له يهودي ادارې څخه د امريکايي جګپوړي نظامي پلاوي ليدنه
03/27/2023 |

Print


پوښتنه:
د مصر «صدي البلد» وېبپاڼې پنجشنبه، د ۲۰۲۳م کال د مارچ پر ۲۷ مه، وليکل، «د امريکا دفاع وزارت پنج شنبه اعلان وکړ چې د امريکا دفاع وزير لوييډ اسټين د اسرایلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو سره هوکړه کړې چې د ايراني يرغل د مخنیوي لپاره خپله همکاري زياتوي.» د دواړو اړخونو د لیدنې ځای د وروستیو لاریونونو په سبب له دفاع وزارت څخه د تل ابيب هوايي ډګر ته ولېږدول شو: [«د امريکا دفاع وزارت وويل چې د اسټين د لیدنو ځای د اسرایلو له دفاع وزارت څخه د تل ابيب هوايي ډګر ته نیږدې بل ځای ته بدل شو. لسګونه زره لاریونوال شنبه د نهمې اوونۍ لپاره د اسرایلو ښي اړخي لومړي وزير، نتنیاهو د هغه پلان پر ضد د ښارونو سړکونو ته ووتل چې غواړي قضايي سيستم تعديل کړي». (رويټر، ۸/۳/۲۰۲۳)]. له يهودي ادارې څخه د جګپوړو امریکايي چارواکو د ليدنو موخه څه ده؟ ايا دا په اوکراين کې د روسيې له جګړې سره تړاو لري؟ او که د فلسطين د وضعيت ارامولو لپاره دی او يا نورې موخې لري؟ الله سبحانه وتعالی دې اجر درکړي.   
ځواب:
د ځواب د روښانه کېدو لپاره دغه موضوعات څېړو:
لومړی: داسې نه برېښي چې د دغو سفرونو موخه دې د اوکراين پر وړاندې د روسیې په جګړې کې د یهودي ادارې د بې پلوۍ مخه نیول او د امریکا پشان د روسیې ضد سخت دریځ نیول وي؛ ځکه چې روسیه اسرایلو ته اجازه ورکوي چې د سوریې دننه پر خپلو موخو بریدونه وکړي او په دې برخه کې د روسیې ځانګړي دفاعي سیستم سره نه مخ کېږي؛ په ځانګړي ډول دا چې یهودي اداره اوس په کور دننه د سياسي اپوزيسيون له مخالفت سره مخ ده. نو د اوکراېن د ملاتړ په موخه د غربي هيوادونو رضايت او له هغو سره یو ځای کېدل یې لومړیتوب نه دی. ځکه خو لرې برېښي چې د امریکايي پوځي چارواکو د دغو سفرونو موخه دې د اوکراين موضوع وي.
دغه راز، داسې هم نه برېښي چې موخه یې دې د فلسطين د وضعيت ارامول وي؛ که څه هم د فلسطین قضیه ورته مهمه ده او پخوا به د امریکايي چارواکو لکه د بهرنیو چارو وزیر، د سي آی اې مشر او د ملي امنیت سلاکار، د سفرونو موخه همدا وه؛ خو دا ځل که څه هم دا موضوع مهمه او حساسه ده، خو ممکنه نه ده چې د امریکا د دفاع وزیر د دغه سفر اصلي موخه دې وي. اوس هلته واقعیت داسې نه دی چې امریکا دخالت وکړي او خپل لوړپوړي پوځي چارواکي پکې بوخت کړي.
