د اونۍ خبره: امریکا د سولې په نامه، په طالبانو او افغان ولس ملنډې وهي
10/11/2020 | لیکوال: خالد مشعل

Print


د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې  د ۱۳۹۷ کال د وږي میاشتې په ۱۳ مه پیل شوې چې اوس یې دا دی ۱۷ میاشتې تیرې شوي، خو لا هم معلومه نه ده چې د دواړو لورو ترمنځ به هوکړه لیک امضا شي او کنه. سره له دې چې طالبانو یوه نیمه اونۍ وړاندې رسنیو ته ویلي وو چې د سولې توافق لیک بشپړ شوی او اوس موږ او امریکایي لوری د توافق لیک د امضا د مراسمو په څرنګوالي خبرې کوو.
خو د فبروری په ۳مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې و ویل چې: " موږ پخوا هم له طالبانو سره هوکړې ته نږدې شوي وو، خو طالبان په دې و نه توانیدل چې د تاوتریخوالي په کمولو کې اراده  یا ظرفیت، یا دواړه وښیي. اوس مو له طالبانو غوښتنه دا ده چې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د خپلې ارادې او ظرفیت ښکاره ثبوت وښیي". دې ته ورته؛ زلمي خلیلزاد له اشرف غني سره  په خپله لیدنه کې چې له طالبانو سره د کابو لس ورځو مذاکراتو د معلوماتو د شریکولو په موخه تر سره شوه، خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره یې دا ځل په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی. د دې څرګندونو په غبرګون کې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې امریکا دې د خپل بام واورې د بل په بام نه اچوي، دا امریکا ده چې متعدد او متزلزل موقف لري، اسلامي امارت واحد دریځ لري او په خپل دریځ ثابت ولاړ دی.
د یونیم کال په تیریدو او د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د توافق لیک په بشپړیدو سره، اوس امریکا نوې خبرې او نوي شرایط طالبانو ته د میز په سر ایښي دي او پلمې لټوي. امریکا په اصل کې نه غواړي چې دفعتاً له طالبانو سره د سولې توافق لیک امضا کړي. غواړي چې د توافق لیک امضا وځنډوي، تر هغو چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین په ښه ګرمه فضا کې روان وي او د رایه ورکولو وخت هم ښه نږدې شوی وي. ځکه چې غواړي د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې د ختمولو موضوع څخه د ولسمشر ډونالد ټرمپ ډله موثره ګټه پورته کړي او له دې لارې، ډیرې رایې وګټي. که دا هوکړه لیک اوس امضا کړي، نو یوه یا دوه میاشتې به په فضا کې وي، نوره یې خبره سړیږي او د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې، ولسمشر ټرامپ ته  ګټه نه رسوي، نو په همدې موخه امریکایي دولت قصداً نوي شرایط او پلمې طالبانو ته وړاندې کوي، ترڅو  طالبان، افغان سیاستوال او حتی ټول افغان ولس یو ډول مصروف وساتي.
له طالبانو پرته، بل هیڅ لوری (امریکایي دولت، افغان حکومت) په روانو مذاکراتو کې صادق نه دی او په چل ول کې روان دي. د غني په مشری ټیم خو له سره دغو مذاکراتو سره مخالف دی، ځکه پوهیږي چې که دا لړۍ موفقانه پای ته ورسیږي، نو د دې ټیم سیاسي عمر نور پای ته رسیدلی، نو له هرې ممکنې وسیلې کار اخلي، تر څو دا لړۍ ناکامه کړي. د ولسمشر ټرمپ دولت هم په چل کې دی، هغه غواړي د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې څخه،  په ټاکنو کې کمپایني استفاده وکړي او