پر اسلامي خاورو د مغولو د
بريدونو او صليبي جګړو را وروسته، اسلامي امت په تر ټولو ناوړه حالت کې ژوند کوي. د
دغه ناوړه حالت دليل دا نه دی چې مسلمانان ـ د امت په توګه ـ کمزوري او بېوسه دي.
مسلمانان له نظامي پلوه په خورا ځواکمن حالت کې دي؛ تر دوه مېليونه زيات روزل شوي،
زوړور او مجهز پوځيان، د اتومي وسلو په ګډون خورا ډېرې او پرمختللې وسلې او د
کفايت تر کچې نور نظامي تجهيزات لري. څه کم دوه ميليارده یې نفوس دی. د نړۍ تر
ټولو غني او ستراتيژيکې خاورې يې په واک کې دي. د نړيوالې سوداګرۍ اکثريت سمندري،
ځمکنۍ او هوايي لارې د مسلمانانو په سيمو کې دي... بلکې د دغه ناوړه حالت اساسي او
يوازينی لامل د اسلامي دولت «خلافت» نشتون دی؛ یوزاې د خلافت دولت تأسيس مو له دغه
ناوړه وضعيت څخه ایستلی شي. يوازې خلافت د دې وړتيا لري چې اشغال شوې اسلامي خاورې
ازادې کړي، د مستضعفينو مرستې ته ور ودانګي، مسلمانانو ته د خوندي ژوند زمينه
برابره کړي، د کفارو سياسي، استخباراتي او نظامي لاسونه له اسلامي خاورو او اسلامي
امت څخه لنډ کړي، اسلام په کور دننه په هر اړخيز ډول تطبيق او د فکري رهبرۍ په توګه
يې د دعوت او جهاد له لارې نورې نړۍ ته ولېږدوي.
له شک پرته؛ د اسلامي خلافت د
تأسيس لپاره کار کول د ټولو مسلمانانو دنده ده، خو د اسلامي دولت تأسيسول يا يې د
تأسيس لپاره نصرت ورکول يوازې د واک او ځواک د خاوندانو مسوليت دی، ځکه يوازې دوی
د دغه کار وړتيا لري.
خو په اسلامي خاورو کې د شته
حکامو او قدرت د خاوندانو له ډلې قاطع اکثريت يې نه يوازې د خلافت د تأسيس او
مستضعفينو د مرستې په کيسه کې نه دي، بلکې اصلاً د خلافت پر تأسيس او مستضعفو
مسلمانانو ته د نصرت پر ورکړه باور نه لري. تر دې چې دوی په ښکاره له کفارو سره د
اسلامي خلافت له تأسيس څخه په مخنیوي، د اسلامي خاورو په اشغال، د مسلمانانو د
شتمنيو په لوټلو او د تروريزم تر نامه لاندې د مسلمانانو په وژلو کې مرسته او
ملګرتيا کوي. خو يو کم شمېر حکام؛ سره له دې چې د اسلامي خلافت تأسيس فرض او د
مستضعفينو مرسته لازمه ګڼي، بيا هم د دغه کار لپاره عملي ګام نه پورته کوي. دوی د
دې لپاره چې د خپل مسووليت او وجيبې نه ترسره کول توجيه کړي، يو لړ غير شرعي
عذرونه او دلايل وړاندې کوي چې ځينې يې دا دي:
استطاعت نه لرل: ځينې دا دليل وړاندې کوي چې موږ د خلافت د تأسيس او
مستضعفينو د نصرت استطاعت نه لرو، که چېرې موږ د دغه کار لپاره ګام پورته کړو، نو فلان
او بستان دولتونه به بريد را باندې وکړي او له منځه به مو يوسي. دوی د دې پر ځای
چې د الله سبحانه و تعالی له وېرې د خلافت تأسيس او د مستضعفينو نصرت ته مخه کړي،
د امريکا او ناټو له وېرې د الله سبحانه و تعالی قطعي احکام شا ته غورځوي، په داسې
حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:
يَا أَيُّهَا
الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ
[محمد: ۷]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی؛ که د الله (دین) ته
نصرت ورکړئ، هغه به ستاسو نصرت وکړي او ستاسو قدمونه به ټينګ او مستحکم کړي.
او کله چې الله سبحانه و تعالی چا
ته نصرت ورکړي، نو پر هغه د امريکا او ناټو په ګډون د نړۍ هيڅ ځواک نه شي برلاسی
کېدای:
إِن يَنصُرْكُمُ
اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم
مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكِّلِ الْمُؤْمِنُونَ [آل عمران: ۱۶۰]
ژباړه: که الله ستاسو
نصرت وکړي، هېڅوک به پر تاسو بریالي نه شي او که هغه مو پرېږدي، نو څوک به ستاسو
مرسته وکړي؟ مومنان دې یوازې پر الله توکل وکړي.
خو ستونزه همدا ده چې د مسلمانانو
حکام پر الله سبحانه و تعالی د توکل پر ځای خپله کمزوري بهانه کوي. که چېرې د خپلې
بقا په خاطر د استطاعت نه لرل شرعي عذر وای، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به په
بدر کې د شمېر له پلوه درې چنده زيات او د تجهيزاتو له پلوه ډېر مجهز دښمن سره نه
مخ کېده، د موته په غزا کې به يې درې زره غازيان د دوه سوه زره کسيز دښمن پر لور
نه لېږل، حضرت عمر رضي الله عنه به د فارس پر امپراتورۍ ـ چې د عصر تر ټولو ځواکمن
دولت و ـ بريد نه کاوه، طارق بن زياد به په اندلس کې خپلې کښتۍ نه سوځولې...
