د اونۍ خبره: د غزې نسل وژنه؛ امریکا په ملګرو ملتونو کې «انساني ارزښت» ذبح کړ!
12/15/2023 | عمر آرین

Print


امریکا د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۱۸مه د غزې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ویټو کړ. تر ۸۰ زیاتو هېوادونو او د امنیت شورا ۱۳ نورو غړو د اوربند د دغه پرېکړه‌لیک ملاتړ کړی و؛ خو امریکا منفي او انګلیس ممتنع رایه ورکړه. د ملګرو ملتونو سازمان –چې د سولې، امنیت، بشري حقونو او د قانون د حاکمیت د څلورو ستنو پر بنسټ د فعالیت ادعا کوي‌ـ عملاً د دغو مواردو په پلي کولو کې پاتې راغئ او نړیوالو ته یې ریښتنې څېره تر پخوا لا ښکاره شوه.
دا ویټو په داسې حال کې کېږي چې د غزې مسلمان خلک د ظالم یهودي دولت تر بې ساري وحشي ځمکنیو او هوايي بریدونو لاندې دي او تر اوسه یې تر ۱۸ زرو ډېر کسان شهیدان شوي. پر دې سربېره کابو ۵۰ زره نور ټپیان دي او له کمو روغتیايي امکاناتو سره تر بمباریو لاندې روغتونونو کې پراته دي. همداسې د امریکا او انګلیس په ملاتړ د یهودي رژیم پراخ ظلم او وحشت د غزې ملیونونه خلک بې کوره کړي؛ د ژوند شرایط یې نا انساني دي، ګېډې یې وږې دي او د اور په لمبو کې اوسېږي. دردوونکې ده چې نه یوازې ټولې نړۍ -چې د بشري حقونو او انسانیت چیغې وهي- بلکې د فلسطین شاوخوا اسلامي خاورو لاسپوڅو او فاسدو حکامو هم د امت د بدن دې برخې ته شا کړې او د یهودو په جنایتونو کې له هغوی سره یو لاس دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا ویټو ته په کتو؛ ښه ده چې سازمان باید سم وپېژنو. د دې لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ:
لومړی ټکی دا دی چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکايي د لېبرال او پانګوال نړیوال نظم له جوړېدو راهیسې؛ ملګري ملتونه، د نړیوالې ټولنې د جوړېدو، د نړیوالو قوانینو د حاکمیت او د امریکا په محوریت لیبرالو او پانګوالو ارزښتونو پر بنسټ د یوه نړیوال حکومت د تحکیم په لټه کې دي. د پام وړ ټکی دا دی چې د نړیوالو قوانینو حاکمیت پخپله ظلم او زور ویل دي؛ ځکه نړیوال قوانین په حقیقت کې د څو لویو قدرتونو، په ځانګړې توګه د نړۍ د لومړي قدرت او د اوسني نړیوال نظم د بنسټګر، یعنې امریکا سیاسي اراده ده. دغو قوانینو عملاً د نړۍ د نورو ټولو ملتونو پر هویتونو، فکرونو او ارزښتونو د بطلان کرښه ایستلې او یوازې هغه څه حق او قانون ګڼي چې د غرب او امریکا له نړیوالو ارزښتونو او افکارو سره سم وي.
دویم ټکی دا دی چې ملګري ملتونه د امریکا د بهرني سیاست یو مټ دی؛ نو په نړۍ کې د امریکا د خوښې قوانین او نړیوال نظم پلی کوي او د ملګرو ملتونو عقیده او دین همدا دی؛ خو کله داسې هم کیږي چې د امریکا سیاسي اراده او ګټې له دغو قوانینو سره په ټکر کې وي. په دغو مواردو کې امریکا خپل د نړیوالو قوانینو بُت خوري؛ لکه د مکې مشرکینو به چې خپل د خرما بتان خوړل.