دوهم: ښکاري چې د دغو سفرونو موخې نورې وي چې له لاندې عواملو پرې پوهېدی شو:
۱- نتنياهو د امريکا له جمهوري غوښتوونکي ګوند سره نیږدې اړيکې لري، کله چې ډيموکرات ولسمشر اوباما په ۲۰۱۵م کې له ايران سره هستوي تړون لاسليکاوه، نوموړی يې پر ضد ودرېد. هغه اوباما غوسه کړ، په ځانګړي ډول کله چې يې د امريکا کانګريس ته د هستوي تړون پر ضد وينا کوله. د ټرمپ ادارې په وخت کې نتنياهو له هغه سره ډېرې نیږدې اړيکې لرلې، ټرمپ له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د خپل سفارت په لېږدولو، د اسرایلو د خاورې په توګه د جولان سیمې په رسمیت پېژندلو او په لوېديځه غاړه کې د پېړۍ معاملې د پلان ورکولو – چې هېڅکله بشپړ نه شو- نتنیاهو ونازاوه.
۲- کله چې ډيموکرات ولسمشر بايډن واک ته ورسېد، امریکا د لاپيد او بنيت ګوندونو د ايتلاف ملاتړ وکړ، په دې برخه کې بريالی هم شو چې په پایله کې یې نتنياهو د ۲۰۲۱م کال د مارچ په ټاکنو کې ماته وخوړه او د بنیت-لاپيد ګوندونو ايتلاف واک ترلاسه کړ. خو دغه بري ډېر دوام ونه کړ او نتنياهو له ښي اړخو سختدرېځو ګوندونو سره ایتلاف وکړ او د ۲۰۲۲م کال د نومبر ټاکنې يې وګټلې.
۳- نتنیاهو په ډېر جدیت پرېکړه وکړه چې حکومت یې له ښي اړخه سخت دریځو سره په ایتلاف جوړ کړي او په حکومت کې یې د لاپید ګوند او په ځانګړي ډول غنتس د شریکولو په اړه د بایډن غوښتنو ته شا کړه. کله چې نوي حکومت خپل دریځونه اعلان کړل، د امریکا له سختو او نا معمولو نیوکو سره مخ شو؛ لکه د دوو دولتونو پر تشکیل د پابندۍ اړتیا، د نوي دولت له هغو وزیرانو سره د همکارۍ نه کول چې په تندلارۍ مشهور دي او په اسرایلي اداره کې د قضايه قوې د بدلون په تړاو د نتنياهو پر تګلارو نيوکه. که څه هم دې ته د یهودي ادارې د کورنۍ موضوع په سترګه کتل کېږي، خو امريکا پر دې تګلاره ښکاره نيوکه وکړه او خپل طرفداره ګوندونه يې وهڅول چې په قضایه قوه کې د نتنیاهو د نفوذ پيدا کېدو مخه ونیسي او مخالفت یې وکړي.
۴- د نتیاهو د حکومت مخالفو یهودیانو ده ته ډېر وخت ور نه کړ او پر وړاندې یې پراخ لاريونونه پیل کړل چې له دې وړاندې یې ساری نه لیدل کېږي. د واک پر سر شخړې دومره زیاتې شوې چې خونړیو جګړو ته ورته دي. له يهودي ادارې څخه يو نوی تصوير رامنځته شو چې پخوا کله هم نه و لیدل شوی: د حکومت او د حکومت د دغې پرېکړې پر وړاندې د خلکو لاریونونه چې د قضایه قوې واک په لاس کې اخلي؛ د لاریونوالو له لوري د چاروکاو د کورونو محاصره کول، لارې او کوڅې بندول او د ټياټرونو سوځول، د یهودي دولت د پولیسو لخوا اوښکې بهوونکی ګاز کارول او د لاریونوالو لور ته د صوتي بمونو غورځول. وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي، تر دې چې ځينو پولیسو د زور له لارې د لاریونوالو د پاشلو په اړه د دولت امر ونه مانه؛ د حکومت او مخالفو ګوندونو تر منځ اخلاف زور اخیستی او یهودیان په دوو مخالفو جبهو ویشل شوي. لویو پانګوالو له يهودي ادارې څخه په تېښته پيل وکړ، ۵۰ ستر شرکتونو ولاړل، احتياطي ځواکونو د حکومتي دستورونو په پلي کولو کې خپله ناتواني اعلان کړه او د حکومت او اپوزيسيون د ملاتړو ترمنځ فضا په هره سطحه ترينګلې شوې. د دغو تحولاتو په اړه د بایډن ادارې له دریځونو ښکاري چې د نتنیاهو د مخالفانو ملاتړ کوي.
