د افغانستان د راتلونکې په اړه د امریکا شوم نیت!
08/04/2021 | احرار

Print


الهي وحیې اسلامي امت ته په خورا غوڅو ټکو وايي چې نامسلمان ملتونه ستاسو خیر او ښېګڼه نه غواړي، بلکې تل هڅه کوي چې کړنګونو ته مو ور وغورځوي. مګر ستونزه دا ده چې زیاتره وختونه نامسلمان ملتونه له مکر او دوکې کار اخلي او مسلمانان په خورا غوړو او غوولونکو شعارونو سره دوکه کوي.
د اسلامي امت پر وړاندې د غرب دښمني اوږد تاریخ لري او موږ کولی شو په دې اړه ګڼ مثالونه راوړو؛ مګر ښکاره او ژوندۍ بېلګه یې په افغانستان کې د امریکا او ناټو شل کلنه جګړه او ښکېلاک و. کله چې امریکا او ناټو په دې وپوهېدل چې په افغانستان کې له پوځي ماتې سره مخامخ دي او د جګړې ډګر نه شي ګټلی، نو د خپلې ماتې د پټولو لپاره یې د سولې خبرې اترې پیل کړې او ظاهراً یې داسې وښودله چې افغانستان به د دایمي سولې څښتن شي، مګر د امریکا او ناټو له افغانستان څخه د خپلو پوځونو تر وتلو وروسته اعلان وکړ چې ټولو هغو افغانانو ته به په امریکا کې پناه ورکړي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په یو ډول له امریکايي پوځونو او یا د دوی له اړونده ادارو سره همکاري کړې ده.
که امریکا رښتیا هم په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټيګښت نیت لري، نو بیا ولې په لسګونه زره هغه افغانان له افغانستان څخه امریکا ته استوي چې له دوی سره یې مرسته کړې ده، په داسې حال کې چې طالبانو دوی ته د ضرر نه رسولو اعلان هم کړی دی. دا ددې معنا لري چې امریکا د افغانستان په اړه ناوړه او شوم نیت لري او په لوی لاس غواړي افغانستان یوه بل کړنګ ته ور وغورځوي. ددې ترڅنګ د امریکا دا ډول اعلانونه په اصل کې د افغانانو پر وړاندې د امریکا ناوړه رواني جګړه ده او افغانانو ته د یوه تریخ او ناوړه راتلونکې پیغام ورکوي.     




   ارسال نظر