د اونۍ خبره: ډیورنډ؛ په دوو خاورو کې د امت پر زړه د کفارو د تورې ټپ
12/26/2022 | عمر آرین

Print


په دې وروستیو کې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د بې‌پیلوټه امریکایي الوتکو له بریدونو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او د پاکستان دولت د سرحدي ځواکونو تر منځ شخړو زور اخیستی دی. د پاکستاني نظامیانو پر مرکزونو د پاکستان د طالبانو تحریک د بریدونو او د پاکستان د کورنیو ستونزو تر څنګ، دغو شخړو د پاکستان سیاسي فضا د افغانستان پر ضد شدیده کړې ده. د دولت رسمي چارواکو، د سنا استازو، سفیرانو، د پاکستان حکومت اړوند سیاسي شخصیتونو او یو شمېر خبریالانو له دولت سره په ګډه د افغانستان پر وړاندې توند دریځ نیولی او په بېلابېلو سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو کې پر افغانستان نیوکې کوي.
دا چارواکي او د پاکستان په دولت پورې اړوندې رسنۍ هم د پاکستان د طالبانو تحریک پر وړاندې پراخ تبلیغات کوي او داسې ښيي چې له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد د پاکستان د طالبانو تحریک ملاتړ کېږي او په دې توګه هڅه کوي چې پر خپل ظلم، خیانت او کفارو ته پر خپلې مزدورۍ پرده وغوړوي.
اوس چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته د افغانستان له اسلامي امارت څخه ګیله کړې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو هم په واشنګټن کې په خپلو وروستیو خبرو کې په تونده لهجه اسلامي امارت مخاطب کړ او ویې ویل، چې د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې لپاره دې خپله اراده څرګنده کړي. مګر نوموړي د لوېدیځ او ختیځ له ښکېلاکګرو دولتونو سره په ګډه د پاکستان د مزدور دولت هغه تاریخي ظلم بیان نه کړ، چې د پاکستان د مسلمانو خلکو، قبایلو او اسلامي ډلو پر ضد یې کوي.
واقعیت دا دی چې د پاکستان دولت له اسلامي او جهادي ډلو سره د خیانت اوږده مخینه لري. د دوی هغه خیانت ټولو ته څرګند دی، چې د شوروي پر مهال یې د افغانستان له مجاهدینو، د القاعدې له مجاهدینو، د پاکستان له داخلي مجاهدینو سره چې د مشرک هند پر وړاندې یې جهاد کاوه او د اسلامي خاورو له بېلابېلو مجاهدینو سره یې کړی دی. د پاکستان دولت د استخباراتي همکارۍ او کفري هېوادونو ته د جاسوسۍ په مرسته د دغو ډلو د غړو شهادت ته لار هواره کړه او په دې برخه کې یې مرستې وکړې؛ داسې چې دوی یې د کفارو منګولو ته وسپارل، هغوی يې په مختلفو ډولونو شکنجه کړل او حتا یو شمېر یې پخپله ونیول او وروسته یې د پیسو په بدل کې پر ښکېلاک وپلورل.
د پاکستان دولت پوره هڅه کوي چې د ډیورنډ ښکېلاکي کرښې ساتنه وکړي، هغه پوله چې د خلکو تر منځ د یوې سرطاني کرښې حیثیت لري. پر همدغه اساس د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو د اوسېدونکو ژوند چې ګډ ارزښتونه، احکام، ژبه، فرهنګ او عقیده لري، د پاکستان دولت د دغه ناوړه سیاست په پایله کې په سلګونو ځله اخیستل شوی دی. نه یوازې د ډیورنډ کرښې، بلکې د افغانستان ټولو هغو پولو چې د انګلیس او روسیې لخوا رامنځته شوې دي، هغه خلک او قومونه سره بېل کړي چې یو د بل خپلوان وو. د افغانستان د اوسنیو پولو د دواړو خواوو خلک یوازې د پرون خپلوان نه دي، بلکې پر دې سربېره هغه مسلمانان دي چې واحد فرهنګ، واحد ارزښتونه او واحده عقیده لري.