درېيم: وضعيت د ګډوډۍ لور ته روان و، په دې وخت کې نتنياهو هڅه وکړه چې يهوديان پر ځان را ټول کړي او د دې لپاره یې د فلسطین د قضیې پر اور تېل واچول؛ داسې چې لومړی یې پر الاقصی مسجد د ډېرو يهودو هجوم ته لار برابره کړه او د جنین او نابلس سیمو کې يې نوې عاموژنې وکړې. نتنياهو له دې لارې غوښتل د فلسطينيانو پرضد يهودو ته خپله ژمنتيا وښيي. ده هیله لرله چې کورنی نا ارام وضعیت به ارام کړي او په خپله ګټه به په قضایه قوه کې بدلون ته لار برابره کړي، تر څو د ځان اړوند د فساد قضیې د یهودو له محکمو لرې کړي؛ د فساد دا تورونه له ډېر وخت راهيسې د تېرې تورې پشان د ده پر ستوڼي پراته دي. خو نتنیاهو یې دغو موخو ته ونه رسېد او له فلسطینیانو سره شخړې د ده په زیان شوې؛ د جنين د عام‌وژنې ځواب په بيت المقدس کې د اتو يهودو په وژلو ورکړل شو او د نابلس د عام‌وژنې ځواب په حواره او اریحا کې په دوو عملیاتو ورکړل شو؛ په دې توګه نتنياهو له نور سخت حالت سره مخ شو. د يهودي ادارې دننه اپوزيسيون سختې نیوکې پرې وکړې؛ په امنيتي برخه کې په ناکامۍ تورن شو او دا چې سیاستونه یې د دې سبب شوي چې فلسطینیان پر یهودو ډېر بریدونه وکړي. دلته نو نتنياهو بايد يوه بله حللاره پيدا کړې وای.
څلورم: د دې لپاره چې يهوديان يې تر شا ودرېږي او په واک کې پاتې شي، نتنیاهو په بيړه خپل پلان پر ايران باندې بريد سره تعديل کړ. دا واقعیت بېلابېل دلایل لري چې تر ټولو مهم یې دا دي:
۱- په داسې حال کې چې فلسطینیان د یوه یوه برید ځواب وايي؛ شاوخوا او نیږدې حکومتونه یې لا هم د خپلو بادارانو تابع دي او هېڅ اغېزناک غبرګون نه ښيي. مثلاً سوریه او عراق د یهودو د یوه وحشیانه برید ځواب هم نه وايي. ان ايران چې يهودي اداره يې په اصفهان کې پر نظامي کارخونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد تورنه کړه؛ د دغه برید ځواب یې دوې اونۍ وروسته په عربو بحیره کې پر یوه کښتۍ په برید ورکړ چې د یوه یهودي وه او هېڅ تلفات یې نه لرل. له دې پېښې وړاندې هم ايران يهودي اداره خپلو هستوي تجهيزاتو ته په زيان اړولو تورنه کړې وه چې د ايران مخکيني ولسمشر ياد زيان ۱۰ مليارد ډالر ښودلی؛ هغه وخت هم ايران هيڅ غبرګون ونه ښود. دا په دې معنی ده چې نتنياهو له ځان سره دا حساب کړی چې د یهودو د برید پر وړاندې د ایران غبرګون ډېر ناڅېزه دی او د ده موخې پوره کولی شي؛ د نتنیاهو دغه باور دی لا ډېرو بریدونو او تېریو ته هڅوي.
