Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: ۱۲/ ۱۴۴۵ ۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۶مه ۲۰۲۳م کال، د نومبر ۲۰مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
د الازهر رول باید داسې نه وي
اې د الازهر علماوو!  ستاسو رول د غزې د خلکو ملاتړ او د فلسطين د ازادولو لپاره د امت او پوځونو راپورته کول دي.
 (ژباړه)

الازهر د ۲۰۲۳م کال، د نومبر په ۱۸مه یوه اعلامیه خپره کړه، چې د الفاخورة  او تل الزعتر ښوونځيو ټول‌وژنې پکې غندل شوې وې. دوی د عربو او اسلامي امت پر چوپتیا نيوکه کړې چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې یې مخ نه دی سپین کړی. الازهر د فلسطين له خلکو سره غمشریکې ښودلې او ورته ویلي يې: مه ناهيلي کېږئ، ستاسو غچ له الله سبحانه وتعالی سره دی. د نړۍ پر ازادو خلکو یې غږ کړی چې د صهیونیستانو او هغو د ملاتړو د ترهګرۍ پر وړاندې سره یو موټی شي؛ د نړیوالې ټولنې د چوپتیا او د نږدې او لرې پرتو خلکو د بې غورۍ پر وړاندې غږ پورته کړي او د دغه تور یرغل، چې بې ګناه فلسطینی ماشومان، ښځې، بوډاګان او ځوانان په نښه کوي، د بندولو لپاره له هر ډول ممکنه فشار څخه کار واخلي. دغه راز یې د بې ګناه فلسطینیانو پر وړاندې د هغوی د جنایتونه، ټول‌وژنو او روانو ظلمونو د افشا غوښتنه کړې.
نړۍ د هغه څه پر وړاندې چوپه خوله نه ده چې په غزه کې زموږ له خلکو سره کېږي؛ بلکې د امت پر وړاندې د یهدو په جنایتونو کې شریکه ده او ملاتړ یې کوي. اسلامي امت بې وسه او کمزوری دی؛ د داسې نظامونو په غېږ کې پروت دی چې د دغه غاصب دولت ساتنه کوي او د روانو جنایتونو پر وړاندې د امت د غوسې او قهر راپارېدو مخه نیسي. زموږ حکام د دغه دولت ساتونکي او د جرم شریکان دي؛ نو تاسو څنګه له دوی تمه کولی شئ چې د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې خپل مخونه سپین کړي؛ له دوی څخه د څه تمه لرئ!؟
یوازینی عمل چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې مو مخ سپينولی شي؛ د پولو له منځه وړل او د فلسطین د ټولې سپېڅلې خاورې د ازادولو او هلته د خپلو خلکو د ملاتړ لپاره د لښکرو بسيج کول دي. په دې کې د دغه فاسد دولت او د هغه د ټولو ملاتړو له منځه وړل شامل دي. دا یوازې د اسلامي دولت، د نبوت پر منهج راشده خلافت له لارې کېدی شي.
د الازهر د علماوو او مشرانو دنده یوازې د یهودو د اعمالو غندنه یا د نړۍ پر ازادو خلکو، چې لږ نفوذ لري، غږ کول نه دي. بلکې  دوی باید د اسلامي امت پر لښکرو غږ وکړي چې جهاد وکړي او د اسلام غصب شوې خاوره ازاده کړي؛ په غزه او ټول فلسطین کې زموږ د مظلومو خلکو ملاتړ وکړي او هغه څه له مخې لرې کړي، چې د دغه مکلفیت پر وړاندې یې خنډ ګرځي.

[وَالَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوا وَّنَصَرُوا أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ] [انفال: ۷۵]
ژباړه: «او کومو کسانو چې وروسته ايمان راوړ او بیا یې هجرت وکړ او له تاسو سره یو ځای یې جهاد وکړ؛ هغوی هم له تاسو څخه دي. خو د الله تعالی په کتاب کې د وينې خپلوان (د ميراث وړلو له نظره) یو له بل څخه ډېر حقدار دي. په یقيني توګه الله تعالی پر هر څه پوهېږي.»
د حزب التحريرـ ولایه مصر مطبوعاتي دفتر
ژباړن: محمد حامد       




   ارسال نظر