Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: ۰۳/ ۱۴۴۵ ۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۳مه ۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۸مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
اې د کنانه لښکرو، ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی، چې د الاقصی د ازادۍ هيله پوره کړئ او هلته دعا وکړئ!؟
 (ژباړه)

شنبه سهار د غزې تړانګې ته څېرمه د مجاهدينو تر بريد وروسته؛ د یهودو چيغو او ژړاګانو خلک راويښ کړل. د دغه برید په پايله کې مجاهدینو یهود تر خپلې ولکې لاندې راوستل، ډېری يهودي پوځيان یې ونيول، سلگونه نور یې ووژل او تر زرو ډېر یې ټپیان کړل. دېخوا د مصر ولسمشر اعلان کوي چې د وضعیت مهارولو او د دواړو اړخونو ترمنځ د جګړې د اوږدېدو د مخنیوي لپاره ارتباطات پراخوي؛ دا کار د دې لپاره نه کوي چې د فلسطین د خلکو وېره ورسره ده، بلکې موخه یې د یهودي دولت ساتنه ده!!
د مجاهدینو دغه اتلولي ثابتوي چې امت خپلو پوځونو ته اړتیا لري او دغه پوځونه باید د فلسطین د ازادۍ لپاره اقدام وکړي. له بلې خوا ښيي چې یهودي دولت څومره کمزوری دی چې ان د یوې وسله‌والې ډلې پر وړاندې نه شي درېدی. نو که له یوه منظم پوځ سره مخ شي څه به کوي!؟ که یې پر وړاندې د امت هغه پوځونه راټول چې د فلسطین د ازادۍ تږي دي؛ څه به وکړي!؟
اې د کنانه پوځ مخلصينو:څه چې د غزې خلکو په محاصره او خپل کمزوري حالت کې وکړل؛ ستاسو غیرت او مېړانه یې را ونه پاروله؟ الله سبحانه و تعالی دا ستاسو مکلفیت ټاکلی چې فلسطین ازاد کړئ؛ تاسو د دغه مکلفیت ترسره کولو لپاره څه کوئ!؟ په وللهچې د الله سبحانه وتعالیپر وړاندې مسول یئ؛ ځکه چې تاسو د فلسطین خلک او امت په داسې ځایونو کې یوازې پرېښی چې ستاسو مرستې ته ډېره اړتیا لري. نو الله سبحانه وتعالی ته هغه څه وښایاست چې هغه سبحانه وتعالی یې درنه غواړي او خپل ناوړهحکام لرې کړئ، چې تاسو یې له خپل مسولیت او مکلفیت څخه راګرځولي یئ. په ولله چې دوی د الله سبحانه وتعالیپر وړاندې ستاسو لپاره هېڅ ګټه نه لري؛ بلکې له تاسو به منکر وي او مخ به درنه اړوي. نو تاسو همدا اوس مخ ترې واړوئ او له خپل رب څخه د بښنې او د اسمانونو او ځمکې په اندازه جنت ترلاسه کولو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړئ؛ دا جنت د هغه چا لپاره اماده شوی چې له الله سبحانه وتعالی سره صادق دي او لهغرب او هغوی له اجيرانو سره وفادارۍ ته غاړه نه ږدي.
نو د دغه رژيم د ريښو په له منځه وړلو کېبيړه وکړئ چې هڅېمو ضایع او خوځښتونهمو محدود نه کړياو له خپل مسولیت او مکلفیت څخه مو راونه ګرځوي. ریښې یې راوباسئ چې د داسې یوه دولت د تاسيس پر وړاندې مو خنډ نه شي چې ستاسو پر وړاندې دروازې پرانیزې او د الله سبحانه و تعالی د رضایت خواته مو ورکشوي. نو اې د کنانه پوځ مخلصينو! د الله سبحانه وتعالی په لار کې په جهاد کولو، د هغه سبحانه و تعالی د دین ساتلو او د مظلومانو د ملاتړ لپاره د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسيس کړئ.

[وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللهِ وَالَّذِينَ آوَواْ وَّنَصَرُواْ أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ]
ژباړه: «چا چې ايمان راوړ، د الله تعالی په لار کې یې هجرت او جهاد وکړ او چا چې پناه ورکړه او مرسته یې وکړه؛ همدوی رښتيني مومنان دي. د هغوی لپاره د ګناهونو بښنه او ډېره ښه روزي ده.» [انفال: ۷۴]
د حزب التحريرـ ولایه مصر مطبوعاتي دفتر
ژباړن: فریدون محتاط




   ارسال نظر