اسلامي دولت او د مشروعیت سرچینه یې!
08/23/2021 | احرار

Print


په افغانستان کې د ناټو او امریکا تر شرمېدونکې ماتې وروسته چې د طالبانو اسلامي امارت قدرت ته د رسېدلو په حال کې دی او شونې ده چې په نېږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د خپل حکومت نوعیت او جوړښت اعلان کړي. په ورته وخت کې د نړیوالو لخوا چې په سر کې یې امریکا او غرب دي پر طالبانو له مختلفو اړخونو څخه فشار راوړي، څو د طالبان د غرب ارزښتونو ته تن ورکړي او نړیوال قوانین، د ښځو حقوق، ازاد بازار او ګڼې ازادۍ چې په اصل کې ډیموکراسۍ بنسټيز ارزښتونه دي ومني او په بدل کې یې طالبانو ته مشروعیت ورکړي او په پایله کې یې په رسمیت وپېژني.
له بده مرغه غرب پر نړۍ یو داسې نظم حاکم کړی دی، چې د نړۍ د حکومتونو لاس او پښې یې تړلي دي او یو ډول مجبور دي چې د پانګوال فکر پر بنسټ چې کوم نړیوال نظم جوړ شوی دی دولتونه یې پیروي وکړي. غرب په دې سره کمزوري حکومتونه د ځان غلامان ګرځولي دي او د دغو حکومتونو سیاست او قانون یې تر خپل اغېز لاندې راوستلي دي او حتا د دوی شمتنۍ او هر څه یې لوټ کړي دي.
مګر اصلي خبره دا ده چې اوسنی حاکم نړیوال نظم پرته له ظلم او وحشته نړۍ ته کومه نېکمرغي نه ده ورکړې؛ تل مظلوم ملتونه د همدوی لخوا تر پښو لاندې شوي دي. د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک پالیسیو تل اړمن او بې وزله ساتلي دي او سره له دې چې پراخه طبیعي سرچینې لري مګر بیا هم د بې وزلۍ په ناوړه حالت کې ژوند کوي، ښه بېلګه یې د افریقا لویه وچه ده، چې د طبعي سرچینو له اړخه یوه شتمنه لویه وچه ده مګر امریکا، انګیستان، فرانسې او نورو پانګوالو دولتونو یې هر څه تر وړي دي او په ټول وګړي یې په سخته بې وزلۍ کې ژوند کوي.  
امریکا او ناټو د همدغه حاکم نظم تر سیوري لاندې او د بشر حقونو، مساواتو، د ښځو حقونو او داسې نورو دروغجنو شعارونو په بدرګه کولو سره پر افغانستان برید وکړ او نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو سازمان دا برید نه یوازې چې ونه غنده، بلکې پراخ ملاتړ یې وکړ. خو الحمد لله افغان مسلمانانو له دغو قوانینو بغاوت وکړ او د ناټو او امریکا د ښکېلاک پر وړاندې یې پاڅون وکړ او په پایله کې یې امریکا او ناټو ته سخته ماتې ورکړه.
پر همدې بنسټ، په اسلام کې اسلامي دولت نه له نړیوالو قوانینو، نه له ملګرو ملتونو او نه هم له ګڼو نورو کنوانسیونو مشروعیت اخلي، بلکې اسلامي دولت له الله، د هغه له رسول او د اسلام له دین څخه مشروعیت اخلي. هغه دولت مشروع دی چې د الله د کتاب او د رسول الله صلی الله وسلم د ارشاداتو پر بنسټ رامنځته شوی وي، الهي وحیې په خپل قلمرو کې پلې کوي، حاکمیت یې ساتي او نورو ملتونو ته یې استوي. همدا یوازینی مشروع او رسمي دولت دی.
له همدې امله د اسلامي امارت پر مسوولینو لازمه ده چې د راتلونکي دولت د مشروعیت لپاره نړۍ ته سترګې ونه نیسي، ځکه غرب د مشروعیت ورکولو په بدل کې پر دوی د پانګوالې ـ ډیموکراسۍ ناوړه او ناروا ارزښتونه او خپل نفوذ مني. طالبانو امریکا او ناټو په زاریو نه ده ایستلې، بلکې د سلګونه زرو شهیدانو د وینو په زور یې په جګړه کې د ماتې ورکولو له لارې ایستلې ده، له همدې امله هېڅ اړتیا نه شته، چې د حکومت د مشروعیت لپاره بېرته دوی ته مراجعه وشي. له بل اړخه اسلامي امارت تر همدغه نړیوال نظم او د نړیوال قانون تر سترګو لاندې په خورا وحشت بمارد شو او ونړلول شو. له همدې امله طالبان باید پر الله توکل وکړي د خپل دولت مشروعیت دې د الله له وحیې واخلي، اسلام د پوره پلی کړي او د هېڅ ملامتونکي له ملامتۍ دې نه ډارېږي. د دولت د مخته وړلو لپاره دې اسلام ته مراجعه وکړي، له عقل او پوهې دې کار واخلي او له اسلامي امت څخه د مرستې واخلي او نړیوال حاکم نظم دې چلنج کړي. په دې کار سره به هم الله سبحانه وتعالی راضي کړي او هم به ټولو مسلمانانو د نېکمرغۍ او سعادت لامل شي.  




   ارسال نظر