د پاکستان دولت له خپل تاسیس راهیسې د اسلام لپاره شعار ورکړی دی، مګر په خپل عملي سیاست کې بیا په جدي ډول د سیکولرېزم، جمهوریت او ډیموکراسۍ اصولو ته ژمن دی. پاکستان د تاریخ په اوږدو کې له ځواکمنو کفري هېوادونو لکه انګلستان، امریکا او چین سره په یووالي کې، دغو کفري او ښکېلاکګرو دولتونو ته خدمت کړی دی؛ له هغوی سره د ستراتیژیک یووالي او دوستۍ په پایله کې یې د اسلامي امت له اساسي ګټو او په ځانګړې توګه د افغانستان له مسلمان او مجاهد ولس سره خیانت کړی دی. همدارنګه امریکا په ۲۰۰۱م کال کې د پاکستان له خاورې او هوا څخه په استفادې پر افغانستان برید وکړ او دغه اسلامي خاوره یې اشغال او په وینو رنګ کړه. اوس هم د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له فضا څخه د افغانستان هوایي حریم ته د داخلېدو جرات کوي او یو شمېر اهداف په نښه کوي.
پر همدغه مهال هند د یوه حربي دولت په توګه د هندوستان په خاوره کې مسلمانان په مختلفو ډولونو شکنجه کوي او حتی د مسلمانانو په نسلوژنه لاس پورې کوي. هند د تاریخ په اوږدو کې د پاکستان او افغانستان د دولتونو تر منځ د دښمنۍ له دغه فرصت څخه استفاده کړې او په مکر او فرېب سره پر دې توانېدلی چې د دوو مسلمانو خاورو اوسېدونکي له یو بل څخه بېل کړي؛ په داسې حال کې چې دواړه لوري د اسلامي امت یوه نه بېلېدونکې برخه ده. هغه ټوپک چې شپېلۍ یې باید د پاکستان او افغانستان خاورې د دوو مسلمانو وروڼو په یووالي سره، د کافر او حربي دولت هندوستان په لوري نیول شوې وای، برعکس د ورور لخوا د خپل ورور پر وړاندې استفاده شوی دی.
نو په یوه داسې حساس تاریخي پړاو کې چې لوی قدرتونه لکه امریکا، روسیه او اروپایي ټولنه په جګړه کې ښکېل، له اقتصادي ناورین او ټولنیز-سیاسي تزلزل سره مخ دي؛ اسلامي امت، د ډیورنډ فرضي کرښې دواړه غاړې اوسېدونکي، سیاسي او جهادي ډلې او حزبونه باید له تېرو کړنو څخه پند واخلي او د پاکستان د چارواکو او د هغوی د کافرو بادارانو له منفي تبلیغاتو څخه اغېزمن نشي.
اسلامي امت د نړۍ فکري-سیاسي یووالي، د اسلام تطبیق او حمل او د ځواکمن اسلامي نظام تاسیس ته سخت اړ او تږی دی. پر ټول اسلامي امت په ځانګړې توګه په پاکستان کې د اسلامي امت پر هغو مخلصو سیاسیونو، نظامیانو او فکري او سیاسي څېرو واجب دي، چې د ملي او د ښکېلاک د مزدورو دولتونو او د لودیځ او ختیځ د مزدورو او فاسدو سیاستوالو او چارواکو پر ځای، یوازې پر اسلام منګولې ټینګې کړي او د اسلامي امت د فکري-سیاسي او جغرافیوي یووالي لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
د ډیورنډ کرښې ستونزې په ډیپلوماتیکو غونډو او لیدنو سره نه حل کېږي، بلکې دا کرښه باید په بشپړه توګه له منځه یووړل شي. په ځانګړې توګه په مرکزي اسیا، جنوبي اسیا او افغانستان کې د اسلامي خاورو په یووالي او د دغو خاورو په زړه کې د دویم راشده خلافت دولت په تاسیس سره به اسلامي امت یو ځل بیا د عزت، ځواک او دبدبې څښتن شي. سربېره پرې دې کفارو او د هغوی مزدورانو ته به اجازه ور نه کړي، چې د مرز په نامه هغه لومې د مسلمانانو د یووالي پر ضد وکاروي، چې دوی په خپل لاس جوړې کړې دي.
د سیمې مسلمانانو ته پکار ده چې له تفرقې او جدایۍ څخه لاس واخلي او هغه دولت تاسیس کړي چې د اسلام د طلايي تاریخ په ۱۳۰۰ کلونو کې یې د ډال په څېر د امت د عقایدو، ارزښتونو، ځان، مال، ناموس او عزت ساتنه وکړه. د دې ترڅنګ د خلافت دولت په تاسیسولو او د ظالمو بنده‌ګانو، د وخت د فرعونانو او د طاغوتي نظامونو له ظلم څخه د بشر د خلاصون په موخه د اسلام په حمل کولو سره، د بشپړ او هراړخیز اسلام تطبیق ته لار هواره کړي.




   ارسال نظر