مطبوعاتي اعلامیه
په نړیواله سيکولر ټولنه کې د حاکم
نظام د ادغام لپاره د ملګرو ملتونو او د سیمې د هېوادونو نوې هڅې
په دې وروستیو کې د
ملګرو ملتونو هڅې په افغانستان کې تر پخوا ډېرې متمرکزې شوي دي. له یوې خوا د بشري
مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال کابل او کندهار ته سفر وکړ او
له بلې خوا قطر ته د حاکم نظام د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ور وبلل شو، چې
دا ټول د افغانستان د حکومت د تطمیع لپاره د نړیوالو طرحو د پلي کولو په موخه د نوو هڅو څرګندې نښې دي.
په دې اړه د حزبالتحریر – ولایه
افغانستان مطبوعاتي دفتر لاندې څو ټکي د تأمل وړ بولي:
لکه څنګه چې ليدل
کيږي، د «لار نقشې» په نوم د ملګرو ملتونو طرحه، چې موخهیې په نړیوال سیکولر نظام
کې د حاکم نظام ادغامول دي، له جدي خنډونو سره مخ شوې ده او د پلي کېدو بهیر یې بنبست
ته رسېدلی دی. دا ځکه چې د افغانستان مشرتابه، د غربي هېوادونو د توقع خلاف، له
بنسټیزو بدلونونو څخه ډډه کړې ده. سره له دغې ناکامۍ، لوېدیځ، په تېره بیا امریکا،
نه غواړي د یاد وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې شي. له همدې امله، په دې وروستيو کې نوې
طرحې مطرح شوې دي، چې غواړي هماغه هدف د بدیلو لارو له لارې تعقیب کړي. د دغو هڅو
په زړه کې داسې یوه ستراتیژي پټه ده چې غواړي حاکم نظام په تدريجي ډول له خپلې اسلامي
داعیې څخه ليرې کړي او د هدفمند تعامل له لارې یې په شته نړیوال نظم کې مدغم کړي.
امریکا هڅه کوي دا لارنقشه
د تشویق او تهدید (خوف او رجا) او هدفمند تعامل له لارې پرمخ یوسي. په دې اړه کله
مستقیم ګام اخلي؛ لکه د ځینو کسانو له تور لېست څخه ایستل او یا محدود سیاسي
امتیازات ورکول او کله هم د نړیوالو مرستو په بندولو سره فشار راوړي. د دغو څرګندو
اقداماتو سربېره، دا سیاست د ملګرو ملتونو په څېر بنسټونو او د قطر په څېر
هېوادونو له لارې په غیرمستقیم او نرم ډول هم تعقیبوي. دې ته ورته یې د حاکم نظام
دننه؛ د تفرقې اچولو سیاست هم روان کړی دی، چې پر ځینو کسانو د «معتدل» او پر ځینو
نورو د «افراطي» ټاپه لګول کېږي. د دې سیاست اساسی موخه دا ده چې د نظام داخلي
یووالي ته زیان ورسوي او د هغوی یوه برخه د «معتدل اسلام» پر لور ور مات کړي.
قطر، چې د لوېدیځو
هېوادونو د مېلمستون حیثیت لري، په دې ناوړه لوبه کې مهم او کليدي رول ادا کوي. دا
هېواد، له ملګرو ملتونو سره یو ځای، هڅه کوي د ټرمپ د وروستیو ګواښونو په وړاندې
یو ډول توازن رامنځته کړي، څو د حاکم نظام ځینې حلقې تطمیع کړي. د دا ډول سیاستونو
پایلې اوس په واضح ډول د امیرخان متقي په وروستیو څرګندونو کې ښکاري. هغه له
الجزیرې سره په خپله وروستۍ مرکه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان دې د
«مثبت اقتصادي سیالۍ» پر ډګر بدل کړي؛ حال دا چې تاریخ او معاصره تجربه ښيي چې دا
ډول سیالۍ په ضعیفو هېوادونو کې همېشه د ښکېلاکګرو د نفوذ، له هغوی سره د اقتصادي
تړاو او بالاخره د استعمار لپاره د پوښ او پردې په توګه کارول کيږي.
د بهرنیو چارو وزیر د
فلسطین په تړاو وویل: موږ د فلسطین په اړه «اخلاقي مسؤلیت» لرو. حال دا چې د
مسلمانانو او په ځانګړي ډول د مسلمانو واکمنانو مسؤلیت، یوازې یو وجداني یا اخلاقي
احساس نه، بلکې یو شرعي مکلفیت دی. مسلمان واکمنان مکلف دي چې د مستضعفینو د مرستې
لپاره لښکرې راوخوځوي؛ نه دا چې د دا ډول اصطلاحاتو تر شا د پناه کېدو له لارې له
عملي اقدام څخه سترګې پټې کړي. دا اخلاقي او وجداني احساس خو په غرب کې حتا ځینو
غیر مسلمانو خلکو هم وښود، چې له امله یې خلک واټونو ته راووتل او یا هم هغه
امریکايي عسکر چې د يهودي دولت د سفارت مخې ته يې ځان وسوځاوه.
له بلې خوا، امیرخان
متقي په همدې مرکه کې له ټرمپ څخه وغوښتل چې د افغانستان په قضیه کې «سیاسي
زړورتیا» وښيي. حال دا چې هر فرد او هر ملت، پر خپلو ارزښتونو باندې د خپل ایمان
تر کچې زړوتيا لري. که ټرمپ زړورتیا وښيي، هغه به يې د خپلو ګټو لپاره وي؛ خو
اسلامي واکمن چېرته دی؟ هغه څوک چې یوازې د الله سبحانهوتعالی له وېرې او هغه ته
د هیلې (خوف او رجا) په محور سیاست کوي، د دین د اقامې او اظهار لپاره اقدام کوي، د
چارو له پایلو نه وېرېږي او د هېڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه ویره نه لري. همدا
اسلامي واکمن باید د راشده خلافت د بیا تأسیس جرئت ولري، څو خپل بهرنی سیاست د
دعوت او جهاد پر بنسټ بنا کړي. هو، د دین د اظهار په موخه د امت رسالت زړورتیا
غواړي او موږ دا زړورتیا له خپلو چارواکو غواړو.
﴿الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا
يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ﴾ (الاحزاب: ۳۹)
ژباړه: « هغه کسان چې د الله سبحانهوتعالی پیغامونه رسوي،
یوازې له هغه وېرېږي، او له الله متعال پرته له بل هېچا نه وېرېږي. »
د حزبالتحریر - ولایه
افغانستان مطبوعاتي دفتر