۲- د ايران اټومي پروګرام په تړاو بايد ووايو چې، ايران له لویو او دوامدارو نړيوالو نيوکو سره مخ دی او له لویو قدرتونو سره یې هوکړې ته د ستنېدو په تړاو خبرې اترې ناکامې شوې. دغه راز يهودي اداره په وار وار اعلانوي چې ایران ته د دې اجازې ورکول شوني نه دي چې اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي. دا هغه موارد دي چې د ایران پر اټومي دستګاوو باندې د اسرایلو بريدونه توجيه کوي. په دې برخه کې باید ووایو چې ايران د غرب له لوري له سرو کرښو په تېرېدو او د يورانيمو په غني کولو تورن دی: [د ساينس او نړيوال امنيت بنسټ وايي چې ايران په ۱۲ ورځو کې د اټومي بم لازم مواد برابرولی شي او دا توان لري چې تر یوې میاشتې څلور نور اټومي بمونه جوړ کړي. د دغه بنسټ د يوه راپور له مخې؛ د ايران حاکم رژیم دا وړتیا لري چې په درېیو میاشتو کې د اوو ۷ اټومي بمونو لپاره یورانیم غني کړي. یاد بنسټ دغه اظهارات په هغه راپور کې خپاره کړل چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې لخوا ترلاسه شوي معلومات یې پکې تحلیل او څېړلي وو. (العربيه نېټ، ۵/۳/۲۰۲۳)].
پنځم: که ښه ځیر شو، پوهېږو چې نتنياهو پر دغو موضوعاتو تمرکز کوي او د ايران پر ضد د ځواکمنو بريدونو په پلانولو سره غواړي يهودیان په ځان او خپل حکومت راټول کړي او داخلي ګډوډيو ته د پای ټکی کېږدي او واکمني يې کمزورې نه شي.که نتنیاهو دغو ګډوډیو ته تسلیم شي او د مهارولو لپاره یې یو لوی اقدام ونه کړي؛ ستونزې يې زیاتېږي او حاکمیت ته یې ګواښ کېږي. داسې ښکاري چې د نتنياهو د حکومت د ارادې او پلانونو خبرونه تر واشينګټن پورې ورسېدل، امریکا هم د دغه اقدام د مخنیوي لپاره لاس په کار شوه. ځکه چې اوس د امريکا پام د خپلو ګټو پر بنسټ په اوکراېن کې د روسيې جګړې او د چین موضوع ته دی او نه غواړي چې په سيمه کې د ايران او يهودي ادارې ترمنځ په جګړه کې ښکېله شي. امريکا پوه شوې چې نتنياهو د خپل داخلي کړکېچ حلولو په موخه له ايران سره د جګړې په تړاو جدي فکر کوي او دغې موضوع بايډن اندېښمن کړی؛ ځکه چې امریکا په خپلو ډېرو اظهاراتو کې د خپلو چارواکو لخوا په وار وار ویلي چې د يهودي دولت امنیت ټینګولو ته ژمن دي؛ خو لکه څنګه چې وویل شول، امریکا اوس په نورو جګړو کې بوخته ده.
شپږم: یهودي ادارې ته د امريکايي لوړپوړو پوځي چارواکو وروستي سفرونه د دې لپاره وو چې نتنياهو د ايران پر وړاندې له جګړې راوګرځوي، ترڅو بایډن هلته ښکېلېدو ته اړ نه شي؛ ځکه امریکا اوس نه غواړي چې له چین او د اوکراین پر وړاندې د روسیې له جګړې پرته پر بل څه ځان بوخت کړي. لکه څنګه چې وویل شول؛ دغه سفرونه د امریکا د دغوو دوو ګټو ساتلو لپاره شوي:
الف: امريکا د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر وهڅاوه چې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو نرم بيانونه ورکړي او د ايران پر وړاندې نرم درېځ غوره کړي. د دغې ادارې مشر له ايراني لوړپوړو چارواکو سره په داسې حال کې ناسته وکړه چې په ورته وخت کې امريکايي چارواکي له سيمې څخه په ليدنه بوخت وو. نوموړي په دې برخه کې د يوه لوی پرمختګ خبر ورکړ او ويې ويل: «ايران هوکړه کړې چې په بېلا بېلو سايټونو کې څارونکو کيمرو ته بيا ځلې اجازه ورکړي او په پلټنو کې زياتوالی راولي» (ار ټي، ۴/۳/۲۰۲۳). بیا د دغې ادارې د مشر د پام وړ بيان وشو چې د الجزيرې نېټ ۵/۳/۲۰۲۳ په حواله په لاندې ډول دی: (رافایل ګروسي شنبه د تهران سفر په ترڅ کې وويل: « پر اټومي تاسیساتو هر راز پوځي برید ناقانونه دی». نتنياهو د ده په ځواب کې وویل: «رافايل ګروسي... نامناسب اظهارات وکړل».
