حزب التحریر-ولایه ترکیه: د خلافت نړیوال کنفرانس
03/11/2023 |

Print


"د خلافت سقوط؛ د پېړۍ تر ټولو  ستر ناورین!" 
حزب التحریر_ولایه ترکیه د ۲۰۲۳م د مارچ په ۳مه چې د ۱۴۴۴ّهـ ق د شعبان ۱۱مه کېږي؛ د خلافت د سقوط د ۹۹مې کلیزې په مناسبت، د ترکیې په انقره ښار کې «د خلافت سقوط؛ د پېړۍ تر ټولو ستر ناورین!» تر سرلیک لاندې کنفرانس داير کړ.
د حزب التحریر- ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر د اعلامیې پر بنسټ؛ دغه کنفرانس ته د ټولنې ټول قشرونه رابلل شوي وو. د دغه کنفرانس موخه د اسلامي خلافت د سقوط ياد او د خلکو په منځ کې یې د ارزښت بیانول وو.
د یادونې وړ ده چې دغه کنفرانس د Köklü Değişim Medya ټولنیزې رسنۍ، Değişim ټلوېزیون او همدا راز د حزب التحریر له پاڼو خپرېده. 
په دغه کنفرانس کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر د رییس په ګډون، استاد عبدالله امام اوغلو، استاد رحمت لبیب او همدا راز د سوریې، فلسطین، سوډان، اندونيزیا، ډنمارک او پاکستان له ولایتونو څخه د حزب التحریر غړو ویناوې وکړې. 
د دغه کنفرانس منځپانګې ته د لاسرسي لپاره؛ پر لاندې لېنک کلېک وکړئ: 
https://hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/dawah/turkey/24268.html




   ارسال نظر