د اشغال پای؛ يوه بريا، يو مسوليت او يوه هيله
09/02/2022 | يما افغان

Print


نن د وږي نهمه نېټه له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتنې لومړۍ کليزه ده. په (۲۰۰۱ م) کې امريکا او ناټو پر افغانستان پوځي بريد وکړ، عملاً يې دا خاوره اشغال کړه او يو لاسپوڅی دولت يې پکې جوړ کړ. امريکا، ناټو او ګوډاګي دولت يې د اشغال په شلو کلونو کې په افغانستان کې ډول ډول ظلمونه او وحشتونه وکړل، کلي، بانډې، ودونه، جنازې، روغتونونه او مساجد يې بمباري کړل او سلګونه زره افغانان يې شهيدان او ټپيان کړل.
له نظامي او سياسي اشغال سره هم‌مهاله غرب پر افغانستان باندې د فکري، فرهنګي او اقتصادي استعمار سيوري هم وغوړاوه. پر افغان ولس يې غير اسلامي افکار او نظام تحميل کړ، ډيموکراسي يې حاکمه کړه، د ازادۍ، بشري حقونو، د ښځو حقونو... په نامه يې د غربي فرهنګ د ترويج پروژې تطبيق کړې، هڅه يې وکړه چې افغان ولس له خپل اصل (اسلام) څخه لېرې او غربي غير اسلامي افکار پرې تحميل کړي. د افغانستان اقتصادي بنسټونه يې په نړيوالو - په اصل کې امريکايي ـ بنسټونو لکه نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق پورې وتړل. د بشري مرستو په نامه يې له خلکو د همت او د زحمت روحيه وپېرله، تر څو عام خلک هم په ځان پورې وتړي او تل دوی ته د سوال سترګې واړوي. اداري، مالي او اخلاقي فساد ته يې زمينه برابره کړه. د قوم، سيمې او ژبې په نامه يې د خلکو تر منځ د تفرقې خپرولو لپاره مختلفې پروژې تطبيق کړې... .
خو افغانان د اشغال له لومړۍ ورځې د غرب د اشغال پر وړاندې ودرېدل. په خالي لاس او لږو امکاناتو يې د اشغالګرو پر وړاندې جهاد وکړ، په دې لار کې يې ډېرې قربانۍ ورکړې، زرګونه ځوانانو خپل سرونه نذرانه او د خپلو وينو په بيه يې دښمن ته سخت ځاني او مالي زيانونه واړول او با الاخره يې تېښتې ته اړ کړ. اشغالګرې امريکا د دوحې د تړون په نامه خپله شرمناکه تېښته توجيه کړه او ځان ته يې د اوړو پزه جوړه کړه، خو په حقيقت کې دوی په افغانستان کې مات شول او په ټيټو سترګو يې تېښته وکړه. ټيک يو کال وړاندې دا ورځ د اشغالګرو عسکرو وروستۍ جوپه له افغانستانه ووته، افغانستان د اشغالګرو له شتونه پاک شو او الله تعالی مجاهدينو او افغان ولس ته ستره فتحه او بريا ور په برخه کړه.
خو زموږ رسالت يوازې په نظامي ډګر کې اشغال ته په ماتې ورکولو سره پای ته نه رسېږي، ځکه نظامي اشغال د استعمار يوه بڼه ده او استعمار لا بشپړ نه دی مات شوی. په نظامي ډګر کې تر ماتې وروسته غرب او امريکا د نرمې جګړې له اساليبو څخه په استفادې هڅه کوي چې له سياسي، اقتصادي او استخباراتي لارو چارو افغانستان تر خپل نفوذ لاندې وساتي. د همدې لپاره يې د افغانستان د پيسو زېرمې کنګل کړې، پر افغانستان يې اقتصادي بندېزونه ولګول، د رسنيو له لارې د دولت ضد تبليغات کوي او دغه راز د خپلو استخباراتي کړيو له لارې په افغانستان کې د نا امنۍ د خپرولو هڅه کوي.
اوس د اسلامي امارت رسالت دا دی چې د استعمار له نورو بڼو او ډولونو سره هم مبارزه وکړي او د امريکا او غرب د نفوذ ټولې لارې بندې کړي. ولس هم مسول دی چې د دولت په استحکام او د کفارو پر وړاندې د مبارزې په ټولو ډګرونو کې د دولت ملاتړ وکړي.
دغه راز د اشغال او استعمار پر وړاندې د مبارزې يوه موخه که له خاورې څخه د استعمار شړل و، بله ستره موخه يې د سوچه اسلامي نظام تاسيس او د اسلام تطبيق وو. د اسلام بشپړ تطبيق يعنې په کور دننه په انقلابي ډول د ژوند په ټولو برخو کې د شريعت تطبيق او په بهرني سياست کې د دعوت او جهاد له لارې د اسلام نشر او لېږد. نو نه ښايي چې له نړۍ سره د تعامل او يا رسميت پېژندلو په هيله د شريعت احکام معطل شي، او يا هم بهرنی سياست د اسلام پر ځای د غرب له غوښتنو سره سم عيار شي.
دغه راز د غرب او ناټو پر وړاندې د اسلامي امارت په بريا سره اسلامي امت يوه نوې سا اخيستې او دا هيله پکې راژوندۍ شوې چې ټولې اسلامي خاورې د کفارو له اشغال او د هغوی له مزدورانو څخه پاکې شي، د مسلمانانو تر منځ مصنوعي، اجباري او استعماري پولې ونړېږي او اسلامي امت يو وار بيا واحد امت شي او د واحد بيرغ او واحد دولت تر سیوري لاندې ژوند وکړي. هيله ده د امت هيلې پوره شي او افغانستان په هغه نکته بدل شي چې ټول امت پرې راټول شي.




   ارسال نظر