. نو د استطاعت نه لرل، شرعي عذر نه، بلکې
له مسوليت څخه د ځان خلاصولو پلمه ده او هيڅ شرعي اساس نه لري.
د مهدي تر راتګه دې هر څوک له
خپله سره اور مړ کړي: ځينې خلافت ـ چې شرعي حکم او په هر وخت کې فرض دی ـ د مهدي له راتګ سره تړي او
وايي چې د مهدي تر راتګه دې د هرې سيمې مسلمانان په خپله جغرافيه کې اسلامي
دولت(؟) جوړ کړي او کومې خاورې چې اشغال شوي، د هغو اوسېدونکي دې خپلې خاورې له
اشغاله ازادې کړي! دا خبره هم هيڅ شرعي اساس نه لري او د اسلام له صريحو نصوصو سره
په ټکر کې ده. ځکه که چېرې پر ملي پولو او د اسلامي دولت پر تعدد باور ولرو، نو دا
په طبيعي ډول د اسلامي امت پر تعدد له باور څخه سرچينه اخلي، په داسې حال کې چې الله
سبحانه و تعالی فرمايي:
إِنَّ هَٰذِهِ
أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ [الأنبياء: ٩٢]
ژباړه: ستاسو دغه امت يو
واحد امت دی او زه ستاسو رب يم، نو يوازې زما عبادت وکړئ.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم
فرمايي:
«مثلُ المؤمنين
في تَوادِّهم ، وتَرَاحُمِهِم ، وتعاطُفِهِمْ . مثلُ الجسَدِ إذا اشتكَى منْهُ
عضوٌ تدَاعَى لَهُ سائِرُ الجسَدِ بالسَّهَرِ والْحُمَّى»
ژباړه: مسلمانان په خپل منځ
کې د محبت، يو پر بل د ترحم او خپلمنځي مهربانۍ له اړخه ټول د يوه جسد په څېر دي؛
کله چې د جسد يو غړی دردمن شي، نو ټول بدن ورسره شپه په ويښه او تبه تېرولو (د درد
په زغملو) کې ملتيا کوي.
مصلحت دا نه ايجابوي چې د خلافت د
تأسيس او مستضعفينو د نصرت لپاره ګام پورته شي: که پر دې اختلاف سترګې پټې کړو چې مصلحت يو شرعي اصل او
دليل دی او که نه؟ او دا ومنو چې مصلحت شرعي دليل دی؛ نو مصلحت به د خلافت تأسيس
وي او که نه تأسيس يې!؟ هغه علماء چې مصلحت يو شرعي اصل ګڼي، د هغوی له ډلې امام
غزالي (رح) مصلحت داسې تعريفوي: «المصلحة هي المحافظة على مقصود الشرع. ومقصود
الشرع من الخلق خمسة: وهو أن يحفظ عليهم دينهم ونفسهم وعقلهم ونسلهم ومالهم، فكل
ما يتضمن حفظ هذه الأصول الخمسة فهو مصلحة، وكل ما يفوت هذه الأصول فهو مفسدة،
ودفعها مصلحة» يعنې: (مصلحت د شريعت د مقاصدو ساتنه ده. د انسانانو لپاره د
شريعت مقاصد پنځه دي؛ هغه دا چې د دوی د دين، نفس، عقل، نسل او مال ساتنه وشي. نو
هر هغه څه چې د دغو پنځو اصولو ساتنه تضمينوي هغه مصلحت دی او هر هغه څه چې دغه
پنځه اصول ضايع کوي، هغه مفسده ده او دفع يې مصلحت دی). خلافت هغه نظام دی چې د
مسلمانانو د دين، وينې، عقل، نسل او مال ساتنه تضمينوي، نو اوس د خلافت تأسيس
مصلحت دی او که يې نه تأسيس مصلحت دی!؟ دا پر مصلحت څه ډول استدلال او له مصلحت
څخه څه ډول فهم دی!؟
په پای کې؛ لکه يادونه چې وشوه د
خلافت تأسيس او د مستضعفينو نصرت شرعي احکام او فرايض دي، چې مسوليت يې د واک د
خاوندانو پر غاړه دی. خو د مسلمانانو غوڅ اکثريت حکام ـ چې په حقيقت کې د الله،
رسول او مسلمانانو دښمنان او د کفارو دوستان او مزدوران دي ـ دغه چاره نه يوازې دا
چې خپل مسوليت يې نه ګڼي، بلکې له کفارو سره يو ځای يې پر وړاندې ولاړ دي. خو يو
کم شمېر حکام او د قدرت خاوندان چې د خلافت تأسيس او د مستضعفينو نصرت شرعي مسوليتونه
ګڼي، خو د ځان خلاصولو لپاره پورته عذرونه وړاندې کوي، دغه عذرونه، که څه هم ځينې
به يې عقلي او منطقي وي، خو شرعي نه دي. په داسې حال کې چې غير شرعي عقلي او منطقي
عذرونه هيڅ اعتبار نه لري او د مکلف کس له اوږو شرعي مسوليتونه نه شي ښکته کولی. نو
د امت د اوسنۍ بدبختۍ د دوام تر ټولو لوی لامل نه يوازې کفار او د هغوی هغه مزدور
حکام دي چې په ښکاره له اسلام او مسلمانانو سره دښمني کوي، بلکې هغه حکام هم دي چې
خپل مسوليت پېژني، خو نه یې ترسره کوي او د دې لپاره پلمې او توجيهات لټوي.
يما افغان