۍ او منځنۍ اسیا وینې‌څښونکي دیکتاتوران له صدام حسین نیولې تر حسني مبارک او له معمر قذافي نیولې تر اسلام کریموف پورې چې د نړۍ د پیاوړلو استخباراتي سازمانونو پر مټ یې هڅه وکړه ددې خیر او ستر دعوت مخه ونیسي، خو ذلیل او ورک شول او دا حزب التحریر دی چې لا هم تر پخوا پیاوړی د نړۍ په سیاسي صحنه کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
دویم: حزب التحریر د افغانستان په مسلمان او مجاهدپاله ولس کې ځانګړی ځای لري. له هراته تر بدخشانه او له مزاره تر خوست او کندهاره، په ټول افغانستان کې ځوانان، لویان، مخور، قومي مشران، عالمان او ددې خاورې رهبران په ښه ډول حزب پېژني او دا پېژندنه ددې سبب شوې چې له حزب سره نه شلېدونکې اړیکه ولري. له دې کبله پر داسې حزب بې بنسټه تورونه چې د مسلمانو خلکو په عقایدو، افکارو او احساساتو کې رېښې لري، د لومړي معاون له شخصي عقدې سپړنې پرته بل څه نه دي.
درېیم: د افغانستان دولت په اوس وخت کې هغه موجود ته ورته دی چې د ډوبېدو په حال کې دی او د خپل سیاسي پاېښت لپاره هر لوري ته لاس اچوي. ددې لپاره کله ناحقه تورونه لګوي او کله هم له سیاسي مشکلاتو د عامه افکارو د انحراف لپاره لانجې جوړوي. پر حزب التحریر د بې بنسټه تورونو لګول او د حزب د غړو په اړه د معلوماتو را ټولول په همدې لاس اچونې پورې تړلي دي چې د ډوبېدو بهیر یې چټکوي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

 




   ارسال نظر