Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: ۱۷/ ۱۴۴۵ ۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۱۴مه ۲۰۲۳م کال، د اکتوبر ۲۹مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
د مسجد الاقصی د ازادۍ په موخه د پاکستان پوځ د حرکت لپاره د حزب التحریرـ ولایه پاکستان کمپاین
(ژباړه)

حزب التحريرـ ولایه پاکستان د یهودي دولت د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د پوځ، چې په نړۍ کې شپږم ستر او اټومي وسلې لرونکی پوځ دی، د چټک حرکتلپاره کمپاین ته دوام ورکوي. شباب د بې رحمه او بې زړه رژيمپر ګواښونو سربېره، د ټول هیواد په عامه ځایونو کې د پاکستان مسلمانانو ته ویناوې کوي. دوی په ټوله کې پر مسلمانان او په ځانګړې توګه علماوو غږ کوي چې د ظالمو او جنايتکارو حکامو له وېرې پرته د دغه کمپاین ملاتړ وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«فَاللهُ ‌أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ» [توبه: ۱۳]
ژباړه: «الله تعالی د دې ښه حقدار دی چې ترې ووېرېږئ (هغه وېره چې له تعظيم او احترام سره مل وي) که تاسو مومنان یاست.»

په دې کې شک نشته چې امت په دنیا کې پر خپل هدف پوه شوی او که خدای کول بیا به نه ويده کېږي. پرېږدئ چې همدا اوس د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره پر مخ لاړ شي او د پخوا په څېر ټول بشریت د ښېګڼېپر لور رهبري کړي.
حزب التحریرـ ولایه پاکستان، د فلسطین د مسلې د حل لپاره د غربي قدرتونو تر واک لاندې تش په نوم "نړیوالې ټولنې"  څخه د حکامو غوښتنه غندي. دا غربي استعماري دولتونه دي، چې یهودي اشغال ته یې لار هواره کړه. غربي استعمار اوس صهیونیستي ترهګرو ته وسلې ورکوي، تمويلوي يې او د غزې ماشومان تر خپلو کورونو لاندې ژوندي ښخوي. حزب التحرير له غربي قدرتونو سره د ټولو ایتلافونو د پای ته رسولو او د دوی د نا عادلانه نړیوال نظم د ردولو غوښتنه کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ] [ممتحنه: ۹]
ژباړه: «له شک پرته همدا خبره ده چې الله تعالی تاسو د هغو خلکو له ملګرتیا څخه منع کوي، چې له تاسو سره د دين په معامله کې جنګېدلي دي، تاسو یې له خپلو کورونو څخه ايستلي یاست او ستاسو په ايستلو کې یې یو د بل ملاتړ کړی دی. له هغو سره چې کوم کسان ملګرتیا وکړي، هغوی ظالمان دي.»

حزب التحریرـ ولایه پاکستان د مسلمانانو ټول هغه حکام غندي، چې د مسلمانانو د لښکرو پر وړاندې خنډ ګرځي او ثابته کړې یې ده چې دوی د یهودي دولت ساتنه کوي. خو کله چې غربي باداران پر دغو حکامو امر وکړي، بیا د نړۍ هر ګوټ ته خپلې لښکرې استوي. که خدای کول دا به د دوی وروستی خیانت وي؛ امت به دوی نیسي او اسلام به پلی کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له ظالمو حکامو وروسته د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا راګرځېدو زیری ورکوي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»
ژباړه: «...وروسته به جبریه (ظالمانه) حاکمیت وي او تر هغه به دوام کوي، چې الله تعالی یې غواړي او کله چې وغواړي درنه اخلي یې او بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي.» [احمد]

حزب التحریرـ ولایه پاکستان د پوځ پر افسرانو غږ کوي چې د مسجد الاقصی د ازادۍ لپاره بسیج شي او حرکت وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ] [انفال: ۷۲]
ژباړه: «که هغوی د دين په باب له تاسو مرسته وغواړي، نو د هغوی مرسته پر تاسو فرض ده.»

دا هر افسر ته وریادوي چې دوی یوازې نه دي. د الله سبحانه وتعالی د ملاتړ سربېره د امت ملاتړ هم ورسره دی. پرېږدئ چې دوی د جګړې ډګر ته د لومړي ننوتونکي ویاړ ترلاسه کړي او هغه خنډ چې د دوی پر وړاندې رامنځ ته کېږي، لرې کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللهُ ‌فَلَا ‌غَالِبَ ‌لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ] [آل عمران: ۱۶۰]
ژباړه: «که الله تعالی مو مرستندوی وي، نو هېڅ قوت درباندې برلاسی کېدلای نه شي او که هغه تعالی تاسو پرېږدي، نو بیا له الله تعالی وروسته څوک ستاسو مرستندوی کېدلای شي؟ نو څوک چې رښتيني مومنان دي، هغوی د یوازې پر الله تعالی توکل وکړي.»
د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
ژباړن: محمد حامد





   ارسال نظر