پخواني مجاهدین بیا تېروتنه کوي!
08/07/2021 | احرار

Print


په ۲۰۰۱ کال کې ناټو او امریکا پر افغانستان یرغل وکړ؛ په زرګونه افغانان یې ووژل، هېواد یې ښکېلاک کړ او غربي ناوړه ارزښتونه یې پر افغانانو وتپل. امریکایانو د یرغل پر مهال له هوا بمونه ویشتل او پر ځمکه یې زیاتره پخوانيو مجاهدینو مرسته کوله او د خپلو افغانانو پر وړاندې یې د امریکایانو په ګټه جګړه کوله. په داسې حال کې چې یو وخت یې د کمونیستي نظام او شورویانو پر وړاندې په اسلامي انګېزه د اسلام د حاکمیت لپاره جګړه کوله. پخوانیو مجاهدینو د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف د امریکا او د امریکايي دولت مرسته او ملاتړ وکړ. مګر په پایله کې کله چې امریکایانو په افغانستان کې د خپلې خوښې دولت ټينګ کړ؛ مجاهدین په یې ناوړه  نومونو یادول، د فساد دوسیې یې ورته جوړې کړې او بلاخره په خورا ناوړه بګرونډ سره یې له حکومت څخه یو پر بل پسې وشړل.
اوس چې د امریکایانو تر نسبي وتلو وروسته د ښکېلاک او غربي ارزښتونو یو ګوډ او مات سمبول (د اشرف غني پر مشرۍحکومت) پاتې دی او د دوام هېڅ هیله یې هم نشته؛ پخواني مجاهدینو له تېر عبرت نه دی اخیستی او له خپلو تېرو تېروتنو یې توبه نه ده ایستلې، یو ځل بیا د خپلو مسلمانانو وروڼو پر وړاندې په ښارونو کې د جګړې ډګر ته را دانګلي دي.
پوښتنه دا ده چې دغه پخواني مجاهدین د کوم ارزښت، د چا لپاره او د چا پر وړاندې جګړه کوي؟ ایا د ډیموکراسۍ او جمهوریت لپاره جګړه کوي، په داسې حال کې دوی د اسلام د حاکمیت لپاره راپورته شوي وو. ایا دوی د امریکا د حاکمیت او تکنوکراتانو د حکومت د دوام  او بقا لپاره جګړه کوي، په داسې حال کې د دوی په شل کلن حاکمیت کې له فساد پرته بل څه نه وو. ایا دوی د خپلو هغو مسلمانانو وروڼو پر وړاندې جګړه کوي چې دوی په تشو لاسونو تېر شل کاله د ناټو او امریکایي سرتېرو چې تر غاښونو پورې په سختو وسلو سنبال وو جهاد کاوه.
غوره دا وه چې پخوانیو مجاهدینو د جګړې پر ځای چې کېدی شي د زرګونو انسانانو د مرګ ژوبلې لامل شي، له مقابل لوري سره د تفاهم او الهي شریعت معیار ګرځولو لاره غوره کړې وی او په دې سره یې د یوې لویې فتنې مخه نیولی وئ.




   ارسال نظر