د امریکایي ولس رایه ترلاسه کړي او یو ځل بیا د امریکا ولسمشر شي. د امریکایي دولت اصلي هدف دا نه دی چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي او د امریکا نظامي حضور پای ته ورسیږي. یوځل چې د امریکا انتخابات تېر شول او ولسمشر ټرمپ قدرت وګاټه، نو هغه وخت به بیا امریکا په داسې سناریوګانو (مکرو هیلو) لاس پورې کړي چې دا زمینه ورته برابره کړي چې و وایي موږ باید خپل نظامي حضور په افغانستان کې وساتو.
ځکه، له یوې خوا به ټرمپ ټاکنې ګټلې وي او نور به د خلکو رایې ته اړیتا نه لري او له بلې خوا به یې د طالبانو ملا ماته کړې وي او د سولې په نامه، استخباراتي تړون کې به یې راګیر کړي او بین الافغاني خبرې به روانې وي. خو دغه خبرې به دومره پیچلې وي چې هیڅ نتیجه به نه ورکوي. نو کله چې بین الافغاني خبرې نتیجه ور نه کړي، نوی اساسي قانون تصویب نه شي، د دواړو لورو (طالبان او حکومت) نظامي ځواک مدغم شوی نه وي، د راتلونکي نظام په بڼه توافق نه وي شوی، او امریکا خپل وتل  مشروط کړي وي د پورته مسایلو په نهايي کولو باندې؛ نو بیا به امریکا استدلال کوي چې تاسو (طالبانو او حکومت) خپل مکلفیت بشپړ کړی نه دی، نو ځکه موږ هم پاتې کیږو. دا به داسې وخت وي چې طالبان به زور هم نه شي کارولی او زور به یې هم د نن په تناسب، پنځوس سلنه را کم شوی وي. نو دا وخت دی چې امریکا د دې لوبې وړونکې او طالبان او افغان ولس اصلي بایلونکي دي. د حکومت رهبري خو اسې د امریکا مخلصین دي.
طالبان خو لا همدا اوس د امریکا په جال کې ولیدلي. د امریکا ملنډو او لوبو ته په کتو سره، که طالبان و غواړي چې له امریکا سره خپل مذاکرات قطع کړي، نو دا کار نه شي کولی. ځکه چې همدا اوس د طالبانو د مشرتابه لویه برخه له خپلو کورنیو سره په قطر کې له امریکا سره ګرو دي او په یو ډول سره د امریکا په اسارت کې دي، هغه اسارت چې په داوطلب ډول رامنځ ته شوی دی.
امریکايي دولت په افغانستان کې د سولې هیڅ اراده نه لري او نه غواړي چې دلته خپل نظامي حضور پای ته ورسوي. یوازې غواړي چې طالبان ټوټه ټوټه کړي او د نورو جهادي افغاني احزابو په برخلیک یې اخته کړي. د دې ترڅنګ، غواړي چې د افغانستان له کشالې څخه د امریکا په ټاکنو کې ستره ګټه واخلي او له هغې وروسته، د لوبې ظاهیري بڼه بدله کړي. په همدې خاطر، د افغان  سیاستوالو او عوامو ذهنیت یې ګرو کړی او په یو نوم او بل نوم یې مصروف ساتي.
طالبان، افغان ولس او سیاستوال باید د امریکا دغه شومه لوبه او شوم نیت پوره درک کړي او په ضد یې بنیادي ګامونه پورته کړي. لومړی خو دا په طالبانو ده چې له امریکا سره خپلې بې معنا خبرې بندې کړي او له اشغالګرو سره هر ډول اړیکه پریک کړي. دویم، سیاسي احزاب او رهبران باید چې د امریکا د اهدافو وسیله نه شي او د امریکا د لوبې په مقابل کې په یوه غږ پورته شي او ورته و وایي چې نور بس ده او زموږ له خاروې وځه! طالبان، سیاسي احزاب، رهبران او عام ولس دې د امریکا له هر ډول اغیز پرته، سره کینې او د اوسني نظام لپاره دې په یوه اسالامي بدیل سره متفق او جرګه شي. هغه وخت دا ډیره ساده ده چې موږ د امریکا له توطیو او شر څخه ځان خلاص کړو او د خپل ولس او خاورې برخلیک په خپل لاس کې واخلو.




   ارسال نظر