درېیم ټکی؛ څنګه چې اوس ملګرو ملتونو د امریکا د سیاسي ارادې پر وړاندې سر ټیټ کړی؛ د دغه سازمان له څېرې څخه د ارزښتونو نقاب هم لوېدلی دی. نړۍ یوځل بیا دغه ټکي ته متوجه شوې چې په حقیقت کې د دغه نړیوال نظم او ورپورې د تړلو سازمانونو مشري امریکا کوي او د لویو قدرتونو، په ځانګړې توګه امریکا له سیاسي ارادې پرته، دا سازمانونه بې معنا دي. البته تاریخ شاهد دی چې ملګري ملتونه او ورته نړیوال سازمانونه یوازې په هغو برخو کې کار ورکوي چې د امریکا د استعماري پلانونو او فرعوني دستورونو د خدمت خبره وي.
د دې ترڅنګ یوې بلې خورا مهمې مسلې ته هم باید پام وکړو چې ملګري ملتونه د خپل تاریخ په اوږدو کې د اسلامي نړۍ په قضیو کې یو ناکاره او ان مضر سازمان و؛ د ټولې نړۍ او همدغو ملګرو ملتونو د سترګو پر وړاندې امریکا د عراق او افغانستان په څېر اسلامي خاورې اشغال کړې. په بېلابېلو اسلامي خاورو کې د همدغو ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د انګلستان، فرانسې او امریکا په څېر غربي دولتونو جنګي جنایتونه او بې‌ساري وحشتونه او ظلمونه وکړل. له بلې خوا، امریکا له ملګرو ملتونو څخه د وسیلې په توګه په کار اخیستلو سره، تل د هغو مخلصو اسلامي ډلو پر خلاف اقتصادي او سیاسي لومې جوړې کړې چې په اسلامي خاورو کې د اسلامي حاکمیت په لټه کې وې. امریکا په خپل منافقت د ملګرو ملتونو له لارې دا ډلې د خپلو شیطاني سیاستونو په لومه کې راګیر کړې.
نو پر اسلامي امت، په ځانګړې توګه په امت کې د قدرت پر خاوندانو، واجبه ده چې د یوه داسې شرعي تکلیف په توګه چې الله ته به یې ځواب ورکوي؛ د اسلامي امت پر وړاندې د لویو قدرتونو، په ځانګړې توګه د اوسني عصر د فرعون، یعنې فاسدې امریکا مکار او له کینې او نفاقه ډک سیاستونه په سمه او ژوره توګه درک کړي. همداسې د اوسني امریکايي نړیوال نظم ریښتنی استعماري او کفري ماهیت او د نړیوالو سازمانونو او قوانینو په څېر د هغې ټولې ځانګړنې وپېژني. په پای کې له قرآن‌کریم او مبارک سیرت څخه د اخیستل شویو اصیلو ارزښتونو او فکرونو پر بنسټ او د نړیوالو سیاستونو د پېژندلو په رڼا کې د امت چارې او له نړۍ سره خپل تعامل تنظیم کړي. ځکه ملګري ملتونه (طاغوت) له یوې خوا د اسلام د پلي‌کېدو په لار کې خنډ او د لویو قدرتونو د نفوذ وسیله ده؛ له بلې خوا، دا سازمان او کنوانسیونونه یې د کفري سیکولریزم عقیدې پر بنسټ جوړ شوي دي.
نو واجبه ده چې د اسلامي امت تر منځ د قدرت خاوندان؛ دغه طاغوتي نړیوال نظم، سازمانونو، د دغه دجالي نظم ترشا کفري استعماري ارزښتونه او ملګري ملتونه رد کړي او پر اسلام منګولې ټینګې کړي؛ اسلامي خلافت تاسیس کړي، اسلام د اسلامي خاورو دننه پلی او په دعوت او جهاد سره یې نړۍ ته ولېږدوي. له دې سره به اسلامي امت او تر منځ یې د قدرت خاوندان، د الله سبحانه و تعالی رضایت او د دنیا او آخرت بریا ترلاسه کړي.





   ارسال نظر