امريکا او ناټو سيمې ته سوکالي راوړي که استعمار؟!
12/09/2014 | سيف الله مستنير

Print


خبر:

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د روان ميلادي کال د دسمبر په دويمه د سه شنبې ورځ په بروکسل کې د راتلونکي کال لپاره په افغانستان کې د دغه سازمان د نوي روزنيز ماموريت د پيل په اړه موافقه وکړه. د ناټو سرمنشي ينز سټولټنبرګ وويل؛ "موږ نن موافقه وکړه چې د هوډمن ملاتړ ماموريت د جنورۍ په لومړۍ نېټه پيل کړو. دا زموږ او د افغانستان لپاره واقعاً يوه ډېره مهمه شېبه ده. هوډمن ملاتړ به يو غير پوځي ماموريت وي. د ناټو او نورو متحدينو شاوخوا دولس زره سرتيري به د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي او هغوی ته به مشوره او روزنه ورکړي. همدا راز به په افغانستان کې زموږ د لاسته راوړنو د استحکام په اړه ډاډ راکړي."


تبصره:

د امريکا او ناټو په زور د افغانستان پر مسلمان او مجاهد ولس باندې له تپل شوي حکومت سره د ناټو دغه ژمنه د تېرو ديارلسو کلونو له مسلمان وژنو، فساد، مقدساتو ته د سپکاوي، لوټمارۍ او د مسلمانانو د کورونو د حريم د ماتولو له تکرار پرته کوم بل نوي څه نه دي. بلکې د ۲۰۱۵م کال له پيل څخه وروسته د هغوی عملياتي اسلوب بدلون مومي. هغه داسې چې د نوي کال د جنوري له لومړۍ نېټې وروسته به هر ډول عملياتي او جګړه ييز ماموريت د خپلو اجيرو افغان ځواکونو په واسطه ترسره کوي، خو استخباراتي معلومات او اهداف به بيا هم د امريکا او ناټو د دغه پاتې شوو سرتېرو او د هغوی د مزدورو ادارو په واسطه ورته راټول او ټاکل کيږي.

 

خو په لاسپوڅيتوب کې تر پخواني ماهر افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وايي، هيله من دی چې له ناټو سره د افغانستان د همکارۍ نوی پړاو به دغه هېواد ته سوکالي او ټيکاو راولي. هغه نه پوهيږي، چې د افغانستان د مسلمان او مجاهد ولس لپاره سوکالي او ټيکاو څه دی او کله راځي؟! ځکه نوموړی هغه کس دی، چې فکر او احساسات يې د افغان ولس له فکر او احساساتو سره توپير لري. هغه د غرب په لاس روزل شوی سيکولر شخصيت دی او د اسلام او اسلامي امت په اړه هېڅ احساس نه لري خو د افغانستان خلک هغه مسلمان او مجاهد ولس دی، چې همېش يې خپله سوکالي او ټيکاو د اسلامي نظام له لوري د اسلام په تطبيق کې ليدلې او د همدغه موخې لپاره يې په وار-وار هند نيولی، درې ځله يې لويې بريتانيا او يو ځل يې د روسيې شوروي اتحاد ته سخته ماتې ورکړې او دا ځل امريکا او نآټو پر دغه اسلامپال ولس باندې بريد کړی، خو له نظامي پلوه هغوی هم پکې سخته ماتې خوړلې، مګر له سياسي پلوه د ځان او خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره يې د اشرف غني په څېر ماهر ګوډاګيان روزلي، چې د واکمنۍ په ۲۴ ساعتونو کې يې د هغوی د سياسي، اقتصادي او امنيتي ګټو د خونديتوب د تضمين سند او هوکړه ليک ورسره لاسليک کړ.

 

اشرف غني زيآتوي؛ چې د ده په باور د ناټو او افغانستان د همکارۍ دغه نوی پړاو به پر افغانستان سربېره نړۍ ته هم امنيت راولي. په داسې حال کې چې افغان ولس او د نړۍ آزاد وګړي په دې ښه پوهيږي، چې امريکا او ناټو افغانستان ته د خپلو ستراتيژيکو موخو د ترلاسه کولو لپاره راغلې، نه افغانستان او نړۍ ته د امنيت د راوستو په موخه. هغه ستراتيژيکې موخې چې په سيمه کې يې امريکا او ناټو تعقيبوي؛ د خپلو ګټو پر وړاندې د چين او روسيې د نفوذ مخه نيسي، د منځنۍ آسيا، منځني ختيځ او د كسپين د سمندر د حوزې د نفتي او هايدروکاربني زيرمو استعمار، د هغو د لوټ، تالان يا لېږد او انتقال د لارو چارو برابرول او په سيمه کې د خلافت تر سيوري لاندې د امت د سياسي، اقتصادي او جغرافيوي وحدت  مخنيوی دی.

 

د پورتنيو مشخصو موخو د ترلاسه کولو لپآره امريکا او ناټو د افغانستان له جيوپوليټيک موقعيت څخه ګټه پورته کوي او افغانستان يې د ستراتيژۍ اصلي هدف نه بلکې يوازې د يوې وسيلې په توګه ترې ګټه اخلي. له همدې امله د تېرو ديارلسو کلونو په اوږدو کې امريکا، ناټو او لاسپوڅي دولت يې يوه داسې پروژه په افغانستان کې آباده نه کړه چې ولس ته يې اوږدمهالې ګټې ورسيږي، خو موقتې او ژر استهلاکېدونکې ګڼې پروژې يې پرمخ يووړې او ترڅنګ يې افغانان په قومي او ژبنۍ تفرقه اخته او په هر اړخيز فساد يې ککړ کړل. هغوی په بنسټيز ډول د افغانستان قوانين غير اسلامي کړل او ټول سيستم يې پر غير اسلامي او غربي بنسټونو ودراوه، چې نړېدل يې د امت د هرې شيبې غوښتنه ده.




   ارسال نظر