ب: د نتنياهو پر وړاندې د وروستيو اعتراضونو شدت ته په کتو، امريکا اوسمهال نه غواړي چې يهودي اداره د ايران پر وړاندې جګړه پیل کړي؛ بلکې غواړي چې نتنياهو په داخلي کړکېچ کې ښکېل پاتې شي او لاریونونه دومره شدت پيدا کړي چې په پايله کې یې د نتنياهو حکومت ړنګ شي، ترڅو د امريکا د ډيموکرات ګوند پلویان د يهودي ادارې واک بيا ځلې خپل کړي...  امريکا د يهودي ادارې په سياسي او پوځي حلقو کې پراخ نفوذ لري.
اووم: داسې ښکاري چې امريکا به په ډېر احتمال وتوانېږي چې نتنياهو له ايران سره له تهاجمي جګړې رامنعه کړي؛ په ځانګړي ډول دا چې یهودي اداره دومره ډارنه ده چې د امریکا له ملاتړ پرته دا جګړه نه شي پیل کولی.

ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ
ژباړه: «په دوى باندې ذلت مسلط شوى دى، هر ځای چې دوى وموندل شي، مګر (دا چې دوى منګولې ولګوي) د الله په رسۍ او د خلکو په رسۍ.» [ال عمران: ۱۱۲]

دا د قضيې یو اړخ و؛ له بل اړخه، که نتنياهو پر ايران د بريد تمه له لاسه ورکړي، نوموړی به قطعاً په امريکا کې د خپلو جمهوري غوښتونکو بادارانو په همغږۍ د بل برید اقدام وکړي ترڅو د ځان پر وړاندې د مخالفانو خوځښتونه راکم کړي. هغه ښايي  په فلسطین کې د شخړو له زیاتولو، پر غزې تړانګې یا پر لبنان له برید پرته بل بدیل پیدا نه شي کړای. نتنیاهو د واک ليونی دی او په هيڅ وجه واک پرېښوولو ته حاضر نه دی. هغه پرځان د ښي لاسو ګوندونو ايتلاف او يهودي مذهبي کسان راټول کړي، هغوی په هرځای کې تر نوموړي زيات د مسلمانانو وينې تويولو ته تږي دي.
