Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: ۱۵/ ۱۴۴۵ ۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۹مه ۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۱۴مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
حکام زموږ د وسله والو ځواکونه له لوري د فلسطین د ازادولو لپاره، د الله سبحانه وتعالی پر حکم سترګې نه شي پټولی

حزب التحريرـ ولایه پاکستان لاریونونه وکړل او د فلسطين د ملاتړ لپاره یې د پاکستان له پوځ څخه د سملاسي حرکت غوښتنه وکړه. لکه څنګه چې یو ناروغ پلار د اړتیا پر مهال خپل تر ټولو پیاوړي زوی ته مخ اړوي؛ مسلمانان هم چې تر بريد لاندې راغلل، ټول امت خپل پوځ ته مخ وراړوي. د پاکستان رهبرۍ ته چې اوس څه شی ورپاتې دي، هغه یوازې باطلې او بې اعتباره پلمې دي.
۱. دا پلمه چې باید د حکامو امر ته په تمه شو، باطله ده.نور په تمه کېدو ته اړتیا نشته. د اشغال شویو ځمکو ازادول د الله سبحانه وتعالی حکم دی، چې همدا اوس باید پلی شي. د فلسطین د مسلمانانو مقاومت که څه هم له ویاړه ډک او ستر دی؛ یهودي دولت له منځه نه شي وړلی. دا زموږ د افسرانو مسولیت دی چې د الله سبحانه وتعالیله حکم سره سم د دوی مرسته او ملاتړ وکړي.

 [وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ]
ژباړه: «هو که هغوی د دين په اړه له تاسو د مرستې غوښتنه وکړه، نو د هغوی مرسته پر تاسو فرض ده.» [انفال: ۷۲]

۲. دا پلمه باطله ده چې د حاکم امر د الله سبحانه و تعالی د امر مخه نیولی شي. ښکاره ده چې حکام د فلسطین د ازادولو لپاره زموږ د افسرانو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او ګنګوسې خپروي. حکام غواړي چې زموږ پوځونه د مسلمانانو پر وړاندې د دوی ملاتړ وکړي. خو که پوځي افسران د حکامو اطاعت وکړي نو الله سبحانه وتعالی په قهر کوي. که افسران د حکامو نافرماني وکړي او د الله سبحانه وتعالی پیروي وکړي، په دنیا او اخرت کې بریالي کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ اللهِ» له مخلوق څخه هېڅ داسې طاعت نه دی پکار چې د معصیت سبب شي. (احمد او طبرانی روایت کړی دی).
۳. دا پلمه چې یوازې حکام به سزا وویني، هم باطله ده. د فرعون لښکر ته هم د فرعون په څېر سزا ورکړل شوه. د اشغال شویو خاورو د ازادولو امر یوازې د رهبرۍ لپاره نه، بلکې د ټولو افسرانو لپاره دی. که رهبري د الله سبحانه وتعالی له حکم سره سمه نه وي، باید ګوښه او ځای یې ونيول شي.  نو مه پرېږدئ چې کوم افسر خپل ځان هېر کړي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا]
ژباړه «او وبه وايي: «اې زموږ ربه! موږ د خپلو سردارانو او مشرانو پيروي وکړه او هغوی موږ له سمې لارې څخه بې لارې کړو» [احزاب: ۶۷]

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو کې د صلاح الدین زامنو! امت له یوه تاریخي تحول څخه د تېرېدو په حال کې دی، نو ورسره ودریږئ. همدا وخت دی چې د ګناه او غفلت پر ځای په توبه، اطاعت او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد وکړئ. د حزب التحریر د امیر، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته تر مشرۍ لاندې له حزب التحرير سره لاسونه یو کړئ او پر مخ لاړ شئ. مخ پر وړاندې لاړ شئ او د مسجد الاقصی په انګړ کې د فتحې تکبیرونه پورته کړئ. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حوله]
ژباړه: «هغه ذات پاک دی چې یوه شپه یې خپل بنده له مسجدالحرام څخه تر مسجد الاقصی پورې چې د هغه شاوخوا یې برکتي کړه، یووړ.» [اسرا: ۱]
د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
ژباړن: فریدون محتاط




   ارسال نظر