دا واقعیت ورو ورو راڅرګندېږي؛ سما نيوز پنجشنبه د ۲۰۲۳م کال د مارچ پر ۹مه خبر خپور کړ: (اشغالګرو ځواکونو نن سهار د جبع ښارګوټي په جنين سیمه کې درې فلسطينيان شهیدان کړل. اسرایلي ځانګړي ځواکونه د جبع ښارګوټي د جنين سیمې سويل ته دننه شوه او پر يوه موټر یې ډزې وکړې چې څلور ځوانانو پکې سپاره وو؛ له دې ډلې درې ځوانان شهیدان شول. د مقاومت ډلې له دغو ځواکونو سره ښکېلې شوې او بیا نور مرستندویه ځواکونه ښارګوټي ته راورسېدل؛ بلاخره اسرایلي ځواکونه له ښارګوټي ووتل). فرانس ۲۴ هم د ۲۰۲۳م کال د مارچ پر ۱۰مه خبر ورکړ چې: (القدس ای ايف پي- اسرایلي پوځ او د فلسطين د عامي روغتيا وزارت اعلان وکړ چې په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې جمعه يو فلسطينی د يوه اسرایلي له لوري شهید کړای شو. د تاوترخوالي د څپو په ترڅ کې نن د ورځې په لومړيو کې څلور فلسطينيان شهیدان شول؛ یو یې هغه کس و چې په تل ابيب کې یې پر اسرایلیانو برید وکړ او درې تنه یې ټپیان کړل. پنجشنبه يوه فلسطيني د تل ابيب پر ډيزينګوف سړک ډزې وکړې چې په پايله کې درې تنه ټپيان شول، چې په هغوی کې د اسرایلي روغتيايي سرچينو په قول د يوه ټپي حالت نازک ښودل شوی دی؛ بریدګر د پولیسو لخوا ووژل شو. له بل پلوه، اسرایلي پوليسو وويل چې هغوی دوه تنه نيولي چې يو پکې د تل ابيب په سويل کې د رامالا ښار او بل د نجوف په سويل کې د کيسفا ښار اوسېدونکي دي، پر دوی د ډيزينګوف بریدګر د لېږدولو تور پورې شوی دی).
یهودي دولت مسلمانان نیسي او وژنې یې او د دې کار لپاره په خپل شاوخوا کې د مسلمانانو له حکامو د کوم ګواښ وېره نه لري!
اتم: يهودي اداره په سيمه کې د سرطان دانې ته ورته ده چې د سيمې يو حاکم یې هم د له منځه وړلو يا ان مخنيوي لپاره څه نه کوي؛ بلکې له دغې ادارې سره د اړیکو په عادي کولو کې له یو بل سره سیالي کوي! دوامدار دا فکر کوي چې د يهودي ادارې شتون ته خطر او ګواښ پېښ نه شي. یوازې یهودي رژیم نه دی چې د ځان پر وړاندې ګواښونه له منځه وړي، بلکې دغه خاین حکام په خپله چوپتیا له دوی سره لویه همکاري کوي! يهودي اداره پر اسلامي خاوره، د فلسطين پر مقدسه ځمکه پرته ده؛ نو له دوی سره اړیکې باید د جګړې اړیکې وي؛ له دوی سره اړيکې عادي کول يو ستر جرم دی:

إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
ژباړه: «بېشكه الله سبحانه وتعالی تاسو له هغو كسانو سره له دوستۍ کولو څخه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې جنګ كړى دى او تاسو يې له خپلو كورونو څخه ایستلي ياست او ستاسو په ایستلو كې يې یو له بل سره مرسته كړې ده، او هر هغه څوك چې له دوى سره دوستي وكړي، نو همدغه كسان ظالمان دي» ( الممتحنة: ۹)

دا د شريعت حکم دی چې بايد پلی شي. د اسلامي نړۍ حاکمان د دغه حکم پلي کول نه غواړي یا یې باداران اجازه نه ورکوي؛ خو باید په یاد ولرو چې دا يو ژوندی امت دی او د ظلم او نابرابرۍ پر وړاندې د ډېر وخت لپاره چوپ نه پاتې کېږي؛ که چوپ هم وي، دغه چوپتيا د زمري چوپتیا ده چې تر برید وړاندې وي. دغه امت به بيا ځلې اسلامي ژوند ته ستنېږي او دويم راشده خلافت به تاسيسوي، انشاالله. خلیفه به امت را غونډ کړي او د اسلامي پوځ په رهبري کولو به یهودیان تر پښو لاندې کړي او لکه څنګه چې لومړی ځل ورننوتلي وو، همغسي به بیا مسجد الاقصی ته ننوځي او د یهودو غرور به له خاورو سره خاورې کړي!

وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً
ژباړه: «اودو وايي: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې ډېر به نیږدې وي» ( الإسراء: ۵۱)

۱۴۴۴هـ.ق، د شعبان ۱۸مه
۲۰۲۳م کال د مارچ ۱۰مه




   ارسال نظر